![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3f/Official_portrait_of_Petro_Poroshenko.jpg/640px-Official_portrait_of_Petro_Poroshenko.jpg&w=640&q=50)
پترو پروشنکو
From Wikipedia, the free encyclopedia
پترو اولکسیویچ پروشنکو (زېږون ۲۶ ډسمبر ز کال) اوکراینی سوداګر او سیاستوال دی چې له ۲۰۱۴ زکال څخه یې تر ۲۰۱۹ زکال پورې د اوکراین د پنځم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. پروشنکو له ۲۰۰۹ څخه ۲۰۱۰ زکال پورې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر او په ۲۰۱۲ زکال یې د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا د وزیر په توګه دنده ترسره کړې. له ۲۰۰۷ زکال څخه تر ۲۰۱۲ زکال پورې هغه د اوکراین د ملي بانک د شورا مشري هم پر غاړه لرله. هغه د ۲۰۱۴ زکال د مۍ د ۲۵ نیټې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۵۴.۷٪ رایو په خپلولو سره د ټاکنو په لومړي پړاو کې په اکثریث ټاکنې وګټلې او دویم پړاو ته د ټاکنو له تلو یې مخه ونیوله. پروشنکو د خپلې ولسمشرۍ پر مهال، هېواد د روسیې – اوکراین د جګړې د لومړي پړاو پر لور هدایت کړ او یاغي ځواکونه یې د دونباس سیمې ته وشړل. هغه له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو بهیر د اروپايي اتحادیې – اوکراین د هوکړې په لاسلیکولو پیل کړ.
پترو پروشنکو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۶ سپټمبر ۱۹۶۵[1][2][3][4] |
استوګنځای | کيېف ![]() |
تابعیت | ![]()
|
طبی کیفیت | ډايبېټېز مېلېټوز ![]() |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سوداگر ، سياستوال [5]، ډیپلوماټ ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | اوکرايني ژبه ، روسي ، انګليسي ژبه ، رومانيايي ژبه ، بلغاريايي ژبه ![]() |
ټوله شتمني | 1600000000 امريکايي ډالر (۲۰۲۱)[6] ![]() |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | په دونباس کې جګړه ، پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغل ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
د پروشنکو داخلي سیاست اوکرایني ژبه، ملت پالنه، په پراخه کچه کپیټلېزم، د کمونېزم له منځه وړل او او اداري غیرمتمرکزیت دود کړل. په ۲۰۱۸ زکال کې پروشنکو د اوکراین د خپلواکې ارتدوکس کلیسا له جوړېدو سره مرسته وکړه او اوکرایني کلیساوې یې د مسکو له پاتریاسالارۍ (اغېز) لرې کړې. د هغه ولسمشري په دریو ټکو کې راغونډېده چې هم یې ملاتړو او هم یې مخالفینو ترې ګټنه کوله: پوځ، ژبه، ایمان (اوکرایني کې: armiia, mova, vira ).[7]
پروشنکو د خپلې دویمې دورې لپاره د ۲۰۱۹ زکال د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ۲۴،۵٪ رایو په خپلولو؛ له خپل سیال ولادمیر زیلنسکي څخه ماته وخوړه. په ټولنه کې د کارپوهانو ترمنځ هېح داسې یو واقعي واحد نظر شتون نه درلود چې ولې پروشنکو ماته وخوړه؛ بېلابېلو نظریاتو شتون درلود چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال؛ د ملت پالنې تشدید، د فساد په له منځه وړو کې پاتې راتلل، د روسي ژب ویونکو سیمو نه په پام کې نیول او همدارنګه د لویدیځ پلوه سیاستوالو لکه اندری سادووی او د ګرجستان د پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي (چې وروسته له اوکراین وویستل شو) سره د هغه ستونزې او د روسیې د ملاتړي وکتور مدودچوک رامخته کېدل په کې شاملېدل. د آزادې اروپا راډیو یا راډیو آزادي او د فساد ضد فعال دنیس بیهوس پروشنکو او مدودچوک دواړه له یوبل سره «په مخفیانه چارو» تورن کړل.[8][9][10][11][12][13][14][15][16]
پروشنکو اوس مهال د ورخونا راډا (Verkhovna Rada) یا د اوکراین د پارلمان ولسي مرستیال او د اروپايي همبستګۍ د ګوند مشر دی. له دولت بهر، پروشنکو یو مخکښ اوکرایني الیګارش (پانګوال) دی چې له خپل کار او کسب څخه پریمانه عواید ترلاسه کوي. د هغه تر ټولو پېژندل شوي سوداګریز برنډونه روشن (Roshen) چې د ۲۰۲۱ ز کال په نومبر میاشت کې یې د هغو د پلورلو تر مهاله هغه ته د «چاکلېټو د پاچا» مستعار نوم ګټلی و؛ او د 5 kanal کانال په نوم خبري تلویزیوني چینل دی. [17]