واسي-وري (ژبه)
From Wikipedia, the free encyclopedia
واسی-واری (واسي-ویري ) د واسی خلکو ژبه ده چی د افغانستان د نورستان ولایت د مرکز پارون دره په څو کلیو کی ویل کیږی. یاده ژبه د پرسون یا پاروني په نوم هم پېژندل کیږي.
واسی واری د هندو-اروپایی ژبی په کورنۍ پوری اړه لري او د هند-ایرانی ژبی په نورستانی ګروپ کي راځي. واسی واری د نورو نورستانی ژبو څخه بیخي بېله ده.
په ۱۸۹۶ کال کي د افغان واکمن عبدالرحمن خان له خوا د نورستان له فتحي او د اسلام له نافذېدو را وروسته اوسني پرسوني خلک ډېری مسلمانان دي. [1] دوی تر مسلمان کېدلو وروسته ډیر متقیان خلک وګرځېدل ځکه چې ځوان نسل يې د هند په لویه وچه کي اسلامي زده کړي ترلاسه او بیرته د اسلام د تبلیغ لپاره راغلل، [2] خو ددې سره سره دوی بیاهم د اسلام څخه مخکي زمانې ځیني نښي او کلتورونه له ځان سره لري. [3] د پرسونيانو د سواد کچه ټیټه ده: په دوی کي له1٪ څخه کم خلک واسی واری د لومړۍ ژبې په توګه کاروي، او د 15٪ څخه تر 25٪ پوري خلک یې د دویمې ژبې په توګه کاروي.