لرغونی یونان
From Wikipedia, the free encyclopedia
لرغونی یونان د مدیترانې یو شمالختیځ تمدن و چې له ۱۲مې تر ۹مې مخزېږدیز پېړۍ څخه د یونان د تیاره پېړیو له مهاله د کلاسیکې لرغونې دورې تر پای (شاوخوا ۶۰۰ تر میلاد وروسته) مهال پورې موجود و او د ښاري دولتونو او اړوندو فرهنګي او ژبنیو قلمروونو یوه ازاده مجموعه یې رانغښته. لرغونی یونان یوازې یو وار د ۱۳ کلونو لپاره د مقدوني سکندر تر سترواکۍ لاندې (۳۳۶-۳۲۳ مخزېږد) متحد شو. د لوېدیځ په تاریخ کې په کلاسیکه لرغونې دوره پسې جوخت لومړنۍ منځنۍ پېړۍ او د بیزانس دوره واقع شوه.[1]
د برونزو د زمانې په وروستیو کې د لرغوني یونان د تمدن تر ړنګېدو کابو درې پېړۍ وروسته د یونان ښاري قطبونه په اتمه مخزېږدیز پېړۍ کې بیا را جوړ شول او د مدیترانې لرغونې دوره یې پیل کړه. ورپسې د یونان-پارس له جګړو څخه تر ۵مې او ۴مې مخزېږدې پېړۍ پورې د یونان کلاسیکه دوره واقع شوه. د مقدوني سکندر فتوحاتو د مدیترانې له لوېديځ څخه تر مرکزي اسیا پورې «هېلنسټي تمدن» پراخ کړ. هېلنسټي دوره د روم جمهوریت لهخوا د ختیځې مدیترانې له فتحې او له رومي یونان سره د روم د مقدونیې ولایت او وروسته د روم د سترواکۍ پر مهال د «اخایا» ولایت له یوځای کېدو سره پای ته ورسېده.
د یونان کلاسیک فرهنګ په ځانګړي ډول فلسفې پر لرغوني روم پراخه اغېزه لرله چې یوه بڼه یې په ټوله مدیترانه او ډېره برخه اروپا کې هم موجوده وه. له همدې امله کلاسیک یونان په ټولیز ډول د لوېديځ د تمدن زانګو بلل کېږي، دا هغه اصلي فرهنګ و چې اوسني لوېديځ یا غرب د سیاست، فلسفې، علم او هنر په برخو کې خپلې بنسټیزې ایډیالي بڼې او ایډیاوې ترې اخیستي دي.[2][3][4]