لرغونی يونان
From Wikipedia, the free encyclopedia
لرغونی يونان د يونان په تاريخ کې هغه پړاو دی چې له شا اوخوا ۸۰۰ مخزېږديز څخه پيل او په ۴۸۰ مخزېږديز کې پر يونان د پارس تر دويم يرغل يې دوام درلود، له دې پړاو څخه مخکې د يونان توره دوره تېره شوې او له دې پړاو وروسته د يونان کلاسيکي پړاو پیل شوی. په لرغوني پړاو کې، يونانيان د مديترانې او تور سمندرګي په سيمو کې مېشت شول، په لوېديځ کې تر «مارسيلي» او په ختيځ کې تر «ټراپيزيوس» (ټريبيزونډ) پورې ورسېدل؛ د لرغوني پړاو په پای ته رسېدو سره، دوی د يوې داسې سوداګريزې شبکې برخه وو چې په ټوله مديترانه خپره وه.[1]
لرغونی پړاو د يونان د وګړو د شمېر په زياتېدو او هغو مهمو بدلونونو سره پيل شو، کومو چې د اتمې پېړۍ په پای کې يوناني نړۍ له خپل پيل سره په بشپړ ډول د نه پېژندل کېدو وړ وګرځوله. د «انتوني سنوډګراس» په وينا، لرغونی پړاو په يوناني نړۍ کې په دوه انقلابونو کې اېسار و. له يو «جوړښتي انقلاب» سره پيل شو، کوم چې د يوناني نړۍ سياسي نقشه وښکله او «پولس» يې منځ ته راوړ چې په جلا ډول يوناني ښاري دولتونه بلل کېږي او دا پړاو د کلاسيکي پړاو په فکري انقلاب سره پای ته ورسېد.[2][3][4]
لرغوني پړاو د يونان په سياست، اقتصاد، نړيوالو اړيکو، جګړو او کلتور کې د پرمختګونو شاهد و. دې پړاو په سياسي او کلتوري توګه د کلاسيکي پړاو لپاره بنسټ کېښود. په لرغوني پړاو کې په يونان کې يوناني الفبا جوړ شول، تر ټولو لومړی پاتې يوناني ادبيات وليکل شول، يادګاري مجسمې او د سرې بڼې خټين لوښي جوړېدل پيل شول او «هاپلايټ» د يوناني پوځيانو مرکز وګرځېد.
په اتن کې تر «سولون» لاندې د ديموکراسۍ لومړۍ ادارې پلې شوې او د لرغوني پړاو په پای سره په «اتني» ديموکراسۍ کې د «کليسټينيس» له خوا هغه شان سمونونه راوړل شول، څنګه چې په کلاسيکي پړاو کې وو. په سپارټا کې ډېرې هغه ادارې جوړې شوې چې امتياز يې د «لايکورګس» اصلاحاتو ته ورکول کېږي، د «ميسينيا» سيمه د سپارټيانو تر واک لاندې راوستل شوې وه، «هيلوټيګ» متعارف شو، د «پيلوپونيسي» تړون بنسټ کېښودل شو او سپارټا په يونان کې يو پياوړی ځواک وګرځېد.