![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/ff/Muhammad_Abduh.jpg/640px-Muhammad_Abduh.jpg&w=640&q=50)
محمد عبده
From Wikipedia, the free encyclopedia
محمد عبده (د ۱۸۴۹ – د ۱۹۰۵ کال د جولای ۱۱) یو مصری اسلامي عالم، فراماسون یا فریمېسن، خبریال، ښوونکی، لیکوال، اډېټر، قاضي او د مصر لوی مفتي ؤ. هغه د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د عرب نهضت او د مسلمانانو د اصلاح غوښتنې له مهمو څېرو څخه ؤ. [15][16][17][18]
محمد عبده | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۸۴۹[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10] عثماني سترواکي ![]() |
مړینه | 11 جولای 1905 (55–56 کاله)[11][12][2][7] ![]() الکزنډريا ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیم | د الازهر پوهنتون ![]() |
استاد | سيد جمال الدين افغاني ![]() |
کار/مسلک | دينپوهنه ، قاضي ، سياستوال ، قانونپوه ، ليکوال ، فیلسوف ، د ژورنال سموونکی [13][14]، خبريال [13][14]، د ژورنال سموونکی [14] ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | عربي ژبه ![]() |
د کړنې څانګه | فقه ، سياست ![]() |
کار ورکوونکی | د الازهر پوهنتون ![]() |
سمول ![]() |
هغه په الازهر پوهنتون کې د عالي کچې زده کونکو ته د سري اسلامي کتابونو تدریس پیل کړ، پداسې حال کې چې دی لاهم هلته زده کړې کولې. هغه د عالم په مقام کې د ۱۸۷۷ کال څخه د منطق، الهیات، د اخلاقو علم او سیاست درس وړکړ. په راتلونکي کال کې په دارالعلوم کې د تاریخ استاد او همدا راز په مدرسة الالسن کې د عربي ژبې او ادبیاتو استاد وټاکل شو. [19]
عبده د مطبوعاتو اتل ؤ او په المنار مجله او الاهرام ورځپاڼه کې یې زیاتې لیکنې کړې. په ۱۸۸۰ کال کې د الوقائع المصریه اډېټر شو. نوموړي د رسالت التوحید (د یووالي الهیات) او د قرآن تفسیر یې هم لیکلی دی. هغه په لنډه توګه د خپل مرشد سید جمال الدین افغان تر څنګ د واحد اسلام پالنې استعمار ضد ورځپاڼه العروة الوثقا خپره کړه. [20][21]
هغه په ۱۸۸۸ کال کې د ځايي محاکمو په ابتدایه محاکمو کې قاضي وټاکل شو، په ۱۸۹۹ کال کې د استیناف محکمې مشورتي غړی او په همدې کال کې د مصریه خاورې مفتي وټاکل شو. [22]