وینا ته د متن اړول
From Wikipedia, the free encyclopedia
د وینا مصنوعي تولید یا وینا ته د متن اړول (په انګلیسي: speech synthesis) په مصنوعي ډول د انساني وینا د تولید بهیر ته ویل کېږي. هغه کمپیوټري سیسټم چې د دغې موخې لپاره کارول کېږي ورته وینا تولیدونکی یا د وینا سینت سایزر (speech synthesizer) ویل کېږي چې کېدلای شي په سافټوېرونو او یا هارډوېرونو کې وکارول شي. په وینا باندې متن اړونکی سیسټم د یوې ژبې عادي متن په وینا اړوي؛ نور سیسټمونه یې بیا له ژبنیو سمبولیک جوړښتونو لکه له فونټیکي جوړښتونو کار اخلي. د دغه بهیر معکوس ډول وینا پېژندنه (speech recognition) ده. [1]
په مصنوعي ډول باندې د وینا تولید کېدای شي په یوه ډیټابېس کې د خبرو د ثبت شوو بېلګو د یوځای کېدو پر بنسټ وشي. سیسټمونه د ثبت شوو بېلګو د اندازو له مخې له یو بل سره توپیر لري؛ هغه سیسټمونه چې فونټیک غږونه او یا د هغو سمبولونه په کې ذخیره شوي وي د تولید لوړه کچه لري خو کېدای شي وضاحت یې لږ وي. د ځانګړو ګټنو په موخه د ټولو کلماتو یا جملاتو ثبت لوړ کیفیت لرونکي تولید ته لار برابروي. په متناوب ډول یو وینا تولید کوونکی سیسټم کولای شي د وینا تولید کوونکې دستګاه موډلونه او د انسان د غږ نورې ځانګړنې په بشپړه توګه د یو مصنوعي غږ د تولید لپاره سره ترکیب کړي. [2]
د وینا تولید کوونکې یوې دستګاه کیفیت د انسان له غږ سره د هغو د ورته والي او همدارنګه د واضحې درک کېدونې وینا د وړاندې کولو له مخې ارزول کېږي. د درک وړ وینا تولید کوونکي پروګرامونه مرسته کوي څو د بصري ستونزو لرونکي او همدارنګه په لوستلو کې ناتوانه کسان وکولای شي د خپلو کمپیوټرونو پر مټ په لیکلو متنونو وپوهېږي. له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې ډېری کمپیوټرونه په ځان کې وینا تولید کوونکي پروګرامونه لري.
په وینا باندې متن اړونکی سیسټم (یا «ماشین») تل له دوه برخو څخه جوړېږي: متن واردېدونکې برخه او وینا تولید کوونکې برخه. د متن واردېدونکې برخه دوه اصلي دندې لري؛ لومړۍ دا چې د خام متن سمبولونه لکه اعداد او لنډیزونه په معادلو لیکل شوو کلماتو بدلوي. دغه بهیر ته تر ډېره پورې د متن عادي کول، له وړاندې برابرول یا ټوکنایزېشن ویل کېږي. تولیدونکې برخه بیا فونټیکي نښانونو ته اړوند کلمات مشخص کوي او متن په غږیزو واحدونو لکه عباراتو، بندونو او جملاتو ویشي او هغه په نښه کوي. [3][4]