![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d5/El_Perell%25C3%25B3_-_Old_olive_tree.jpg/640px-El_Perell%25C3%25B3_-_Old_olive_tree.jpg&w=640&q=50)
ښوون
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ښون علمی نوم Olea europaea دی. کوچنۍ ونه لری د شرقی مدیرترانی په منطقه کی ډیر پیدا کیږی. چی پدی برخه کی جنوب شرقی اروپا ، غربی آسیا ، او شمال افریقا شامل دی. علاوه د په شامل عراق ، شمال ایران ،ا سهېلي پښتونخوو ا د کسپین د بحر په جنوبی پایلو کی هم پیدا کیږی.
عمومي معلومات | |
---|---|
د تاکسون حدود | |
ځانګړې وېشنيزه | |
کارول |
پيل موده |
---|
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/16/Olea_europaea_-_K%C3%B6hler%E2%80%93s_Medizinal-Pflanzen-229.jpg/320px-Olea_europaea_-_K%C3%B6hler%E2%80%93s_Medizinal-Pflanzen-229.jpg)
زيتون عربي کلمه ده چې په پښتو کې ورته ښوون وائي ښون په معني زښوي او يا سيم څخه عبارت دي انگليسي نوم یي Olive دي . د ښوون د میوی څخه په مستقیمه توگه استفاده کمه ده مگر د هغه د تیلو څخه په ډیره کچه سره استفاده کیږی.
په نړې کې د ښون د توليداتو په باره کې د اندازي علاقه مندي را پيدا شوې ده همدا اوس د ښون ٨٠٠ ميلونه ونې په نړۍ كښې شته چې تقريباً ٩٠٠ ميلونه هکټاره ځمکه ئې پوښلي ده څرنگه چې ښون د تندې په مقابل کې مقاومت لري او هم په ډيرو خوارو او شگلنو او حتي د تيږو په درزونو کې وده کولى شي چې نورې ميوي لرونکي دا طاقت نلري او له بلې لخوا غوړي او اچار ئي د صحت لپاره ډير گټور دي او غوړي ئي کلسټرول نلري نو ځکه په وچو او نيمه وچو سيمو کې د هغه د باغونو د جوړولو لپاره د خلکو او دولتونو علاقه مندي زياته شوې ده د ښون د قوي طاقت له امله ئي په روزنه او پالنه کې ډيره لږه توجو وکړه او يو ډيره لږه اندازه اوبه ورته برابري شي په حاصلاتو کې ئي د قناعت وړ توپير ليدل کيږي . Fernandez او Moreno په ١٩٩٩ ميلادي کال کې وويل چې نوموړى نبات د مالگو په مقابل کې ډيره ښه مقاومت لري نو د دښتو د سمسورولو لپاره او خاورې د تخريب د مخنيوي لپاره ډير ښه بوټى گڼل کيږي او د هوا وچتوبه کمولاى شي زمونږ د هيواد شرقي ولايت لکه ننگرهار، لغمان، کڼر، نورستان چې وچ اقليم لري او د هند د مونسون اقليم د اغيزې له امله څه ناڅه بارانونه هم لري او وړى ئې ډير گرم او ژمى ئې سوړ او کم دوامه دي . موسمي بادونه خصوصاً د جوزا په مياشت کې چې د گرمي شدت هم زيات وي نسبت ټولو ميوه لرونکو ونو ته ښون مقاومت کولى شي . نو د دې سيمي د سمسورونو په خاطر هم د لږو ځمکو او بې ځمکو خلکو ته د کسب او کار پيدا کول او د هغو د ژوند د ښه کولو په خاطر ښون يوازيني مناسب او د توافق وړ نبات گڼل کيږي چې په هغه وچو شگلنو او د تيږو د ډکو دښتو څخه علمي او اقتصادي استفاده وشي .