په کوریا باندې د جاپان واکمني
From Wikipedia, the free encyclopedia
کوریا له ۱۹۱۰ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال کې پورې د جاپان د سترواکۍ د برخې په توګه اداره کېده. په ۱۸۷۶ زکال کې د جاپان او کوریا د هوکړې پر بنسټ د چیسون لړۍ واکمني د جاپان د نفوذ په سیمه کې شامله شوه؛ دغې هوکړې داسې یو پیچلی ائتلافي جوړښت رامنځته کړ چې له مخې یې د میجي دولت، پوځ او سوداګریزو چارواکو په بشپړه توګه له جاپان سره د کوریا د سیاست، ټولنې او اقتصاد په ادغام پیل وکړ – په واقعیت کې دغې چارې کوریا د جاپان برخه وګرځوله. په ۱۸۹۷ زکال کې د کوریا د سترواکۍ له اعلان کېدو وروسته دغه هېواد د جاپان او کوریا ترمنځ د ۱۹۰۵ زکال د هوکړې پر بنسټ د جاپان تر ملاتړ لاندې (تحت الحمایت) هېواد وبلل شو؛ له دې وروسته کوریا د جاپان له خوا په غیر مستقیمه بڼه په کوریا کې د جاپاني استوګن ګورنر جنرال له خوا اداره کېدله. جاپان په رسمي او اجباري بڼه په ۱۹۱۰ زکال کې د جاپان او کوریا د هوکړې پر مټ د کوریا د پخواني سترواک، ګوجونګ او د سترواک د نایب السلطنت سونجونګ پر ضد کوریا ځانته الحاق کړه. له الحاق وروسته جاپان په یو اړخیزه بڼه اعلان وکړ چې له دې وروسته د کوریا رسمي نوم چوسن (په جاپاني: 朝鮮) دی. دغه نوم په کوریا باندې د جاپان د واکمنۍ تر پایه په نړیواله کچه رسمیت درلود. په دې سره کوریا په کیجو (سیول) کې د چوسن د ګورنر جنرال له خوا اداره کېده. [1][2][3][4][5][6][7][8][9]
د جاپان حکومت د کوریا د جاپاني کولو چاره له خپلو لومړیتوبونو څخه وګڼله، د هغو صنعتي کولو ته یې چټکتیا ورکړه چې له ۱۸۹۷ زکال څخه تر ۱۹۰۷ زکال پورې د ګوانګمو د اصلاحاتو په دوره کې پیل شوې وه، عامه زیربنايي چارې یې ترسره کړې او همدارنګه یې د کوریا د خپلواکۍ خوځښت وځپه. په عامه زیربنايي چارو کې یې د اوسپنې د پټلیو جوړول (د ګیونګبکو پټلۍ، ګیئونګوی پټلۍ، ګیونګ وون پټلۍ او نورې) او همدارنګه د سړکونو او اصلي بندرونو پراختیا شامله وه چې له اقتصادي ودې څخه یې ملاتړ کاوه. د چوسن د ناخالصو داخلي تولیداتو کچه د چین او جاپان د دویمې جګړې وړاندې ۲۵ کلونو پر مهال د نایچي (مرکزي جاپان) د ۲.۳ سلنه ودې سره په پرتلې ۴.۲ سلنه زیاتوالی درلود. د ارام سمندر د جګړې پر مهال د چوسن او نایچي صنعتي وده او تولید نږدې مساوي کچې ته ورسېد. [10][11][12]
په کوریا باندې د جاپان واکمني د ۱۹۴۵ زکال د سپټمبر په دویمه نېټه په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان په تسلیمۍ سره پای ته ورسېده. ورپسې د متحده ایالاتو او شوروي ځواکونو دغه سیمه اشغال کړه. د دوی له خوا د کوریا ویش د کوریا ټاپو وزمه په دوه جلا حکومتونو او اقتصادي سیسټمونو ووېشله: شمالي ملکي اداره او په کوریا کې د متحده ایالاتو د پوځ نظامي حکومت. دغه اداري جوړښتونه له جګړې وروسته په ترتیب سره په دوه خپلواکو معاصرو هېوادونو؛ شمالي کوریا او سویلي کوریا واوښتل. جاپان په رسمي توګه د ۱۹۵۲ زکال د اپرېل په ۲۸مه د سانفرانسېسکو د هوکړې په لاسلیکولو سره په کوریا باندې له خپلو ادعاوو لاس واخیست.
په ۱۹۶۵ زکال کې د جاپان او سویلي کوریا ترمنځ د بنسټیزو اړیکو د هوکړې پربنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانۍ نابرابرې هوکړې په ځانګړې توګه ۱۹۰۵ او ۱۹۱۰ زکال ته اړوندې هوکړې د دغې هوکړې له لاسلیک څخه لا له وړاندې لغو او باطلې وګڼل شوې. په کوریا باندې د جاپان د واکمنۍ تفاسیر لا اوس هم په جاپان، شمالي کوریا او سویلي کوریا کې د بحثونو موضوع جوړوي. [13][14]