د متحده ايالاتو نامنسجمه سيمه From Wikipedia, the free encyclopedia
پورټو ریکو چې په رسمي دول د پورټو ريکو ټولګټو په نوم يادېږي، په کرابيين کې يو ټاپو او د متحده ايالاتو نا اړونده سيمه ده. د کرابيين سمندر په شمال ختيځ کې شا او خوا ۱،۰۰۰ ميله (۱،۶۰۰ کيلو متره) لرې د ميامي او فلوريډا په سويل ختيځ کې پرته ده.
په نوم د | |
---|---|
پلازمېنه | |
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر |
۳٬۲۸۵٬۸۷۴[3][4] — ۲٬۳۵۸٬۰۰۰[5] — ۲٬۳۹۹٬۷۲۲[5] — ۲٬۴۵۰٬۳۲۲[5] — ۲٬۵۰۴٬۵۳۰[5] — ۲٬۵۵۴٬۰۶۶[5] — ۲٬۵۹۴٬۰۰۰[5] — ۲٬۶۲۴٬۹۹۵[5] — ۲٬۶۴۵٬۶۷۴[5] — ۲٬۶۶۲٬۰۶۴[5] — ۲٬۶۸۴٬۱۵۰[5] — ۲٬۷۱۸٬۰۰۰[5] — ۲٬۷۶۲٬۱۹۰[5] — ۲٬۸۱۷٬۲۵۶[5] — ۲٬۸۷۸٬۷۸۶[5] — ۲٬۹۳۹٬۲۹۹[5] — ۲٬۹۹۴٬۰۰۰[5] — ۳٬۰۴۳٬۸۵۴[5] — ۳٬۰۸۸٬۶۹۰[5] — ۳٬۱۲۹٬۴۲۱[5] — ۳٬۱۶۸٬۰۸۸[5] — ۳٬۲۰۶٬۰۰۰[5] — ۳٬۲۴۲٬۵۵۲[5] — ۳٬۲۷۷٬۴۵۳[5] — ۳٬۳۱۱٬۱۳۸[5] — ۳٬۳۴۴٬۱۹۰[5] — ۳٬۳۷۷٬۰۰۰[5] — ۳٬۴۰۹٬۵۵۴[5] — ۳٬۴۴۱٬۸۵۰[5] — ۳٬۴۷۳٬۸۹۸[5] — ۳٬۵۰۵٬۶۵۰[5] — ۳٬۵۳۷٬۰۰۰[5] — ۳٬۵۶۲٬۱۱۰[5] — ۳٬۵۸۵٬۱۷۶[5] — ۳٬۶۱۵٬۴۹۷[5] — ۳٬۶۴۹٬۲۳۷[5] — ۳٬۶۸۳٬۱۰۳[5] — ۳٬۷۲۴٬۶۵۵[5] — ۳٬۷۵۹٬۴۳۰[5] — ۳٬۷۸۱٬۱۰۱[5] — ۳٬۸۰۰٬۰۸۱[5] — ۳٬۸۱۰٬۶۰۵[5] — ۳٬۸۱۸٬۷۷۴[5] — ۳٬۸۲۳٬۷۰۱[5] — ۳٬۸۲۶٬۰۹۵[5] — ۳٬۸۲۶٬۸۷۸[5] — ۳٬۸۲۱٬۳۶۲[5] — ۳٬۸۰۵٬۲۱۴[5] — ۳٬۷۸۲٬۹۹۵[5] — ۳٬۷۶۰٬۸۶۶[5] — ۳٬۷۴۰٬۴۱۰[5] — ۳٬۷۲۱٬۲۰۸[5] — ۳٬۶۸۶٬۵۸۰[5] — ۳٬۶۵۱٬۵۴۵[5] — ۳٬۶۱۵٬۰۸۶[5] — ۳٬۴۷۴٬۱۸۲[6] — ۳٬۴۱۱٬۳۰۷[7] — ۳٬۱۹۳٬۶۹۴[8] — ۶۰۰٬۲۳۳[9] — ۳٬۷۲۵٬۷۸۹[10] |
پکي شاملې اداري سیمې |
Peñuelas (en) — Aguadilla (en) — Arroyo (en) — Caguas (en) — Fajardo (en) — Guaynabo (en) — Utuado (en) — Mayagüez (en) — Salinas (en) — Arecibo (en) — Manatí (en) — Vieques (en) — Bayamón (en) — Cataño (en) — Culebra (en) — San Lorenzo (en) — Ponce (en) — Maunabo (en) — Río Grande (en) — Carolina (en) — Cabo Rojo (en) — Guánica (en) — Trujillo Alto (en) — San Germán (en) — Rincón (en) — Loíza (en) — Adjuntas (en) — Guayama (en) — Corozal (en) — Coamo (en) — Barceloneta (en) — Quebradillas (en) — Gurabo (en) — Vega Baja (en) — Dorado (en) — Comerío (en) — Toa Baja (en) — Florida (en) — Moca (en) — Cayey (en) — Isabela (en) — Humacao (en) — Guayanilla (en) — Hormigueros (en) — Canóvanas (en) — Aguas Buenas (en) — Juana Díaz (en) — Camuy (en) — Añasco (en) — Hatillo (en) — Sabana Grande (en) — San Sebastián (en) — Toa Alta (en) — Ciales (en) — Cidra (en) — Santa Isabel (en) — Barranquitas (en) — Aibonito (en) — Patillas (en) — Naranjito (en) — Morovis (en) — Maricao (en) — Vega Alta (en) — Naguabo (en) — Yauco (en) — Aguada (en) — Las Piedras (en) — Lares (en) — Lajas (en) — Luquillo (en) — Jayuya (en) — Villalba (en) — Ceiba (en) — Juncos (en) — Yabucoa (en) — Las Marías (en) — Orocovis (en) — San Juan (en) |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
