From Wikipedia, the free encyclopedia
پیروهنیزم(پیرهوپلوي)د فلسفي شکاکیت یو فکري مکتب دی چې له میلاد نه مخکې په څلورمه پېړۍ کې یې د پیرهو له خوا بنسټ کېښودل شو. دا مکتب د سکستوس امپریکوس د ارزښتناکه کارونو له امله ډېر مشهور دی چې له میلاد نه مخکې د دویمې پېړۍ په وروستیو او د درېیمې پېړۍ په لومړیو کې یې لیکنې کولې. [۱]
د الیس اوسیدونکی پیرهو (۳۶۰ – ۲۷۰ کاله مخکې له میلاد نه) او د هغه ښوونکی اناکزارکاس، ډیماکریتوس پلوه دواړو فیلسوفانو، د لوی سکندر له پوځ سره هند ته سفر وکړ چې ویل کېږي، هلته هغه له مجوسیانو او د هند له بربڼډ پلوه فیلسوفانو سره زده کړې کړې او په دې ځای کې د بودایي لارښوونو، په ځانګړې توګه د خلقت د درېو نښانو تراغېز لاندې راغلی دی. یونان ته په راستنېدو سره، پیرهو د فلسفې نوې کرښه پیل کړه چې د پیرهونیزم په نوم یادېږي. د پیرهو لارښوونې د هغه د زدکوونکي، تیمون د فیلوس اوسېدونکي، له خوا و لیکل شوې چې د هغه ډېرۍ آثار له منځه تللي. پیرهونیزم د فکري مکتب په توګه له میلاد څخه مخکې په دویمه پېړۍ کې د انیسیدیموس له خوا بېرته را ژوندی او بنسټ یې بیاځلې کېښودل شو. د پیرهونیزم په دې پړاو کې چې په انیسیدیموس پیل کېږي او د لړغونې زمانې وروستي پیرهونیست ساتونیسوس ته رسېږي، ډېری د "نوي پیرهونیزم" په نوم یادېږي. نور کسان بیا د "نوي پیرهونیزم" اصطلاح عصري پیرهونستانو لکه رابرت فوجلین ته کاروي. [۲][۳][۴][۵][۶]
په شپاړسمه پېړۍ کې د سکستوس امپریکوس د آثارو بیا رغونې او خپرېدلو، له پیرونیزم سره بېرته لېوالتیا راژوندۍ کړه.
پیرهونیزم د فلسفي شکاکیت تر ټولو پخوانۍ لوېديځه بڼه ده. د یوناني دود د نورو فلسفو، لکه: ستویسیزم، پیریپاتیتزم (د ارستو فلسفه) او ایپیکوریانیزم (د تجمل فلسفه)، سره یو ځای یودیمونیا (غوره روحیه) د پیرهونیستي فلسفي د ژوند موخه ده. د پیرهونیستانو له قوله، د ناڅرګندو موضوعاتو په اړه (د بېلګې په توګه، عقیده) د یوه کس نظر دی چې د غوره روحیې د درلودلو مخه نیسي. د ایپیکوریانیزم په اړه، پیرهونیزم د رواني آرامتیا لاسته راوړل (د برابرۍ حالت) د غوره روحيې د لاسته راوړلو د لارې په توګه ګڼي. رواني آرمتیا ته د ذهن د راګرځولو لپاره پیرهونیزم د ټولو ناڅرګند فرضیو په اړه د قضاوت ځنډ (epoché) وړاندې کوي. پیرهونیستان په دې اړه انکار کوي چې د سخت درېځه لیدلوري پیروان - چې د پیرهونیزم ټولې مخالفې فلسفې په کې ګډون لري - د ناڅرګندو موضوعاتو په اړه حقیقت موندلی دی. د هرې نا څرګندې موضوع لپاره، پیرهونیست د دې په اړه او په وړاندې په داسې ډول دلیلونه وړاندې کوي چې، یوه موضوع پای نه لري، نو په دې توګه باور ځنډوي چې د رواني آرمتیا یا اتراکسیا لامل کېږي. [۷]
لکه څنګه چې د پیرهونیزم موخه غوره روحیه ده، له دې امله د معرفت پېژندنې د استدلال، په ځانګړې توګه د معیار مسئله او په لویديځ کې د لومړي فلسفي مکتب په توګه چې له کُل څخه جز ته استدلال د ستونزې د تشخیص او د مونشهاوزن د دری ګونې فلسفي لیدلوري په برخه کې خورا مشهوره ده.
پیرهونیستان (یا پیرهونیستي کړنې) په درېو نورو برخو، لکه: افیتیک (د پریکړې ځنډ)، زیتیتیک (لټوونکي) یا اپوریتیک (تکذیب کوونکي) باندې وېشل کېږي. [۸]
د پیرهونیستي کړنو موخه د پریکړې ځڼد دي. په دې کې بنسټیزه کړنه د استدلال په وړاندې د استدلال کارول دي. په دې کې د مرستي لپاره، پیرهونیستي فیلسوفانو انیسیدیموس او اګریپا د استدلالونو یوه ټولګه را منځ ته کړه چې د "اصولو" یا "استعارو" په نوم یادېږي.
