ښاري سيمه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ښاري سیمه یا ودانه شوې سیمه د انسان استوګنځای دی چې د نفوس لوړ تراکم او د ودان شوي چاپېریال زېربنا لري. ښاري سیمې د ښاريتوب له لارې رامنځ ته کېږي او د ښاري مورفولوژي پر بنسټ په ښارونو، ښارګوټو، لویو ښارونو یا د ښار په لمنو طبقه بندي کېږي. په ښاريتوب کې دا اصطلاح د کلیوالي سیمو لکه کلیو او کوچنکلیو سره توپیر لري؛ په ښاري ټولنپوهنه یا ښاري انسان پېژندنه کې د طبیعي چاپېریال سره توپیر لري. د ښاري انقلاب په ترځ کې د ښاري سیمو څخه د مخکې ټولنو را منځ ته کېدل د دې لامل شوې چې د عصري ښار جوړونې سره سم انساني تمدن رامنځته شي چې د نورو بشري فعالیتونو په ګډون لکه د طبیعي زېرمو څخه ګټه اخیستنه په چاپېریال باندې د بشري اغېزو لامل شول. د "تراکم اغیزې" د ثابت جوړښت د زیاتېدونکو کچو د اصلي پایلو څخه ګڼل کېږي. دا د هغو شرایطو له امله دی چې په یوه ټاکل شوې سیمه کې د صنعتي فعالیت د لوړې کچې له امله رامنځته کېږي. خو بشري پانګې د پراختیا لپاره یو غوره چاپېریال په ورته وخت کې هم رامنځته کېږي. [1]
په ۱۹۵۰ کال کې د نړۍ ښاري نفوس یوازې ۷۴۶ مېلیونه و چې له هغه راهیسې په څو لسیزو کې ۳،۹ بېلیونو ته لوړ شوی دی. په ۲۰۰۹ کال کې د ښاري سیمو د اوسېدونکو شمېر (۳،۴۲ بېلیونه) د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو له شمېر (۳،۴۱ بېلیونه) څخه ډېر شو او له هغه وخت راهیسې نړۍ د کلیوالۍ په پرتله ښاري شوې ده. دا لومړی ځل و چې د نړۍ ډېری نفوس په ښار کې ژوند کاوه. په ۲۰۱۴ کال کې ۷،۳ بېلیونه وګړي په دې سیاره کې اوسېدل چې له هغې ډلې د نړۍ ښاري نفوس ۳،۹ بېلیون تنه و. په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو د نفوس څانګې وړاندوینه وکړه چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به ښاري نفوس ۶،۴ بېلیونو ته وده وکړي، چې د دې ودې ۳۷٪ به د دریو هېوادونو لکه چین، هند او نایجیریا څخه وي. [2][3][4][5]
ملګري ملتونه د ښارونو، ښاري سیمو او د کلیوالي سیمو په اړه معلومات خپروي، اما تقریباً په بشپړ ډول د دې سیمو په ولسي تعریفونو تکیه کوي. د ملګرو ملتونو اصول او سپارښتنې وايي چې په ټوله نړۍ کې د ښاري او کلیوالي سیمو د بېلابېلو ځانګړتیاو له امله نړیوال تعریف شونی نه دی.
ښاري سیمې د ښاريتوب د بهیر له لارې رامنځته کېږي او نوره وده کوي. ښاري سیمې د نفوس تراکم او ښاري پراخوالي د شننې په ګډون د بېلابېلو موخو لپاره محاسبه کېږي
د ښاري سیمې پرخلاف، ستر-ښاري سیمې نه یوازې ښاري سیمې لري بلکې واړه ښارونه او منځنۍ کلیوالي ځمکې هم پکې شاملې دي چې له ټولنیز-اقتصادي اړخه په ځانګړې توګه په تګ راتګ سره د شغلي اړیکو له لارې د سیمې له مرکزي ښار سره تړلې دي، چې د سیمې مرکزي ښار د کار لومړني مارکیټ په توګه ګڼل کېږي.
لکه څنګه چې د "ښاري سیمې" یو مفهوم په اقتصادي احصایه کې کارول کېږي نباید د "ښاري سیمې" له مفهوم سره ګډوډ شي چې د سړک د خوندیتوب په احصایه کې کارول کېږي. وروستی مفهوم د "سړک په خوندیتوب کې د ودانه سمیې" په نوم هم پېژندل کېږي. د ملي احصایې د ادارې د تعریف له مخې "ودانه سیمې هغه ځمکې ته ویل کېږي چې د ځانګړتیا له مخې نه بدلیدونکې ښاري وي، پدې معنی چې دوی د ښارګوټي یا ښار له ځانګړتیاوو څخه دي. په دې کې د ودانو شوو ځمکو هغه برخې شاملې دي چې لږ تر لږ ۲۰هکتاره (۲۰۰۰۰۰ مترمربع؛ ۴۹ جریبه) دي. هر هغه سیمې چې له غیر ښاري ځای څخه د ۲۰۰ مترو څخه کم غیر ودانه سمیه باندې جلا شي، د واحده ودانه سیمه په نوم یادېږي. [6]