کورونو شمېر |
۱٬۲۰۵٬۷۴۹[12] |
وګړنوم |
Puerto Ricaan[13] — Porto Ricaan[13] — Puerto Rican — puertorriqueño — boricua — porto-riqueny, porto-riquenya; porto-riquenys, porto-riquenyes — פוארטו ריקני — פוארטו ריקנית — পুয়ের্তো রিকান — portoricano — portoricana — portoricani — portoricane — portoricain — portoricaine — Porto-Rikano — Puerto Ricó-i — portorriqueño |
فزیکي ځای | |
اداري سیمه | |
هېواد |
مهمې پېښې |
---|
د ځای کچه |
---|
برخه د |
Hispanic America (en) [14] — US Caribbean (en) — Caribbean Islands (en) — Greater Antilles (en) — لاتينه امريکا — کارابين |
---|
وېبپاڼه |
pr.gov (اسپانيايي ژبه) |
---|---|
کورډينېشن |
د ټولګټو دا دولت د ډومينيکن جمهوريت او متحده ايالاتو د «ويرجن اي لینډز» تر منځ پروت د يو مجمع الجزائر بڼه لري چې د سترو انتيلونو (ستر ټاپوګان دي) په منځ کې پروت دی، په دې کې د همدې نوم مرکزي ځمکې او ګڼ نور کوچني ټاپوګان شته، لکه مونا، کوليبرا او وايکس. نږدې درې اعشاريه دوه ميليونه اوسېدونکي لري پلازمېنه او مشهور ښار يې سان جوان دی چې تر ټولو زيات نفوس لري. اسپانوي او انګريزي د حکومت د اداري برخې رسمي ژبې دي، خو اسپانوي پکې زیاته ده.[15][16][17]
پورټو ريکو کې له ۲۰۰۰ څخه نيولې تر ۴،۰۰۰ کلونو پخوا يو پر بل پسې د اصلي اوسېدونکو ژوند پيل شوی. په دوی کې « Ortoiroid, Saladoid» او « Taíno» شامل وو. په ۱۴۹۳ز کال کې د کرسټوفر کولمبس له رسېدو وروسته دا سيمه اسپانيې ونيوله. پورټو ریکو لپاره نورو اروپايي قوتونو هم هڅه وکړه، خو د راتلونکو څلورو پېړيو لپاره د اسپانيې په واک کې و. په بنسټيز ډول د کينري ټاپوګانو او اندلس سره اړيکه لرونکي افريقايي مريانو او اوسېدونکو په راتګ سره د دې ټاپو کلتوري او نفوسي انځور تر ډېره بريده بدل کړ. د نوي اسپانيې او پيرو په څېر د شتمنو مستعمرو په پرتله د اسپانوي سترواکۍ په داخل کې، پورټو ريکو د دويمې درجې خو ستراتيژيکه دنده تر سره کړه. د نولسمې پېړۍ تر پاي پورې، د پورټو ريکو يوه جلا پېژندګلو راڅرګنده شوه، د کوم محوريت چې د سيمه ييزو، افريقايي او اروپايي عناصرو د ګډولې په شا او خوا راڅرخېدو. په ۱۸۹۸ز کال کې، د اسپانوي –امریکايی جګړې څخه وروسته، متحده ايالاتو پورټو ریکو تر لاسه کړ.[18][19][20][21][22][23]
