پراګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
پراگ ( په چیکی کې:Praha،په انگرېزي کې:Prague ) د چېک د جمهوریت پایتخت دی او د چېک تر ټولو لوی ښار دی. مساحت یی تقریبا ۵۰۰ کیلومتره مربع ده. په اوس وخت کې پراگ تقریبا ۱،۲ میلیونه نفوس لری. پراگ هم د چېک جمهوریت ثقافتی او سیاسی مرکز دی. په پراگ کې د چېک جمهوریت تر ټولو لوی هوایی اډه پرته ده. د پراگ د ترافیک ترانسپورت ډیر عصری دی.
پلازمېنه د |
چېک جمهوريت — چیکوسلواکيا — بوهمیایي واکمني — Duchy of Bohemia (en) — First Czechoslovak Republic (en) — Czech and Slovak Federal Republic (en) — Czechoslovak Republic (en) — Third Czechoslovak Republic (en) — Czechoslovak Socialist Republic (en) — Czech Socialist Republic (en) — سپېڅلې روم امپراتوري — سپېڅلې روم امپراتوري |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه | |
لقب |
|
مهمې پیښې |
|
---|
د ځای کچه |
۴۹۶٫۲۱ كيلومتر مربع[30] |
---|
جایزې |
|
---|
وېبپاڼه |
praha.eu (چيکی ژبه) |
---|---|
رقم الهاتف |
+420 800 100 000[32] |
پوسټکوډ | |
کورډينېشن |
پراګ د چیک جمهوریت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار او د بوهیمیا تاریخي پلازمېنه وه. د اولټاوا سیند پر غاړه پروت پراګ د ۱.۳ میلیون وګړو کور دی. دغه ښار معتدله اقیانوسي هوا لري چې دوبی په کې نسبتاً ګرم او ژمی یې سوړ وي.[34]
پراګ د مرکزي اروپا یو سیاسي، کلتوري او اقتصادي قطب دی چې د رومي، ګوتیک، رنسانس او باروک معمارۍ بډایه تاریخ لري. دغه ښارد بوهیمیا د پاچاهي پلازمېنه او د مقدس روم د سترواکۍ د ګڼو سترواکانو د اوسېدو ځای و، له هغې ډلې څلورم چارلیز (۱۳۴۶- ۱۳۷۸). دا ښار د هابسبورګ سلطنت او د اطریش-هنګري سترواکۍ لپاره یو مهم ښار و. دغه ښار همدا راز د بوهیمي او پروټسټانټ اصلاحاتو، دیرش کلنې جګړې او د ۲۰مې پېړۍ په تاریخ کې د دوو نړیوالو جګړو تر منځ د چیکسلواکیا د پلازمېنې او له کمونیستې دورې وروسته دوره کې د پام وړ رول لوبولی دی.[35][36]
پراګ د یو شمېر نامتو کلتوري جاذبو کور دی، چې زیاتره یې له شخړو او په اروپا کې د ۲۰مې پېړۍ له ویجاړیو نه روغ رمټ راوتلي دي. په دې جاذبو کې د پراګ کلا، د چارلیز پل، د زاړه ښار څلورلاره د پراګ له نجومي ګړۍ سره، د یهودانو کوارتر، پیترین غونډۍ او وایسیهراډ. له ۱۹۹۲ ز کال راهیسې، د پراګ تاریخي مرکز د یونیسکو د نړیوال میراث په سیمو کې شامل شوی دی.
دغه ښار له لسو زیات ستر موزیمونه او همداشان بې شمېره تیاترونه، ګالري، سینماګانې او نور تاریخي نندارتونونه لري. دغه ښار د یوه ډېر عصري او د پراخې شبکې لرونکي ترانسپورتي سیستم په مټ سره نښلول شوی دی. دا ښار د پراخو دولتي او شخصي ښوونځیو کوربه هم دی، له هغې ډلې په پراګ کې د چارلیز پوهنتون، چې په مرکزي اروپا کې تر ټولو زوړ پوهنتون بلل کېږي.[37]
پراګ د GaWC د څېړنو له مخې د «الفا» یا نړیوال ښار په توګه ډلبندي شوی دی. په ۲۰۱۹ ز کال کې، دا ښار د Mercer له خوا په نړۍ کې د ژوند کوونکو ښارونو په لړ کې په ۶۹ مقام راغی. په ورته کال کې، د PICSA شاخص دا ښار په نړۍ کې د ژوند کوونکو ښارونو په لړ کې په ۱۳ مقام راوستی و. د دې ښار بډایه تاریخ د دې لامل ګرځیدلی چې په یوه توریستي مقصد باندې بدل شي او له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې، دا ښار هر کال ۸.۵ میلیونه نړیوال سیلانیان لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې، پراګ په اروپايي ښارونو کې له لندن، پاریس، روم او استانبول وروسته تر ټولو زیات لیدل شوی پنځم ښار وګڼل شو.[38][39][40][41]