چارلېس، د ويلز شهزاده
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلېس، د ويلز شهزاده (چارلېس فيليپ ارتور جورج، د ۱۰۴۸ز کال د نومبر په څوارلسمه زېږېدلی) د ملکې دويمې الزابت د مشر زوی په توګه د بریتانيې د تخت څرګند وارث دی. هغه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې څرګند وارث او د کارنوال ډوک او د روتسي ډوک دی، نوموړی د بریتانيې په تاريخ کې تر ټولو مشراو د اوږدې مودې لپاره د څرګند وارث په توګه کار کوي. هغه د اوږدې مودې لپاره د ويلز شهزاده دی چې دا منصب يې د ۱۹۵۸ز کال د جولای له مياشتې خپل کړی دی. د ۲۰۲۱ز کال د اپريل په نهمه نېټه د هغه د پلار شهزاده فيليپ تر مرګ وروسته، چارلېس د ايډنبرګ د ډوک د وارث لقب هم خپل کړ.[1][2][3]
چارلېس د پاچا شپږم جورج او ملکې الزابت لومړی لمسی دی چې د بکنګهم په ماڼۍ کې زېږېدلی دی. هغه په چيم او ګوردونسټن په ښوونځيو کې زده کړې کړې، د هغه پلار هم په ماشومتوب کې دې دواړو ښوونځيو ته تللی و. هغه وروسته د استراليا په ويکټوريا کې د جيلانګ ګرامر ښوونځي د تمبرټاپ په برخه کې يو کال تېر کړ. له کمبريج پوهنتون نه په فنونو کې د لېسانس سند له تر لاسه کولو وروسته، چارلېس له ۱۹۷۱ ز نه تر ۱۹۷۶ز کال پورې په شاهي هوايي ځواکونو او شاهي سمندري ځواکونو کې خدمت وکړ. په ۱۹۸۱ز کال کې هغه له ليډي ډيانا سپنسر سره واده وکړ، له هغې نه دوه زامن لري: وليام او هري. په ۱۹۹۶ ز کال کې، د دواړو له خوا له واده دباندې اړيکو له خپرېدو وروسته، د دواړو تر منځ طلاق رامنځ ته شو. له دې يو کال وروسته ډيانا په پاريس کې د موټر د ټکر له امله مړه شوه. په ۲۰۰۵ز کال کې، چارلېس د اوږدې مودې ملګرې کاميلا پارکر بولز سره واده وکړ.
د ويلز د شهزاده په توګه، چارلېس د ملکې په استازيتوب رسمي دندې تر سره کوي. هغه په ۱۹۷۶ز کال کې د « The Prince's Trust» بنسټ کېښود، د شهزاده خيريه چارو مالي ملاتړ کوي، له څلور سوو نه د زیاتو نورو خيريه او نورو سازمانونو ملاتړ کوونکی رئيس يا غړی دی. د ژوند چاپيريال د ماهر په توګه، چارلېس په څرګند ډول د طبيعي کروندګرۍ او اقليم د بدلون په اړه څرګندونې کړې دي، له همدې امله هغه د چاپيريال ساتنې د ډلو له خوا جايزې او پېژندنه تر لاسه کړې ده. غه له هوميوپيتي نه د ځای ناستي درملنې په توګه ملاتړ کوي چې د ډېرو نېوکو لاندې راغلې ده. په ټولنه کې د معمارۍ د ونډې او له تاریخي ودانيو نه د ساتنې په اړه د هغه اندونه د بریتانوي معمارانو او پر جوړښتونو د نيوکه کوونکو له خوا د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. له ۱۹۹۳ز راهيسې، چارلېس د معمارۍ فن سره د خپلې لېوالتيا پر بنسټ، هغه د «پاونډبري» په نوم د يوه نوي تجربوي ښار په جوړولو کار وکړ. هغه په خپله هم کتابونه لیکلي، يا يې له بل چا سره په ګډه کتابونه ليکلي دي.[4][5][6][7][8][9][10][11][12]