![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/38/Henry_Dunant-young.jpg/640px-Henry_Dunant-young.jpg&w=640&q=50)
هېنري ډونانټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
هانري ډونانت د ۱۸۲۸ د مې میاشتې له اتمې څخه د ۱۹۱۰ د اکټوبر تر دېرشمې پورې،چې د هېنرې ډونانت (Henri Dunant) په نوم هم یادېږي،یو سویسی انسان پاله،مسیحي مذهبه، سوداګر او مدني فعال و، هغه خیالي و،د سرې میاشتې بنسټ اېښودونکي،پرمخوړونکی او پلار و. په ۱۹۰۱ کال کې یې له فرېدرېک پاسي(Frédéric Passy) سره یوځای لومړنۍ د نوبل جایزه ترلاسه کړه او په دې توګه ډونانټ د نوبل جایزې لومړنی سوسیسی ګټونکی شو.
هېنري ډونانټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۸ مې ۱۸۲۸[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12] ژینو [13][5]، سويټزرلينډ [14] ![]() |
مړینه | 30 اکتوبر 1910 (82 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10] ![]() |
استوګنځای | ژینو (۱۸۲۸–۱۸۶۷)[15] |
تابعیت | ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال [5]، سوداګر ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه [1][19] ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
ډونانټ په ۱۸۵۹ کال کې د یو کاري سفر په ترڅ کې د سلفورینو (Solferino) اوسنۍ ايټالیا د جنګ د پایلو شاهد و،هغه خپلې خاطرې او تجربې د (د سلفورینا یوه خاطره/ (A Memory of Solferino) په نوم کتاب کې چې په ۱۳۶۳ کې د سرې میاشتې (ICRC) د بنسټ اېښودلو لپاره یو الهام بښونکی و،ریکارډ کړې. د جینوا د ۱۸۶۴ کال کنوانسیون د ډونانټ د نظریو پر بنسټ د ټپي سرتېرو د پالنې لپاره د یوې خپلواکې ادارې په رامنځته کولو و،چې ډونانټ یې د یهودي ځوان نارينهوو اتحادیې (YMCA/ Young Men's Christian Association) په نوم د سویسي څانګې بنسټ اېښودونکی و. [20]