مفاهمه
دزده کړى طبقه بندى / From Wikipedia, the free encyclopedia
د (Communication) وییکی، له لاتيني (communicare) څخه اخېستل شوی دی، چې د شريکولو يا له چا سره په اړيکه کې اوسېدلو معنا لري. مفاهمه د ځان او نورو، شخصي او عمومي او داخلي فکر او باندنۍ نړۍ تر منځ دردناک وېش ته يو څرګند ځواب دی. لکه څرنګه چې تعريف څرګندوي، په ثابت او ټول منلي ډول د مفاهمې تعريفول ځکه ستونزمن دي، چې مفاهمه په عام ډول د بېلابېلو چلندونو (په پراخه توګه د معلوماتو لېږدولو) يوې پراخې لړۍ ته د ورګرځېدلو لپاره کارول کېږي. يا دا چې مفاهمه د دې لپاره کارول کېږي چې، هغه څه محدود کړي، چې د مفاهمې په ډلبندۍ کې شاملېدلی شي (د بېلګې په ډول: د هڅولو لپاره د یوې شعوري پاملرنې غوښتنه). جان پيټر (John Peter) د مفاهمې د پېژنې ستونزه د هغه حقيقت له مخې بحث کوي، چې مفاهمه هم طبيعي ښکارنده ده (ځکه چې هر څوک مفاهيمه کوي) او هم د بنسټيزې علمي مطالعې يوه ځانګړې روزنه يا انضباط دی. [1][2][3][4][5][6][7][8][9]
د مفاهمې يو ممکن تعريف د موجوداتو يا ډلو تر منځ په دوه اړخيز ډول د پوهاوي وړ نښو، سمبولونو او د نښې د پروسس (semiotic) ټاکلو کړنلارو په کارولو سره د مفهوم يا معنا د ودې ورکولو عمل دی.
د کلاوډ شېننون (Claude Shannon) او وارن وييور (Warren Weaver) په اغېزناک موډل يا نمونه کې، د انسانانو مفاهمه تصور شوې وه، چې لکه د يو ټيليفون يا ټيلګراف غوندې دنده تر سره کړي. د همدې له مخې، دوی مفاهمه د بېلابېلو پړاوونو د شاملوونکې په توګه درک کړه: [10][11][12]
- د مفاهيموي هڅونې يا سبب جوړښت.
- د پيغام جوړښت (په هغه څه باندې اضافي داخلي يا تخنيکي تشرېح، چې بايد کټ مټ څرګند شي).
- د پيغام انکوډينګ (د بېلګې په ډول: ډيجيټل مواد، ليکلی متن، وينا، انځورونه، حرکات او داسې نور).
- د پرله پسې اشارو يا سيګنالونو په توګه، د يوه ځانګړي چينل يا وسيلې په کارونې سره د تفهيم شوي پيغام لېږد.
- د شور سرچينې، لکه طبيعي خنډونه او په ځينو حالتونو کې د انسان فعاليتونه (دواړه شعوري او ناڅاپي) د هغو اشارو يا سيګنالونو کيفيت باندې اغېزه کوي، چې له لېږونکي نه، یوه يا زیاتو ترلاسه کوونکو ته خپرېږي.
- د اشارو يا سيګنالونو رسېدنه او د تر لاسه شوي پيغام له تسلسل څخه د تفهيم شوي پيغام بيا جوړه کول.
- د بيا تفهيم شوي پيغام بېرته ډيکوډينګ کول.
- تعبير او د فرض کړی شوي اصلي پيغام حس کول او درک کول.
دا عناصر اوس په دې ډول پېژندل شوي دي چې، په لازمي ډول پر يو بل باندې ............ او په يوه زماني تسلسل کې د پړاوونو په پرتله بېرته راګرځېدونکې فعاليتونه وي. د بېلګې په ډول: مفاهيموي عملونه کولی شي پيل شي، مخکې له دې چې يو مفاهيمه کوونکی يې د تر سره کولو لپاره د فرمول په ډول يوه شعوري هڅه کوي. لکه د (phatics) [په ادبياتو کې دا اصطلاح يوه مفاهمه ده، چې کوچنۍ خبره هم ورته وايي] په حالت کې. په همدې ډول مفاهيمه کوونکي د ريښتيني وخت غبرګون ته په ځواب کې د يوه پيغام په اړه خپلې ارادې او جوړښت مشخص کوي (لکه: په ظاهري يا مخيزو اصطلاحاتو کې). د ډيکوډينګ تمرينونه او تعبير په کلتوري ډول تصويب يا وضع شوي دي. نه يوازې د افرادو په واسطه (د جنس ټاکلې کړنلاره، د بېلګې په ډول: د دې لپاره مقدماتي توقعات خوشې کول، چې پيغام بايد څنګه تر لاسه شي) او د هر پيغام تر لاسه کوونکی په تعبير کې د سرچينو خپل خپل چوکاټونه عملي کوي. [13][14][15][16]
د مفاهمې علمي څېړنه په لاندې ډول وېشل کېږي:
- د معلوماتو نظريه، چې په کُل کې د معلوماتو اندازه، حافظه ، مفاهمه او اړيکه څېړي.
- د مفاهمې څېړنې چې د انسانانو له اړيکې سره سرو کار لری.
- Biosemiotics چې په ټوله کې د ژونديو موجوداتو په دننه او تر منځ مفاهمه ارزوي.
- Biocommunication چې د ويروسونو په ګډون د ټولو ژوندیو موجوداتو تر منځ او دننه .................. متقابل عملونه، د بېلګې په ورکولو سره تشرېح کوي.
د مفاهمې چينل يا کانال کولی شي، ليديز يا بصري، سامعي يا د اورېدلو د حس اړوند، لمس کېدونکی، د شامې حس، برېښنايي مقناطيس يا حياتي کيمياوي وي. انساني مفاهمه، د مفاهمې د پراخه معنوي ژبې د کارونې لپاره بې سارې ده.