له ۱۹۱۷ز کال راهيسې د پورټو ريکو اوسېدونکي د متحده ايالاتو اتباع دي او دوی کولای شي د دې ټاپو او اصلي ځمکو تر منځ په ازادانه ډول لاړ او راشي. په هر حال، د يوې نااړوندې سيمې د اوسېدونکو په توګه، د پورټو ريکو اوسېدونکي په ملي کچه د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې دي، ولسمشر يا مرستيال ولسمشر ته رايه نه شي ورکولای او عموماً فدرالي عايد ماليات هم نه تاديه کوي.د نورو څلورو سيمو سره په شریکه، پورټو ريکو کانګريس ته له رايې پرته يو استازی ليږي او د ولسمشر په مقدماتي ټاکنو کې ګډون کوي؛ له دې امله چې دا يو ايالت نه دی، پورټو ريکو د متحده ايالاتو په کانګريس کې رايه نه لري، متحده ايالات دا سيمه د ۱۹۵۰ز کال د پورټو ریکو فدرالي اړيکو قانون سره سم اداره کوي. د پورټو ريکو استازولي په فدرالي ډول په جرګه کې يواځې د يو بې رايې غړي له خوا کېږي چې استوګن کميشنر يې بولي. متحده ايالاتو په ۱۹۵۲ز کال کې يو سيمه ييز اساسي قانون تصويب کړ، په دې ډول يې د متحده ايالاتو هغو اتباعو ته چې په دې ټاپو کې ژوند کوي، اجازه ورکړه چې يو والي وټاکي. د پورټو ريکو اوسنی او راتلونکی سياسي حيثيت په پرله پسې ډول د يو مهم بحث موضوع ده.[24][25][26][27][28][29]
د شلمې پېړۍ په منځ کې، د متحده ايالاتو حکومت له پورټو ريکو د صنعتي ودې شرکت سره يو ځای يو لړ اقتصادي پروژې پر لار واچولې، څو پورټو ريکو د لوړ عايد په يو صنعتي اقتصاد بدل کړي. د پيسو نړيوال وجهي صندوق دا سيمه په يو پرمختللي، د لوړ عايد اقتصاد کې د يو مترقي هېواد په توګه ډلبندي کړی دی؛ د بشري ودې شاخص يې څلوېښتمه درجه کې ده. د پورټو ريکو د اقتصاد اصلي پر مخ وړونکي د ماشینونو په مټ توليدات (په بنسټيز ډول درمل جوړول، پيترو شيمي او برېښنايي وسايل) له هغې وروسته يې د خدماتو صنعت ځای لري (يعنې ګرځندويي او ميلمه پالنه).[30][31]
پورټو ریکو اسپانوي ټکی دی معنا يې ده «شتمن بندر». د پورټو ريکو اوسېدونکې عموماً دې ټاپو ته د د بورينکون نوم ورکوي چې له « Borikén» څخه اخیستل شوی، د دې ځای بومي نوم تاينو دی چې معنا يې ده «د زړور رب ځمکه». بوريکوا او بوريکانو اصطلاحات په عام ډول د پورټو ريکو په مېراث کې د يو چا د پېژندګلو لپاره کارول شوي دي او په ترتيب سره له « Borikén» او « Borinquen » څخه اخیستل شوي. په اسپانوي ژبه کې دا ټاپو د « la isla del encanto» په نوم هم پېژندل کېږي چې معنا يې ده «د لېوالتيا ټاپو».[32][33][34][35][36][37][38]
کولمس د « Saint John the Baptist» په وياړ د دې ټاپو نوم «سان جوان بوټيسټا» کېښود، په داسې حال کې چې پلازمېنه يې د «سيوډاډ ډي پورټو ريکو» («شتمن بندري ښار») نومېږي. بالاخره سوداګرو او سمندري سیلانيانو به دا ټول ټاپو د پورټو ريکو په نوم يادوله، په داسې حال کې چې سان جوان مرکزي سوداګريز/د بېړۍ لنګرګاه بندر او پلازمېنې لپاره کارېدونکی نوم وګرځېد.
