From Wikipedia, the free encyclopedia
د لالپورې ولسوالۍ د افغانستان د ننگرهار له ۲۲ ولسوالیو یوه ولسوالۍ ده چې د مېشتو وگړو شمېر ۱۸،۹۹۷ تنو ته رسېږي. او ۶۵ کیلو متره د ننگرهار ولایت له مرکز جلال آباد ښار څخه فاصله لری. لالپوره د ډیورند کرښی سره اوږد سرحد لري. د لالپوری ولسوالۍ مساحت ( ۵۳۰.) کیلو متر مربع دی. د شرق او شمال له لوری په جگو غرونو احاطه شوی او د شمال غرب، غرب او خوا یې د گوشتی او بټی کوټ ولسوالۍ پرتی دي او د جنوب او جنوب شرق خوا ته یې د مومندری ولسوالی موقعیت لري. د لالپوری او مومند دری تر منځ سرحد د کابل، کنړ څپانده سیند دی. د لالپوری ولسوالی(۳۷) لوی او واړه کلی او بانډی لری.
د لالپوری خلک ۱۰۰٪ فیصده مهمند (ترکزی )پښتانه دی ،د پخوا زمانوو راهسی اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پادشاهی د دوری تر نمائی پوری پکښی تر سلو زیاتی کورنۍ (سیکهان ) اوسیدل چه په لالپوره کښی درمسال، هندو سوزان،ځمکی ،کورونه ،دوکانونه او د( پره با، )په نوم ژرنده هم درلوده، د لالپوری د بازرا شاوخوا کورونه د سیکهانو ؤ د لالپوری تر ۷۰٪ خلک ئی کروندگر اومالدار دی او پاتی نور ئی په جلال آباد ،طورخم او کوزه پښتونخوا کښی په وړه سوداگرۍ ،تعلیم او خوارۍ ،مزدورۍ لگیا دی.
د لالپوری محصولات عبارت دی له غنمو،جوار ،ترائی،مرچکی ،توربانجان، نکریزو،خویه کچاالان(کچالو پشمک) او هندواڼی دی ،چه هنداڼی ئی پخوا د زیات شهرت درلونکی وی ،او د لالپوری نکریزی له ډیر پخوانیو پیړو راهسی په منطقه(جنوبی اسیا،مرکزی اسیا او فارس)کښی د ښه کیفت او خاص شهرت لرونکی وی .
د لالپوری خلک د روغتیایی کلنیکونو د سخت کمبود سره مخامخ دی،تل خپل ناروغان یا جلال آباداو یا پیښور ته د علاج او درملنی لپاره وړی،چه ددی ستونځو گالل لالپووالو ته د زغم وړ ندی . د لالپوری ولسوالې پخوا تر خپل حاکمیت لاندی ۱۶ کلې درلودل خو هغه کلی او بانډی چه د ۱۸۹۳ کال راپدی خوا د لالپوری تر حاکمیت لاندی نه ؤ او د ډیورند کرښی را پدی خوا پراته دی ،چه عبارت دی له ( آټا ،فتخ مینه، رامتی(رحمتی) چوڼۍ ،خرکنۍ ،خویزو کلی، مړ تنگی، ساورۍ، سمسۍ، ،،بریا دره.(برادره) څخه، چه د ۲۰۰۲ میلادی راپدی کله چه د امریکا د متحده ایالاتو نظامی ټولگی د ډیورند پر کرښه ځای پر ځای شو نو پورته کلی او بانډی د لالپوری ولسوالۍ پوری وتړل شوی .که چیری ( د کوم کلی او بانډی نوم راڅخه زیات یا کم شوی وی لطفأ ئی را اصلاح کړۍ).
د لالپوری د ولسوالی دخلکو ستونځی د کابل،کنړ د سیند پر سر د پُل له جوړیدو سره تر یو بریده راکمی شوی دی،لالپوره د طورخم د ترانزیټی بندر ترڅنگ یو د لیږد رالیږد ښه او مؤثر بندر گڼل کیدای شی،هغه تجارتی مالونه چه افغانستان ئی له بهرنی هیوادونو څخه را واردوی او هغه توکی چه د افغانانو له ضرورت څخه زیات وی د تجار لخوا له همدی لاری پاکستان ته په قاچاقی توگه لیږدول کیږی او یا هغه خوراکی توکی چه به پاکستان ورته د طورخم د بندر له لاری اجازه نه ورکوله، تل به د لالپوری له لاری افغانستان ته راتلل او د لالپور د خلکو لپاره د کار او مزدورۍ ښه زمینه برابره وله، د دوکتور نجیب الله د دولت له سقوط سره سم چه کابل او ځینی نورو ولایاتو کی خپل منځی جگړی ونښتی او بی امنیتی زیاته شوه ټول افغان کډوال چه د جگړو له کبله به بی ځای کیدو ته اړ ایستل کیدل او د طورخم د بندر له لاری به ورته د پاکستان د حکومت او ملیشو له خوا اجازه نه ورکیدله له همدی لاری به په بریا دری(برادره)،گندآب اوبیا پیښور ته تلل راتلل .
