From Wikipedia, the free encyclopedia
په بیولوژي کې د ټکسونومي کلیمه (د لرغوني یوناني ژبې له (taxis) 'ترتیب' او (nomia'مېتود' کیلمو نه اخیستل شوې) چې د ګډو ځانګړتیاوو پر بنسټ د بیولوژیکي ارګانیزمونو د نومولو، تعریف (ټاکلو) او ډلبندي کولو ساینسي مطالعه ده.
ارګانیزمونه د ټیکسا (مفرد: ټیکسون) په توګه وېشل شوي او هر ګروپ ته د ټیکسونومیک یوه ځانګړې درجه ورکول کېږي، د یوې ټاکلې درجې ګروپونو په راټولولو سره د لوړې مرتبې یوه پراخه ډله جوړېږي او په دې توګه د ټیکسونومیک ډلبندي رامنځ ته کوي.
په عصري علومو کې اصلي مرتبې ډومېن (Domain)، کینګډم (Kingdome)، فایلم (Phylum) چي ځینې وختونه په بوټپوهنې کې د فایلم پرځای د وېشنې ( Division) کلیمه هم کارول کېږي، طبقه ((Class، ترتیب (Order)، کورنۍ (Family)، جنس (Genus) او ډولونه (Species) دي. د سویډني بوټپوه کارل لینیوس د اوسني ټیکسونومي سیستم بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي، ځکه چې هغه د ژونديو موجوداتو د ډلبندۍ کولو او نومولو لپاره د دوو نومونو یو درجه بندي سیستم رامینځ ته کړی، چې د Linnaean Taxonomy په نوم پېژندل کېږي.
د بیولوژیکي سیستمونو په تیوريکي، اماري او تحلیلي ټیکنالوژۍ کې له پرمختګ سره سم، لینینین سیستم د عصري بیولوژیکي ډلبندۍ سیستم ته واوښت چې موخه یې د دواړو ژونديو موجوداتو او هغو موجوداتو چې منقرض یا له منځه تللي، ترمنځ د تکاملي اړیکو منعکس کول دي.
د ټیکسونومي دقیق تعریف، له یوې سرچینې نه تر بلې هغې یې توپیر لري، مګر بیا د نظم اصلي برخه یې تر ډېره سره ورته والی لري: د ژوندیو موجوداتو د ګروپ پېژندنه، نومول او ډلبندۍ ته وايي. بېلابېلو اخذ لیکونو ته په اشارې، د ټیکسونومي اړوند لاندې تعریفونه ورکړل شوي دی:[1]
د اصطلاحاتو ټوله ټولګه، د ټیکسونومي، سیستماتیکه بیولوژي، سیستماتیکس، بایوسیستماتیکس، ساینسي طبقه بندي، بیولوژیکي طبقه بندي او فیلوژینیتیک په ګډون، چې په ځینو وختونو کې متضاده معنا لري، کله ناکله یو شان، ځینې وختونه یو څه توپیر لري، مګر تل اړوند اوله یو بل سره تړلي دي، چې دلته د "ټکسونومي" په پراخه معنا کارول شوې. دا اصطلاح په ۱۸۱۳ ز کې د کېنډول نومي عالم له خوا وپېژندل شوه.[8]
ټېکسونومیک بیاکتنه یا ارزونه، په یوه ځانګړي ټکسون (د طبقه بندۍ واحد) کې د بدلون نوې ارزونه ده. دا ارزونه کېدای شي، د هر ډول شته کرکټرونو د ترکیب پر بنسټ ترسره شي، لکه: مورفولوژیکي، اناتوميکي، پالینولوژیکي، بایو کیمیکل او جینیتیک. مونوګراف یا بشپړه بیاکتنه، هغه بیاکتنه ده چې په یوه ځانګړي وخت کې د ورکړل شوو معلوماتو او د ټولې نړۍ لپاره جامع وي. نور (جزوي) بیاکتنې ممکن په دې معنا راونغاړل شي ،چې دوی ممکن یوازې د شته کرکټر سیټونو نه کار واخلي یا محدوده ځایي ساحه ولري. بیاکتنه د هغه ټیکسون دننه د فرعي ټیکسونو ترمنځ اړیکو کې بدلون یا نوی بصیرت رامنځ ته کوي چې، تر مطالعې لاندې وي، کوم چې ممکن د دې فرعي ټیکسون طبقه بندي کې بدلون، د نوي فرعي ټیکسا پېژندنه، یا د پخوانیو فرعي ټیکسا ادغام پایله ولري.[9]
د "الفا ټیکسونومي" اصطلاح، اوس په اصل کې د ټېکسا (Texa) د موندلو، تشرېح کولو او نومولو لپاره کارول کېږي، په ځانګړې توګه د ډولونو (Species)لپاره. په پخوانیو ادبیاتو کې، دغې اصطلاح مورفولوژیکي ټېکسونومي، او د ۱۹مې پېړۍ په پای کې د څېړنې محصولاتو ته په اشارې یوه بله معنا درلوده. ویلیم برټرم توریل د "الفا ټېکسونومي" اصطلاح، په (۱۹۳۵ او۳۷ ۱۹ز) کې د خپرو شوو مقالو په لړ کې معرفي کړه، چې په هغه کې یې د ټېکسونوم، د دسپلین د فلسفې او احتمالي راتلونکو لارښوونو په اړه بحث وکړ.[10][11][12]