د ۱۸۹۸ز کال د پاريس له تړون وروسته متحده ايالاتو د دې ټاپو نوم بدل او پورټو ریکو يې کېښود. انګليسي شوی نوم يې د متحده ايالاتو د حکومت او شخصي ادارو له خوا کارېده. په ۱۹۳۱ز کال کې، د « Félix Córdova Dávila» له خوا کانګریس ته د ګډې پریکړې له مخې د دې نوم وړاندیز وشو، چې یو ځل بیا په پورټو ريکو واړول شو.[39][40][41][42][43]
په اسپانوي ژبه کې د دې سېمې رسمي نوم « Estado Libre Asociado de Puerto Rico» (د پورټو ریکو ازاد اړوند ايالت) دی، په داسې حال کې چې په انګريزي ژبه کې يې رسمي نوم « Commonwealth of Puerto Rico» دی.[44]
د دې مجمع الجزاير لرغونی تاريخ چې اوس پورټو ريکو دی په کره ډول نه دی څرګند. په نوې نړۍ کې د نورو اصلي کلتورونو په خلاف (ازټيک، مايا او انکا)، کومو چې د خپلو ټولنو د لرغون پېژندنې او فزيکي شواهد پرېیښي دي، د پورټو ريکو د لومړي نفوس ډېرې کمې بېلګې او شواهد پاتې شوي دي. د استعمار د دورې ډېر کم لرغوني اثار او لومړي اسپانوي روايتونه ټول هغه څه وړاندې کوي چې د دوی په اړه ويل کېږي. د پورټو ریکو د تاریخ په اړه لومړی ټولشموله کتاب په ۱۷۸۶ز کال کې « Fray Íñigo Abbad y Lasierra» لیکلی و، دا کتاب په دې ټاپو باندې د لومړيو اسپانيو له ښکته کېدو نږدې درې پېړۍ وروسته لیکل شوی دی.[45]
تر ټولو لومړي استوګن يې «ارټايرايډ» خلک وو، کوم چې له سويلي امریکا له ځمکې ځکه د کډوالو امرياينډين ښکاريانو او کب نيونکو لرغونی کلتور پړا و. ځينې پوهان وړانديز کوي چې د دوی د استوګنې تاريخ تر ۴۰۰۰ کاله پورې رسېږي. په ۱۹۹۰ز کال کې په ويکيز ټاپو کې د لرغونو اثارو د کيندنو پر مهال د انسان پاتې شوني وموندل شول چې د « Puerto Ferro Man» نوم ورکړل شو، د کوم تاريخ چې شا او خوا ۲۰۰۰ مخزېږديز ته رسېدو. ارټويرايډ نې سيلډايډ له خپلو کورونو څخه بې ځايه کړل، دا هم د همدې سیمې يو کلتور و، کوم چې دې ټاپو ته د ۴۳۰ او ۲۵۰ مخزېږديزو کلونو په منځ کې راغلي وو.[46][47]
اګنيري قبيله په شمالي سويل امريکا کې سمندري «اورينوکو» له سيمې څخه د ۱۲۰ او ۴۰۰ز کلونو په منځ کې پورټو ريکو ته کډواله شوې وه. «ارکيکو» او اګنيري» د څلورمې او لسمې پېړۍ تر منځ موده کې په دې ټاپو باندې په يو وخت موجود وو.
د اومې او يوولسمې پېړۍ تر منځ، په دې ټاپو د « Taíno» کلتور منځ ته راغلو. د اټکل تر مخې تر ۱۰۰۰ز کال پورې دا غالب وګرځېد. د کولمبس د رسېدو پر مهال، د يو اټکل سره سم له ۳۰،۰۰۰ څخه نيولې تر ۶۰،۰۰۰ پورې «ټاينو» امريکاينډين، د چا مشري چې « cacique» (مشر) « Agüeybaná» کوله، په دې ټاپو کې اوسېدل. هغوی دې ته بوريکن ويل، معنا دا چې «د زړور او ستر رب ستره ځمکه». اصلي اوسېدونکو يې په کوچنيو کليو کې ژوند کاوه، چې د هر يو مشري يې يو « cacique» (يعنې مشر يا ملک) کوله. هغوی خپل ژوند په ښکار او کب نيولو چې دا کار به عموماً نارينه وو کاوه، د دې تر څنګ يې د ښځو له خوا د کاساوا د وليو د راټولولو او تصفيه کولو او ميوو په مټ خپل ژوند پر مخ ووړ. دې حالت تر هغه وخته دوام درلود، کله چې په ۱۴۹۳ز کال کې کلمبس هلته ورسېد.[48][49][50]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.