میګرین
From Wikipedia, the free encyclopedia
میګرین (بریټانیا کې: / ˈmiːɡreɪn/، متحده ایالاتو کې: / ˈmaɪ-/) یو عام عصبي اختلال دی چې په متکررو سردردیو سره ځانګړی کېږي. په معمول ډول، د سر درد د سر یوه خوا تر اغېزې لاندې راولي، ټکان لرونکی خصوصیت لري، کېدای شي شدت یې متوسط تر شدید وي او له څو ساعتونو تر درې ورځو پورې دوام کولی شي. د سر درد پرته نورو علایمو کې یې زړه بدوالی، کانګې او همدارنګه رڼا، غږ یا بوی سره حساسیت شامل دي. درد په ټوله کې د حملې په اوږدو کې له بدني فعالیت سره لا بدتره کېږي، که څه هم په منظم ډول ورزش کول کېدای شي له نورو راتلونکو حلمو څخه مخنیوی وکړي. یو پر درې کسان چې په دې مرض اخته دي اورا لري: په معمول ډول، دا د لیدلو یو لنډ اختلال دی چې ښکاروي د سر درد به ډېر ژر رامنځته شي. کله کله، اورا کېدای شي له لږ سر دردي یا هم پرته له سردردي څخه رامنځته شي، خو ټول خلک بیا دا علایم نه لري.[1][2][3][4][5][6][7]
باور پر دې دی چې میګرین د چاپېریالي او جنیټیکي لاملونو ترکیب له امله رامنځته کېږي. د دې پېښې دوه پر درې پېښې په کورنیو کې لیدل کېږي. د هورمونونو د کچې بدلون هم کولی شي په کې رول ولري، ځکه چې مخکې له بلوغه له نجونو څخه هلکان ډېر په میګرین اخته کېږي او له بلوغ وروسته د سړیو په پرتله ښځې ډېرې پرې اخته کېږي. په معمول ډول د امېندوارۍ په وخت کې او له مینوپاز (د مېرمنو میاشتني عادت ختمېدو) وروسته په میګرین د اخته کېدو ګواښ کمېږي. اساسي میکانیزمونه په بشپړ ډول نه دي پېژندل شوي. په هرحال، باور پر دې دی چې لامل یې د اعصابو او د مغزو د وینو رګونو اخته کېدل کېدای شي.[8][9][10][11][12]
لومړنۍ توصیه شوې درملنه کې د سردرد لپاره د درد له ساده درملو لکه ایبوپروفین او پرسټامول (اسټامینوفن)، د زړه بدوالي لپاره د درملو کارول او له محرکینو څخه مخنیوی شامل دي. ځانګړي درمل لکه ټریپټان او ارګوټامین کېدای شي د هغو کسانو لپاره چې د درد ساده درمل پرې اغېزه نه کوي، وکارول شي. کافئین د درد له نورو درملو سره په ترکیب کې د میګرین په درملنه کې بېخطره او اغېزناک دي. ځینې نور درمل لکه مېټوپرولول، والپروېټ او ټاپیرامېټ له حملو څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي.[13][14][15][16][17][18]
په ټوله نړۍ کې، کابو ۱۵ سلنه خلک په میګرین اخته دي. په ۲۰۱۰م کال کې د ناروغۍ د مطالعې نړیوال بار کې، په نړۍ کې د دریمې ډېرې پراخې ناروغۍ ځای خپل کړ. ډېری د بلوغ په وخت کې پیلېږي او په منځني عمر کې ترټولو بد حالت خپلوي. له ۲۰۱۶م کاله، د ناتوانۍ یو له ډېرو عامو لاملونو څخه دی. د میګرین لومړنۍ تشریح د Ebers په پاپیروس کې شتون لري چې له میلاد څخه کابو ۱۵۰۰ کاله مخکې په لرغوني مصر کې لیکل شوی دی. د میګرین کلمه له یوناني ἡμικρᾱνίᾱ (hēmikrāníā)، «د نیم سر درد»، یانې له ἡμι- (hēmi-)، «نیم» او κρᾱνίον (krāníon)، «کوپړۍ» څخه اخېستل شوی دی.[19][20][21][22][23][24]