لرغونې يوناني فلسفه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د لرغوني یونان فلسفه تر میلاد وړاندې په شپږمه پېړۍ کې رامنځته شوه او دا د یونان د تیاره دورې پای و. د یونان فلسفې د ټولې هلنیستي او هغې دورې تر پایه دوام وکړ چې یونان او ډېری یونانيمېشتې سیمې د روم د امپراتورۍ برخه وه. فلسفه نړۍ ته د عقل په کارولو سره د معنا ورکولو لپاره وکارېده. دې فلسفې له بېلابېلو موضوعاتو لکه؛ ستور پوهنې، علمي پوهې، ریاضیاتو، سیاسي فلسفې، اخلاقو، متافزیک، د موجوداتو پېژندنې، منطق، بیولوژۍ، فصاحت، بلاغت او ښکلا پېژندنې سره سروکار درلود.[1]
د یونان فلسفې د خپل پیدایښت له وخته پر ډېریو لوېديځو کلتورونو اغېز کړی. الفرډ نورث وایټهېډ یو وخت ویلي وو: «د اروپايي فلسفې د لړۍ عمومي ځانګړنه دا ده چې د اپلاتون د لیکنو لمنلیکونه له ځان سره لري». د لرغوني یونان او هلنیستي فیلسوفانو د نفوذ څرګند او نه ماتېدونکي خطونه د روم فلسفې، لومړنۍ اسلامي فلسفې، د منځنیو پېړیو سکولاسیتک، اروپايي رنسانس او د روښانوالي دورې ته ورګرځي.[2][3]
د یونان فلسفه تر یوې اندازې د پخوانۍ پوهې او حکمت د ادبیاتو او د لرغونې نږدې منځنۍ دورې د کایناتو د پیدایښت د اسطورو تر اغېز لاندې ده، که څه هم د دغه اغېز اندازه د بحث وړ ده. لیکوال مارټین لېچفیلډ وېسټ وايي: «له ختیځې کایناتپېژندنې او دینپوهنې سره اړیکې د لومړنیو یوناني فیلسوفانو د فکر له خلاصون سره مرسته وکړه؛ له شک پرته چې هغوی ته یې ډېرې وړاندیز شوې نظریې ورکړې. خو هغوی خپل ځانته دا ور زدهکړل چې استدلال وکړي. لکه څرنګه چې پوهېږو، فلسفه په یونان کې رامنځته شوې.»[4]
د بلې فلسفې سنت او دودونه په داسې ډول د سقراط تر اغېز لاندې وو کوم چې د اپلاتون لهخوا وړاندې شوي وو، دا څرګنده ده چې تر سقراط وړاندې پرمختللې فلسفه «تر سقراط مخکې فلسفه» بلل کېږي. تر دې وروسته دورې د مقدوني سکندر تر جګړو او تر هغه وروسته په ترتیب سره «کلاسیکې یوناني» او «د هلنیستي فلسفې» دورې دي.