پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې پروت دی From Wikipedia, the free encyclopedia
پکتيکا د افغانستان يو سوېل ختیځ ولايت دی.
ژبې | |
---|---|
پلازمېنه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر |
۳۹۳٬۸۰۰[1] |
پکي شاملې اداري سیمې |
زرمت ولسوالۍ — برمل ولسوالۍ — ډيله ولسوالۍ — ګيان ولسوالۍ — ګومل ولسوالۍ — جاني خېل ولسوالۍ — مټه خان ولسوالۍ — نېکه ولسوالۍ — اومنا ولسوالۍ — سرحوزه ولسوالۍ — سروبي ولسوالۍ — شرن ولسوالۍ — تېروه ولسوالۍ — اورگون ولسوالۍ — وازه خوا ولسوالۍ — ورمامی ولسوالۍ — يحياخېل ولسوالۍ — يوسف خېل ولسوالۍ — زرغون ښار ولسوالۍ — زېروک ولسوالۍ |
رسمي ژبه | |
د حکومت مشر | |
اداري سیمه | |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
دپکتيکا ولايت شمال اوشمال لوېديز لوري ته دغزني ولايت او دلوېديز لوري په يوه څنډه کې يې زابل ولايت او د د پاکستان هيواد دبلوچستان ايالت موقعيت لري. جنوب اوجنوب لوېديزته له شمالي اوجنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري. پکتيکا ولايت له پاکستان هېواد سره د 360 کيلومتره اوږده پوله لري. مساحت: 36360 کيلومتره مربع.
ديوې تقريبي احصايې له مخې په پکتيکا کې (430000) او د واکسيناسيون دگروپونو دسروې له مخې دپکتيکا نفوس شاوخوا (870000) کسان دي، ددې تر څنگ په پکتيکا کې دکوچي قومونو پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کورنۍ داوړي په موسم کې استوگنه کوي.
په پکتيکا ولايت کې لاندې لوی قومونه او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي:
په پکتيکا کې لوی قومونه لومړۍ سلېمانخېل او بيا خروټي دي چې سلېمانخېل يې ډېری په کټواز کې او خروټي قوم يې په سرروضه، سروبی، اومنه، چهاربران، گومل، برمل، شکين او ارگون ولسواليو کې استوگن دي. ارگوني قوم يې يوازې په ارگون کې د خروټو او ځدراڼو سره يوځای مېشت دي. ځدراڼ يې په گيان، زېړوک، نکه او ارگون کې ژوندکوي. علي خېل يې په مرکز ښرنه او يوسف خېلو کې. اندړ يې په مرکز او مټاخان کې او همداشان دېگان يا تاجک قوم يې يوازې په مرکز، او وزير يې يوازې په برمل او شکين کې اباد دي. او همدا رنگه کوچيان يې په بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي.
د پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو د کليو شمېر (2370) دی او د مرکز په گډون يې هره ولسوالۍ قومي شورا لري.
پکتيکا په گڼو پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه او ځنگلونه لري چې خلک يې د کارېزونو او خوړونو د اوبو ترڅنگ په ژورو څاه گانو خپلې کرنيزې ځمکې اوباغونه خړوبوي. په پکتيکا کې غنم، جوار، اوربشې للمي رېشکې، شفتلې، او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره د بېلا بېلو مېوو اوسبزيو پالېزونه لري. په غرونو کې يې د سون او په نجارۍ کې د استعمال د لرگيو گڼ ځنگلونه لري چې مېوه جات يې د پکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه د باندې هم صادرېږي.
په پکتيکا کې پښتو او دری ژبې ويل کيږي.
په پکتيکا کې ډېرتاريخي ځايونه شتون لري، چې له دې جملې څخه د پکتيکا ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ يادولی شو چې دغه غونډۍ د اسلام نه وړاندې د زمرد وخت تاريخ لري او د پخوانيو خلکو له قوله ويل کېږي چې په دې غونډۍ د پطني په نامه يوې مشهورې مېرمنې قبيله اباده وه، او د حضرت علي (رض) په راتگ سره له دې ځايه څخه د اسلام خورېدل پيل شول.
دې ته ورته د پکتيکا ولايت په نورو سيمو کې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې د گومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده او د خروټو د قوم له پيدايښت سره تړاو لري ځکه چې گومل د ټولو خروټو (مور) ده له همدې ولسوالۍ څخه د خروټو د نسل شجره راپيل شوې ده.
