پالرمو
From Wikipedia, the free encyclopedia
پالرمو ( /pəˈlɛərmoʊ, -ˈlɜːr-/ pə-LAIR-moh, -LUR- په ايټالوي ژبه [paˈlɛrmo] (اورېدل ) په سیسیلي ژبه: پالیرمو[paˈlɛmmʊ] په سیمهییز ډول هم د پالیمو یا پاليئموپه نوم یادیږي) په سویلي ايټالیا کې پروت ښار چې د سیسیلي د دواړو خپلواکو/خودمختاره سیمو پلازمېنه او د پالرمو مورنی ښار دی، دا ښار مورنۍ ولایت احاطه کوي. دې ښار د تاريخ، کلتور، معمارۍ او غوره خوړو د پېژندنې له امله چې د موجودیت په بهیر کې يې مهم رول لوبوي د خلکو پام ځانته اړولی؛ دا ښار ۲۷۰۰ کلن دی. پالرمو د سیسیل ټاپو په شمال لویديځه برخه او د پالرمو خليج ته څېرمه په ټیرنین سیند کې پروت دی. [1][2][3]
دا ښار له میلاد څخه مخکې په ۷۳۴ کال کې د فینیکیانو لهخوا د سیس (ګل) په نوم رامنځته شو. پالرمو وروسته د کارتاژ تر ولکې لاندې راغی. دوه یوناني مستعمرې رامنځته شوې چې په ټولیز ډول د پانورموس په نوم پېژندل کېږي؛ کارتاژیانو له ميلاد څخه مخکې تر پنځمې پېړۍ وروسته دا نوم پر خپلو سیکو کاروه. دا له زرګونو کلونو څخه زیات د پاناموس په توګه د روم امپراتورۍ او روم جمهوریت یوه برخه و. له ۸۳۱ کال څخه تر ۱۰۷۲ کال پورې کله چې دا ښار د لومړي ځل لپاره د سیسیل پلازمېنه شو د سیسیل په امارت کې د عربو تر واکمنۍ لاندې و. د دې وخت په بهیر کې دا ښار د بالارم په نوم پېژندل کېده. د نورمنیانو تر فتحې وروسته، پالرمو له ۱۱۳۰ څخه تر ۱۸۱۶ پورې د سیسیل پاچاهۍ په نوم د نوې پاچاهۍ پلازمېنه شو. [4][5]
د يورواسټاټ لهخوا د پالرمو د ښاري سیمې نفوس ۸۵۵۲۸۵ کسان اټکل شوی، حال دا چې ښاري سیمه يې د ۱.۲ میلیون کسانو له لرلو سره د ايټالیا پنځمه ښاري سیمه ده. د دې ښار په مرکزي سیمه کې شاوخوا ۶۷۶۰۰۰ کسان ژوند کوي. اوسېدونکي يې د پالرمیتاني یا په شاعرانه تعبیر پانورميټي سره پېژندل کېږي. وګړي يې په ايټالوي ژبه او د سیسیلي ژبې په پالرميتانوی ګړدود/لهجه خبرې کوي.
پالرمو د سیسیل کلتوري، اقتصادي او سيلاني پلازمېنه ده. دا ښار له موسیقۍ، هنر، کلتور او خوړو څخه غني دی. ډېری سیلانیان د دې ښار د جذاب مدیترانهیي اقلیم، خوړو او پېژندل شویو رسټورانتونو، کلیساګانو، ماڼيو او په رومي سبک جوړو شویو، باروک، ګوټیک او ارت نوا ودانیو او شپني ژوند او موسیقۍ له امله جذبېږي. پالرمو د سیسیل اصلي صنعتي او سوداګریز مرکز دی: چې سیلانیتوب، د خدماتو وړاندې کول، کرنه او سوداګري یې په اصلي صنعتي برخو کې شاملېږي. اوسمهال پالرمو یو د پاموړ پټ اقتصاد او یو نړیوال هوايي ډګر لري. پالرمو په حقیقت کې د کلتوري، هنري او اقتصادي لاملونو له امله د اروپا تر ټولو لوی مدیترانهيي ښار و او اوسمهال په ايټاليا او اروپا دواړو کې د سیلانیتوب تر ټولو غوره ځای دی. په دې ښار کې د عرب -نورمان پالرمو او د سفالو او مونرېله جامع کلیساګاڼې د یونیسکو د نړیوال تاریخي ميراث اصلي ځایونه دي. دا ښار همدارنګه په احتیاط د بیارغونې په حال کې دی او د يورو – مديترانهيي سیمې په یو لوی ښار بدلېدلو ته تياری نیسي. [6][7][8][9][10]
رومي کاتولیک مذهب د پالرماتین په کلتور کې ډېر مهم دی. د پالرمو ساتونکی پير سانټا روزاليا دی چې د جشن ورځ يې د جولای په ۱۵مه نمانځل کېږي. دا سیمه هر کال د پاموړ شمېر سیلانیان ځانته راجلبوي او د پالرمو په زړه کې د ووچېریا، بالرو او کېپو په نوم د ميوې، سابو او کباڼو د رنګارنګ بازارونو له امله په پراخه کچه پېژندل شوی دی. [11]