From Wikipedia, the free encyclopedia
چسکي شټرنبېرک کلا (په چېکي: Hrad Český Šternberk) د گوتي سبک یوه کلا ده چې د چېک په جمهوريت کې د سازاوا سیند ته نژدې ترته ده. نوموړي کلا د ۲۰۰۸ کال څخه د چېک جمهوریت ملي یادگار دی.
عمومي مالومات | |
---|---|
اداري سیمه | |
هېواد | |
څښتن |
د تاريخي اثارو ډلبندي |
---|
د معماري سټایل | |
---|---|
بنسټګر |
د لیدونکو کلنی شمېر | |
---|---|
وېبپاڼه |
hradceskysternberk.cz (چېکي ژبه) |
کورډينېشن |
چسکي شټرنبېرک کلا په ۱۲۴۱ کال کې د چېکي اشراف Zdeslav z Divišova په هدایت (امر) جوړه شوه. په ۱۵ پېړی کې نوموړي کلا د شټرنبرک د اشرافانو په لاس کې وه. د شټرنبرک اشرافانو کاتوليکی دين تر سره کول او د چېکي واکمن یرژي پوديېبراد مخالفین ول. کله چې په بوهميایی واکمنی د ماتیاس کوروېن او یرژي پوديېبراد په منځ کې مذهبی جگړه پېل شوه نو Zdeněk Konopišťský ze Šternberka چې د چسکي شټرنبېرک کلا حکمران وو د یرژي پوديېبراد پر ضد یی قیام وکړ. خو په ۱۴۶۷ کال کې چسکي شټرنبېرک کلا د یرژي پوديېبراد لخوا ونیول شوه او Zdeněk Konopišťský ze Šternberka مجبور شو چې مجارستان ته ولاړ شی.کله چې یرژي پوديېبراد په ۱۴۷۱ کې له دنیا سترگی پټی کړی نو پولنډي کاتوليکي پاچا ولاديسلاف یاگيلون د چېکي پاچا په توگه د چېکي اشرافانو لخوا وټاکل شو. کله چې ولاديسلاف یاگيلون پر چېکې تخت کښېناست نو د شټرنبېرک اشرافانو ته چسکي شټرنبېرک کلا یی بيا ورکړه. په ۱۷۱۲ کال کې د شټرنبرک وروستي اشراف له دنیا سترگی پټی کړی . په ۱۹۴۹ کال کې چسکي شټرنبېرک کلا د چېک د حکومت لخوا ضبط شوه. او په ۱۹۵۸ کال کې دغه کلا د چېکي تاريخي یادگار په توگه اعلان شوه. نوموړي تاريخي يادگار د ۱۹۹۲ کال څخه د Zdeněk Šternberk بيا په لاس کې دي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.