د سيمې يو ليکوال وايې، چې د گومل په اړه د سلطان محمود غزنوي په وخت کې د پوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې د گومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله چې خاوند يې د هندوستان د فتح کولو لپاره تللی وو او دغه افسر خالو نومېده.
که د خالو لښکرې راغلې زه به گومل ته د خپل يار ديدن ته ځمه
نجاري، اهنگري، ټغر او ليمڅي جوړولو سربېره ځينې نورې کوچنۍ لاسي صنايع هم لري.
په پکتيکا کې زيات مشهور زيارتونه اوځايونه شتون لري چې په لاندې ډول دي:
غنې ابا زیارت چې په ګومل والسوالۍ کې واقع دی.
او يو شمېر نور مشهورځايونه شته.
نېزه بازي، خوسی، کريکټ، واليبال، فوټبال ، بېډۍ، او داسې نورې...
سليمان لايق، مقتصد ستړی ، عبدالمصور درمل، خيال محمد کټوازی، امير محمد منصوري، محمد نعيم نسيم زئ، غلام جان زرغون، استاد حاجي محمد مير، عبدالرحمن غضري، مولوي محمد نبي حق پرست، سلطانخېل، استاد صادق خوارمل، خالد ريحان،
بختيار ځدراڼ، عبدالجبار عابد، عبدالرحمن اندړ، مولوي اسدالله، مولوي بشېر مدني، محمد ياسين ياسين،
يعقوب خان منظور
محمدالله همت يار
اکبر راحل
ثمرګل ثمر
منور مبارز
عبدالباري نعيمي،
او يوشمېر نور ليکوالان اوشاعران موجود دي.
په پکتيکا ښار او ولسواليو کې دځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات اوکلتور رياست له عامه کتابتون، شال کتابپلورنځي، دپښتون غږکتابخانه ، د غازې ادې عامه کتابتون، د ښوونځيو اولېسو کتابخانو سربېره او يوشمېر نورو وړو کتابتونونو څخه دمطالعې مينه وال استفاده کوي.
په پکتيکا کې دا مهال يوه دولتي پکتیکا ملي راډیو تلویزیون او یو شمېر نورې خصوصي مېلمه راډيو، پښتون غږ، تلوسه، یاران ايف ايم، او راډيوګانې فعاليت ترسره کوي. همدا رنګه په دې ولايت کې يوه چاپي رسنۍ د کټواز مهالنۍ په نوم فعاليت لري.
په پکتيکا کې دوې د لوړو زده کړو مؤسسې او ترڅنگ يې درې انسټېټيوټونه چې دوه يې دولتي او يو د ډاکټر عبدالکبير د روغتيايي علومو انسټېټيوټ فعاليت لري پر دې سربېره څلور خصوصي ښوونځي التنسيق خصوصي ښوونځی، محمود ايوبي خصوصي ښوونځی، اقرأ خصوصي ښوونځی او [2]يو ښوونيز مرکز شتون لري، چې نومونه يې دي. 1- د پکتيکا پوهنتون"د پکتيکا عالي دارلمعلمين 2- لمرښوونيزمرکز 3- شال
په پکتيکا کې نږدې شاوخوا 332 ښوونځي دي 259 يې لمړني شوونځي، 36 منځني، 31 يې لېسې او 12 يې ديني مدرسې دي. يوه خصوصي ليسه لري. او دټولو ښوونکو شمېريې 3300 تنه دي چې يوازي 200 تنه يې رسمي دي.
په ټولو دولتي اوخصوصي ښوونځيو کې تقريباً ... انجونې اوهلکان درس وايې، چې د زده کونکو نهمه برخه يې انجونې دي.
پکتيکا ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.
چلغوزه
.
پکتيکا د جلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، او مڼي، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران او سرروضه کې موجودې دي. انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.
اهلی: وزې، ميږې،غوايي اوغوا، ميښې، خر، کچرې، چران او ..
وحشي: د پکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره او ډول ډول وحشي حيوانات لکه پړانگان، زمري، لېوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو، خو په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت د څو ولسواليو چې غرونه يې وهل شوی په غرونو کې د حيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيمو کې په نشت حساب دي، د پکتيکا ولايت په لرې پرتو سيمو او د ښار په شاوخوا سيمو کې خلک زيات مالونه لري.
پکتيکا ډېرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمې، د مسو زيرمې، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.
پکتيکا د جلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، اومنې، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران او سرروضه کې موجودې دي. انگور په مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼې او زردالو يې نږدې په ټولو سيمو کې موجود دي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.