ولسواکي
From Wikipedia, the free encyclopedia
دیموکراسي (یوناني: δημοκρατί، dēmokratiā، له demos 'وګړي' او kratos 'رول یا ونډې' اخیستل شوی) د حکومت جوړونې هغه ډول دی چې وګړي واک لري د قانون د جوړولو په اړه حساب وغواړي او په اړه یې پرېکړه وکړي (" مستقیمه دیموکراسي")، او یا هم چارواکي وټاکي څو دغه کار وکړي ("غیر مستقیمه یا په استازیتوب دیموکراسي"). خو دا چې څوک "د خلکو" برخه ګڼل کېږي، څه ډول واکونه د خلکو ترمنځ وېشل کېږي او یا هم څه ډول واکونه سپارل کېږي د وخت په بدلون سره یې په ټولو هېوادونو کې بدلون موندلی، خو په عمومي ډول د وخت په تېرېدو په ډېری دیموکراتیک هېوادونو کې ټول وګړي پکې شاملېږي. د دیموکراسي په اصل کې د غونډو او ټولنو آزادي، د بیان آزادي، ټول شمولیت، مساوات، تابعیت لرل، له دولت څخه رضایت، د رایو ورکولو حق، له دلیل پرته د دولت له خوا د ژوندانه او آزادۍ د حق څخه له بې برخې کېدو خوندیتوب او د اقلیتونو حقونه شاملېږي.[1]
د دیموکراسي مفهوم د وخت په تېرېدو په پام وړ توګه وده کړې. د دیموکراسي لومړنی ډول مستقیمه دیموکراسي وه. خو اوس مهال د دیموکراسي عام ډول د استازیتوب دیموکراسي ده، چیرته چې وګړي دولتي چارواکي ټاکي څو د دوی له لوري حکومت وکړي لکه پارلماني او ولسمشریزه دیموکراسي.[2]
دغه اصطلاح له میلاد څخه پنځه پېړۍ وړاندې د یونان په ښاري دولتونو په ځانګړې توګه په پخواني آتن کې د سیاسي سیستمونو د ډولونو د ښوولو په موخه رامنځته شوه کوم چې د "ولس واکۍ" په معنی وه او د ارستوکراسي (ἀριστοκρατία, aristokratía) سره په نټه کې وه کوم چې د"اشرافو د واکمني" معنی یې لرله.د پخواني او مدرن تاریخ پر مهال په ټولو دیموکراتیکو دولتونو کې، دیموکراتیک وګړتوب یا تابعیت یوازې اشرافو ته اړوند وو تر هغه مهاله چې په ۱۹ مه او ۲۰ مه پېړیو کې د رایو ورکولو د خوځښتونو د هڅو له امله ټولو بالغو وګړو ته دا حق ورکړل شو.[3][4][5][6][7]
دیموکراسي له هغه ډول حکومتي سیستمونو سره په ټکر کې ده په کوم کې چې واک د یو کس په لاس کې وي، لکه په اتوکراتیک سیستمونو کې شاهي مطلقه، او یا هم هغه واکمنۍ چې واک د یوې کوچنۍ ټولګې کسانو سره وي لکه په الیګارشي کې (چې واک د کوچنۍ ټولګې بډایانو په لاس کې وي) – دغه مخالفتونه د پخواني یونان له فلسفې په میراث پاتې دي. کارل پاپر دیموکراسي د دیکتاتوري او استبداد پر ضد بلله، چیرته چې وګړي دا شونتیاوې لري څو په خپلو رهبرانو واک ولري او یا هم د هغوی د لرې کولو لپاره انقلاب ته اړتیا ونلري.[8][9]