هنګري
د مرکزي اروپا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
مجارستان (هنګري هیواد) چې رسمي نوم یې د د (مجارستان) هنګری جمهوریت دی په منځنۍ اروپا کې پروت د وچې پورې تړلی هیواد دی چې پلازمینه یې د بوداپست، بوداپست ښار دی او ګاونډي هیوادونه یې د لویدیځ له خوانه اتریش,شمال نه سلواکیا,شمال ختیځ نه له اوکراین, ختیځ او جنوب ختیځ نه له رومانیا, جنوب ته له سربيا,او کرواسیا او د جنوب لویدیځ لوري نه له سلوانیا سره گډه پوله لري. یاد هیواد ۰۳۰'۹۳ کیلومتره مربع مساحت او ۰۰۰'۰۰۰'۱۰ میلونه وګړي لري. د هنګری د حکومت ډول یط پارلماني دی. ولسمشر یې یانوش آډر او لومړی وزیر یې ویکتور اوربان دی رسمي ژبه یې هنګري ژبه ده.
هنګري | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 47°شمال 19°ختيځ / 47; 19 [1] |
پراخوالی | 93011.40 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | بوداپست |
رسمي ژبې | هنګري ژبه [3] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۳۰ نومبر ۱۰۰۰ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 8 سلنه (۲۰۱۴)[4] |
نور مالومات | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لوری | ښي لورۍ [8] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | HU |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +36 |
هنګري (په هنګري ژبه کې: Magyarország) په مرکزي اروپا کې، په وچه کې راایسار هېواد دی. دا هېواد چې د کارپاتیان د غرونو تر منځ پروت دی، ۹۳۰۳۰ کیلومتر مربع (۳۵۹۲۰ مایل مربع) مساحت لري، چې له شمالي لوري د سلواکیا، له شمال ختیځ لوري د اوکراین، له ختیځ او سویل ختیځ لوري د رومانیا، له سوېل لوري د سربستان، له سویل لوېدیځ لوري د کرواسي او سلوانیا او له لوېدیڅ لوري د اطریش له خوا چاپېر شوی دی. هنګري نږدې ۱۰ میلیونه نفوس لري چې زیاتره یې هنګري نژاده او همدارنګه د پام وړ روماني لږه کي لري. هنګري چې د دې هېواد رسمي ژبه ده، په نړۍ کې د اورالي ژبو تر ټولو پراخه تکلمي ژبه ده او د غیر هندي-اروپایي ژبو له ډلې یوه ده، چې په پراخه کچه په اروپا کې تکلم پرې کېږي. بوداپست، د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی او نورې لویې ښاري سیمې یې ډیبرېت سین، سېګېډ، مېشکالتس، پې یچ او جیور دي. [9][10]
د اوسني هنګري خاوره ،د بېلابېلو خلکو، لکه: سېلتیانو، رومیانو، جرمن قبایلو، هونیانو، لوېدیځ سلاویانو اوآوراسیانو پرمخ د څو پېړیو په اوږدو کې یوه څلولارې وه. د هنګري دولت بنسټ د هنګري د لوی شهزاده، ارپاد له خوا د نهمې پېړۍ په وروستیو کې د کارپاتیان د سیمې په نیولو سره کېښودل شو. د نوموړي کړوسی لومړي سټیفن په ۱۰۰۰ کال کې په تخت کېناست او خپل سلطنت یې عیسوي سلطنت ته واړاوه. هنګري هېواد په ۱۲ پېړۍ کې یو سیمه ییز ځواک شو، چې په ۱۵ پېړۍ کې یې خپل کلتور او سیاست اوج ته ورسېد. دا هېواد په ۱۵۲۶ز کال کې د موهاچ له جګړې وروسته، په نیمایې توګه د عثماني سترواکۍ (۱۵۴۱ – ۱۶۹۹زکلونو) تر واک لاندې راغله. د اتلسمې پېړۍ په پای کې دا هېواد د هابسبورګ تر واکمنۍ لاندې راغی، چې وروسته د اطریش له سترواکۍ سره یوځای شو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د اطریش- هنګري یو لوی ځواک را منځ ته کړ. [11][12][13][14]
اطریش- هنګري له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته سقوط وکړاو ورپسې د تریانون له تړون سره سم د هنګري اوسنۍ پولې و ټاکل شوې، چې په پایله کې یې نوموړي هېواد ۷۱٪ خاوره، ۵۸٪ نفوس، او ۳۲٪ هنګري قوم له لاسه ورکړل. هنګري هېواد د دوو نړیوالو جګړو تر منځ له کړکېچنې دورې وروسته، په دویمه نړیواله جګړه کې له محوري ځواک سره یوځای شو، چې د پراخ زیان او تلفاتو سره مخامخ شو. هنګري له جګړې وروسته د شوروي اتحاد یو ګوډاګی دولت شو، چې د هنګري د خلق جمهوریت د رامنځ ته کېدو لامل شو. هنګري د ۱۹۵۶ ز کال له بې پایلې انقلاب څخه وروسته یو څه آزاد شو، که څه هم لا تر دې وخته د ختیځ بلاک تر کنټرول لاندې غړی پاتې شو. له اطریش سره د هنګري د پولې پر سر د دېوال لرې کولو د ختیځ بلاک او وروسته د شوروي اتحاد د سقوط ګړندی کړ. هنګري د ۱۹۸۹ ز کال د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه یو دموکراتیک پارلماني جمهوریت شو ،چې په ۲۰۰۴ ز کال کې له اروپايي ټولنې سره یوځای شو او له ۲۰۰۷ ز کال راهیسې، د شینګین د سیمې برخه دی. [15][16][17][18][19][20][21][22]
په نړیوالو چارو کې هنګري هېواد، د یوه منځنی ځواک په توګه لیدل کېږي، چې دا ځواک یې تر ډېرې کچې د خپل دودیز او اقتصادي اغېز له امله دی. هنګري د لوړ عاید اقتصاد په درلودلو سره یو پرمختللی هېواد ګڼل کېږي او د بشري پراختیا په شاخص کې په ۴۰ کې ځای کې راځي، چې اتباع یې د پوره روغتیا پاملرنې او د وړیا ثانوي زده کړو له امتیاز څخه برخمن دي. هنګري د هنر، موسیقۍ، ادبیاتو، سپورت، ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د پراخې ونډې اوږد تاریخ لري. نوموړی هېواد په اروپا کې دیارلسم ترټولو مشهور سیاحتي ځای دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې ۱۵.۵ میلیون نړیوال سیلانیان را جلب کړي وو. هنګري د ملګرو ملتونو، ناټو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا WTO، نړیوال بانک، د پانګونې نړوال بانک یا IIB، په زیربنا کې د پانګونې آسیایي بانک یا AIIB، د اروپا د شورا، د وېشګارد ډلې او د ترک هېوادونو په سازمان کې د څارونکي دولت په ګډون د زیاتره نړیوالو بنسټونو غړیتوب لري.[23][24][25][26][27][28][29][30][31]