پوزیټویزم (مثبت پالنه)
From Wikipedia, the free encyclopedia
پوزیټویزم یوه تجربه پالونکې فلسفي نظریه ده او په دې باور ده، چې ټوله ریښتینې پوهه (علم) یا د تعریف له مخې یا هم د مثبتې معنا پر اساس ریښتیا وي، یعنې د هغو وروستیو حقیقتونو په معنا ده، چې د عقل او منطق په وسیله له حسي تجربې نه ترلاسه کېږي. د یوې پوهې (علمیت) نورې لارې، لکه: الهیات، میتافزیک، ادراک یا انټروسپیکشن رد یا بې معنا ګڼل کېږي. [1][2]
که څه هم د غربي افکارو په تاریخ کې پوزیټویستي نظریه یوه تکراري موضوع وه، اوسنی پوزیټویزم د لومړي ځل لپاره د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د اګوست کنت په وسیله بیان شو. د هغه د ټولنپوهنې اړوند پوزیټویزم مکتب په دې باور دی، چې ټولنه لکه د فزیکي نړۍ په څېر د عمومي قوانینو په اساس عمل کوي. له اګوست کنت نه وروسته د منطق، روانپوهنې، اقتصاد، تاریخپوهنې او نورو فکري برخو کې د پوزیټویزم اړوند ښوونځي رامنځته شول. په عمومي توګه پوزیټویستانو هڅه کوله، چې په خپلو اړوندو برخو کې علمي مېتودونه معرفي کړي. د ۲۰مې پېړۍ له پیل راهیسې پوزیټویزم د علمي کېدو، کمولو، ډېر عمومي کولو او میتودولوژيکي محدودیتونو اړوند ادعاوو له امله په کمه اندازه د نورو انتقادي او د پوزیټویستانو ضد تیوریستانو تر انتقاد لاندې راغلي دي.[3][4][5]