انیسیدیموس د لسو اصولو چې د انیسیدیموس د استعارو په نوم یادېږي، را منځ ته کړې دي. دا معلومه نه ده چې هغه خپله دا استعارې ترتیب کړې که یې د پخوانیو فیلسوفانو له آثارو تنظیم کړې دي. سکستوس امپریکوس دا اصول پخوانیو فیلسوفانو ته اړوند ګڼلې دي. لوریتیوس دا د انیسیدیموس اړوند ګڼلې دي. د پلوتراک له منځه تللی اثر (د پیرهو د لسو اصولو په اړه) داسې ښکاري چې، دا اصول پیرهو ته اړوند ګڼي. دا استعارې د پریکړې د ځڼډ لپاره دلیل وړاندې کوي، چې په لاندې ډول دي: [۹]
دا لس اصول په درېو نورو لوړو اصولو پورې تړاو لري:
دا دری د اړیکې په اصولو پورې اړه لري. [۲۰]
دا استعارې یا اصول د سکستوس امپریکوس له خوا د پیرهونیزم په طرحه کې وړاندې شوي دي. د سکستوس په وینا، هغوی یوازې له وروستیو شکاکیانو سره تړاوړ لري او د دیوجینس لایرتیوس له خوا د اګریپا اړوند ګڼل شوي دي: د اګریپا پنڅه استعارې په لاندې ډول دي: [۲۱]
د شخړو څخه د ترلاسه شو اصولو په بنسټ، موږ وینو چې د وړاندیز شوې موضوع په اړه د نه منلو وړ اختلاف په عادي ژوند او د فیلسوفانو ترمنځ شتون لري. له دې امله موږ د هېڅ شي د ټاکلو یا مدیریت کولو وړتیا نه لرو، او موږ د پرېکړې له ځنډ سره مخامخ کېږو. د لایتناهي تسلسل څخه په اخستل شوې تګلاره کې، موږ وایو چې هغه څه چې د وړاندیز شوي موضوع لپاره د قناعت د سرچینې په توګه وړاندې کېږي، په خپل ذات کې بلې سرچینې ته اړتیا لري، چې هغه پخپله بلې ته اړتیا لري، او همدارنګه دا لړۍ تر لایتناهي پورې دوام کوي، نو زموږ لپاره د یو شي د ثابت کولو په اړه د پیل هېڅ کوم ټکی شتون نه لري او دا د پرېکړې د ځنډ لامل کېږي. لکه څنګه چې موږ پورته وویل، له نسبي حالت څخه په اخستل شوې تګلاره کې شته شی ښکاري چې د پرېکړه کوونکې موضوع سره او د هغې سره د یوځای مشاهده شوو شیانو سره په یو ډول تړاو ولري، مګر موږ د هغه څه په اړه پرېکړه ځنډوو چې په خپل طبیعت کې سره ورته وي. موږ د فرضیې څخه تګلاره هغه وخت لاس ته راوړو چې سخت دریځه مفکوره، په لایتنهاهي توګه په اند کې نیولو سره، له هغه څه پیل وکړي چې دوی یې ثابت نه کړي خو د ساده فرضیې په اند کې نیولو او د امتیاز لپاره بې ثبوته ادعا وکړي. متقابل حالت هغه وخت رامنځ ته کېږي چې هغه څه چې د څېړونکي شي د تایید کوونکي په توګه کار کوي، باید د څېړونکي شي له خوا قانع کوونکی وګڼل شي، نو بیا، کله چې یو و نه شي کولای بل ثابت کړي، موږ د دواړو په اړه پرېکړه ځنډوو. [۲۲]
دې پنځو استعارو ته په اشاره سره، چې لومړی او دریم یې د انیسیدیموس د پخوانیو لسو اصولو للنډیز دی. درې نورې په پیرهونیست نظام کې پرمختګ په ګوته کوي، چې د حس د خطا او د میتافیزیک (له طبیعت نه پورته) او مطلقو شرایطو له نظر څخه اخستل شوي دي.
د ویکتور بروچارد له قوله "پنځه استعارې د شکاکیت ترټولو بنسټیز او خورا کره جوړښت ګڼل کېږي چې تر اوسه وړاندې شوې دي. یا دوی لا تر اوسه بې سیاله پاتې دي."[۲۳]
د پیرهونیست د پریکړو بهیر د هغه د شرایطو پر بنسټ را منځ ته کېده چې پیرهونیستان یې د عمل د شرایطو په توګه په ګوته کوي او له باور څخه پرته د ژوند له عادي رژیم سره سم حواس د لاندې مواردو په بنسټ په نظر کې نیسي:
پیرهونیستانو ډېری ویناوې (په یوناني ΦΩΝΩΝ) ترتیب کړې ترڅو له کارپوهانو سره مرسته وکړي چې خپل ذهنونه د پریکړې ځنډ ته را واړوي اوهغه په لاندې ډول دي: [۲۵]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.