ډيالېکتيک (مناظره)
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډياليکتيک له يوناني (διαλεκτική, dialektikḗ) څخه اخېستل شوی دی؛ په خبرو اترو پورې اړه لری. د جرمني کليمې (Dialektik) څخه اخېستل شوی، چې د ډياليکتيکي مېتود په توګه هم پېژندل شوی دی، چې د دوو يا له دوو نه د زياتو خلکو تر منځ وينا يا ليکنه ده ،چې د يوه فاعل په اړه بېلابېلې نظريې رانغاړي، مګر د استدلالي بحث په وسیله، د حقيقت د خپرولو هيله کوي. ډياليکټيک مباحثه يو شان کوي، مګر مفهموم د موضوعي عناصرو، لکه: احساساتي غوښتني او د فصاحت او بلاغت د سپکوونکي معاصر حس خنډ(مانع) ګرځي. ډياليکتيک کېدای شي، له جدي بحثونو (هغه بحث ته راجع کېږي، چې موخه يې د حقيقت د پلټنې په پرتله، د بل چا د استدلال يا بحث پر وړاندې په برياليتوب سره مناقشه کول وي) او تعليمي يا ادبي مېتود (چې د مباحثې يو اړخ بل ته ښوونه کوي) سره په مغايرت کې وي. ډياليکتيک د ستر منطق يا نیوکه کوونکي نظر پر خلاف، له کوچني منطق سره په مترادف ډول پېژندل کېږي. [1][2]
د هيګل (Hegel) په پلويتوب (Hegelianism) کې، د (dialectic) کليمه د هغو نظریو تر منځ د مغايرت ځانګړې معنا لري، چې د دوی په اړيکو کې د تعينوونکي عامل په توګه خدمت کوي. ډياليکتيک، د مادې اصالت يوه نظريه يا د نظرياتو ټولګه، چې په اصلي ډول د کارل مارکس (Karl Marx) او فریدريک انګلس (Friedrich Engels) په واسطه رامنځته شوه، هيګلي (Hegelian) ډياليکتيک ته يې د دودیز مادې اصالت له مخې بحثونو سره توافق ورکړ. د هيګل (Hegel) او مارکس (Karl Marx) منط په شلمه پېړۍ کې د دوو فيلسوفانو کارل پوپر (Karl Popper) او ماريو بنګی (Mario Bunge) په وسیله نقد شو.
ډياليکتيک هڅه کوي، چې د تدريجي تکامل یو پړاو استنباط کړي او په دې ډول په پخواني منطق کې په طبيعي ډول نه برابرېږي، مګر په شلمه پېړۍ کې ورته يو څه رسميت ورکړ شو. په پړاو باندې ټينګار، په ځانګړي ډول په هيګلي منطق او له دې نه زيات، په مارکسيستي منطق کې په نښه شوی دی، چې په ريښتيني نړۍ کې يې په اوږد مهال کې د تدريجي تکال لپاره د دليل ويلو هڅه وکړه.