د ټکسونومیستانو په منځ کې یوه زیاتیدونکې لېوالتیا شتون لري او هغه دا چې، خپلې ستونزې له پراخو لیدلورو نه په پام کې ونیسي، له خپلو سایټولوژیکي، ایکولوژیکي او جینیټیکي همکارانو سره د نږدې همکارۍ امکانات وڅېړي او دا ومني چې، د دوی له هدفونو نه ځینې بیاکتنې یا پرمختګونه،ښایي د سخت طبیعت او مېتودونه، کېدای شي د پام وړ وي ... توریل (۱۹۳۵ز) وړاندیز وکړ، چې د زړې ارزښتناکې ټېکسونومي د منلو په خوا کې، د جوړښت پر بنسټ او په اسانۍ سره د "الفا" نومونه، دا شونې کوي چې، د لیرې واټن ټکسونومي په پراخه کچه جوړه شي. د امکان تر حده د مورفولوژیکي او فیزولوژیکي حقایقو او په کوم کې چې "د ټولو مشاهدو او تجربوي معلوماتو لپاره ځای موندل کېږي، ان که په غیر مستقیم ډول، د اساسي قانون، فرعي وېش، اصل او د ډولونو او نورو ټکسونومیک ګروپونو چلند پورې اړه ولري". ایډیالونه کېدای شي وویل شي، هېڅکله په بشپړه توګه درک نه شي. په هرحال، دوی د دایمي محرکاتو په توګه د عمل کولو لوی ارزښت لري او که موږ د "اومیګا" ټېکسونومي ځینې، ان پېچلي مثالونه ولرو، موږ ممکن د یوناني الفبا نه لږ څه پرمختګ وکړو. له موږ نه ځینې په دې فکر کولو سره خپل ځان خوښوي، چې موږ اوس په "بیټا" ټکسونومي ګروپ کې ځای لرو. [12]
ټوریل په دې توګه په ښکاره ډول د الفا ټېکسونومي نه ځینې برخې لرې کوي، کوم چې هغه په ټولیزه توګه د ټکسونومي دننه شامل ګڼلي، لکه: ایکولوژي، فیزیولوژي، جینیټکاو سایټولوژي. هغه له الفا ټکسونومي نه د فیلوجینیک بیارغونه هم بهر کړه.[13] د تحقیقاتي او پېچلو کمپیوټري یا لابراتواري تخنیکونو په کارولو سره، وروسته لیکوالانو دا اصطلاح په یوه بل مفهوم (Delimitation of species) کارولې ده او په دې توګه، له (Species) نه د لوړې درجې طبقه بندي په توګه ارنسټ مییر په (۱۹۶۸ز) کې بیټا ټکسونومي ګروپ تعریف کړ.
د اړونده (Species) ګروپونو د تنوع او تکاملي اصل بیولوژیکي مفهوم په اړه پوهه د ټکسونومیک فعالیت د دویم پړاو لپاره خورا مهم دی، په اړونده ("ټکسا") ګروپونو کې د (Species) ترتیب او په دې ترتیب سره د لوړې ډلبندۍ رامنځ ته کول هغه څه دي، چې د "بیټا ټکسونومي" په نوم هم یادېږي.
مایکرو ټکسونومي او میکروټکسونومي
د ژوندیو موجوداتو په یوه ځانګړي ګروپ کې چې څنګه باید ډولونه تعریف شي، د عملي او نظري ستونزو لامل کېږي، چې د ډولونو ستونزې (species problem) ورته ویل کیږي. د ډولونو د تعریف کولو ساینسي کار، د مایکرو ټکسونومي په نامه یادېږي. یا میکرو ټېکسونومي د ګروپونو په لوړو ټېکسونومیک رتبو کې د فرعي جنس یا پورته مراتبو مطالعې ته ویل کېږي.[14][15][16]
په داسې حال کې چې ځینې مطالعات، د ټېکسونومیک تاریخ پخوانیو تمدنونو ته منسوبوي، خو واقعیت دا ده چې، د ژوندیو موجوداتو د ډلبندۍ کولو لپاره ساینسي هڅه، تر ۱۸مې پېړۍ پورې نه وه ترسره شوې. پخواني آثار په اصل کې تشرېحي او په هغو نباتاتو متمرکز وو، چې په کرنه یا طب کې ګټور وو. په دې ساینسي فکري طرز کې یو شمېر پړاوونه شته دي. ابتدايي ټکسونومي، په خپل سري معیارونو ولاړه وه، د نباتاتو لپاره د لینیوس جنسي ډلبندي سیستم په ګډون، هغه په یوڅه باور درلود ،چې دا له "مصنوعي سیستم" نه ډېر دي، چې د مصنوعي سیستمونو(artificial systems) په نامه یادېږي.[17][18]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.