![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/7/7d/Ho_Chi_Minh_Anefo.jpg/640px-Ho_Chi_Minh_Anefo.jpg&w=640&q=50)
هو چی مین
From Wikipedia, the free encyclopedia
هو چی مین (۱۹ مۍ ۱۸۹۰ – ۲ سپټمبر ۱۹۶۹ زکال) ویتنامي انقلابي او دولت چلونکی و چې په زیږون کې یې نوم نګوین سین شانګ و او همدارنګه د نګوین تات نان، نګوین آی کوش، باش هو، Người cha dân tộc (د وګړو پلار) نومونو یا په ساده ډول د باش (کاکا) په نوم پېژندل کېده. نوموړي له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۵۵ زکال پورې د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت د لومړي وزیر او له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې یې د یاد هېواد د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. له آیدیالوژیک پلوه مارکسېست – لینینست و، چې د ویتنام د کارګر ګوند د مشر او لومړي منشي په توګه یې خدمت وکړ.[15][16][17]
هو چی مین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۹ مې ۱۸۹۰[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11] |
مړینه | 2 سپټمبر 1969 (79 کاله)[12][3][4][5][6][8][9] ![]() هانوی ![]() |
د مړینې لامل | زړه نابری ![]() |
استوګنځای | هانوی ![]() |
تابعیت | ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال ، شاعر ، سياستوال ، خبريال ، پوځي ځواک ![]() |
مورنۍ ژبه | ویتنامي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، فرانسوي ژبه ، روسي ، ویتنامي ژبه [13][14]، ماندارين ژبه ![]() |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال ![]() |
جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه ، د هندوچین لومړۍ جګړه ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
هوچي مین د مرکزي ویتنام په نا آن ولایت کې وزېږېد. نوموړي له ۱۹۴۱ ز کال وروسته د ویت مین خپلواکي غوښتونکی خوځښت رهبري کړ. په پیل کې دا د ټولو ګوندونو اړوند چترۍ ډوله ډله وه چې د ویتنام د خپلواکۍ لپاره یې جګړه کوله، خو کمونېست ګوند له ۱۹۴۵ زکال وروسته اکثریت ترلاسه کړ. هو چی مین په ۱۹۴۵ زکال کې د کمونیستانو تر واکمنۍ لاندې د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت رهبري وکړه، په ۱۹۵۴ زکال کې یې په دین پین فو جګړه کې فرانسوي اتحادیې ته ماته ورکړه، د هندوچین لومړۍ جګړه یې پای ته ورسوله ،چې په پای کې یې ویتنام ووېشل شو چې له مخې یې شمالي ویتنام د کمونېستاتو ترواکمنۍ لاندې پاتې شو. هغه د ویتنام د جګړې پر مهال چې له ۱۹۵۵ زکال څخه یې تر ۱۹۷۵ زکال پورې دوام درلود، د ویتنام د خلکو د پوځ او وینت کانګ د ځواکونو له مخکښو څېرو و. هو په ۱۹۶۵ زکال کې په رسمي ډول د روغتیايي ستونزو له امله واک پرېښود او په ۱۹۶۹ زکال کې مړ شو.. شمالي ویتنام بالاخره د سویلي ویتنام او د هغو د متحدینو پر وړاندې بریالی شو او په رسمي ډول په ۱۹۷۶ زکال کې یو موټی شو. د سویلي ویتنام پخوانۍ پلازمېنه سایګون د هغه په ویاړ د هو چی مین په نوم ونومول شوه.
واک ته د نوموړي له رسېدو وړاندې، د هغه د ژوندانه جزئیات نامعلوم دي. هغه له ۵۰ څخه تر ۲۰۰ مستعارو نومونو څخه ګټنه کړې. د هغه د زیږون او د ژوندانه د لومړیو اړوند اطلاعات معلوم نه دي او د علمي بحثونو موضوع ګرځېدلي. لږ تر لږه د نومونو، تاریخونو، ځایونو او نورو حقایقو پر بنسټ د هغه څلور رسمي ژوند لیکونه شته دي، په داسې حال کې چې غیر رسمي ژوند لیکونه یې په پراخه کچه توپیر لري.[18][19][20]
په سیاستوالۍ سربېره، نوموړی لیکوال، شاعر او خبریال هم و. هغه بې شمېره کتابونه، مقالې او اشعار په چینايي، ویتنامي او فرانسوي ژبو لیکلي دي.