دلالپوری د ولسوالۍ د نفوسو شمیر د ملگرو ملتو د سروی او څیړنی له مخی په ۲۰۰۲ میلادی کال کی (۳۴۵۱۶)تنه اټکل شویدی،چه لدی جملی څخه ۱۳۸۰۰ تنه له (۱۲)کالو څخه د ټیت عمر ماشومان دی، «د لیکونکی په باور پرته دپورته ذکر شوی نفوس له جملی څخه د ۲۰-۲۵ ٪ فیصد پوری د لالپوری اوسیدونکی چه تقریبأ ۸۶۲۹ تنو ته رسیږی یا د افغانستان په مختلفو ولایتو کی ژوند کوی او یا د پاکستان ،عربی ،اروپا ،امریکا متحده ایالاتو،استرالیا او کاناډا هیوادونو استوگن او میشت دی.»
د لالپوری ولسوالۍ له ډېرو پخوا زمانو راهسی بیا تر ننه مهم اجتماعي ،علمي او سياسي شخصيتونه په ځان کې روزلي او دعلمی،سیاسی او سوق الجیشی اهمیت له پلوه د ننگرهار ولایت له مهمو سیمو څخه شمیرل کیږی.
د لالپوری مشرانو د تاریخ په اوږدو کښی د پخوانیو پادشاهانو سره تل د دوستۍ او خپلوۍ اړیکی درلودی او د بهرنیو یرغلگرو په مقابل کی تل صد او سپر ؤ،او په دولتی دستگاه کښی جگ پوړو چار واکی پاتی شوی ، د خپلوۍ د اړیکی یو مثال ئی چه امير شير على خان د سعادت خان لالپوری د لور قمرجانې سره واده ئی کړې وو چې د ميوند مشهور فاتح غازي ايوب خان او امیر محمد یعقوب خان ئی د همدی مومندې ښځې زامن وو، د لالپوری ولسوالۍ د اعلیحضرت محمد ظاهر د پادشاهی په زمانه کښی علاقه داری شوه چه د مهمندری په ولسوالۍ پوری تړلی وه د علاقداری څخه مخکی دا د ولسوالۍ اوسنۍ قلا یا ځایږی د (جسر) په نامه یادیده چه ددولت نماینده گی وه. جسر frown emoticon جسر پلُونو ته ویل کیږی ).
په لالپوره کښی د لمړی ځل لپاره کلیوالی (دهاتی ښوونځی ) چه تر دریم ټولگی پوری ؤ له نن څخه ۶۳ پخوا(۱۳۳۰ لمریز)کال د لوی باغ د کجوری په جماعت کښی پرانستل شو،چه لمړنی استاد بزرگ استاد ئی د کجوری د جماعت ملا امام ؤ تر هغه وروسته حمیدالله خان چه د غنی خیلو د بشپلاق ؤ د دی کلیوالی ښوونځی رسمی معلم مقرر او وټاکل شوه چه ډیر حلیم ،مهربانه او خوش اوازه استاد ؤ ، ددی کلیوالی ښوونځی لمړنی فارغین محمد نوروز د محمد جاجی صاجب زوی ،حاجی برات گل،حاجی گل ماجان دسالم حاجی صاحب زوی ،زمان جان د اضغر خان ځوی مولانا عبدالله جان د قاضی سید کمال خان ځوی او داسی نور ؤ څوکاله وروسته فضل اکبر خان د قاضی شکرالله جان زوی ددی دهاتی مکتب معلم شو،فضل اکبر خوش ټیپه ،لایق ،جراراو قریح شخصیت ؤ د ده څخه وروسته مولوی عبدالودود خان چه ډیر عالم فاضل او مهربانه شخصیت ؤ ددی ښوونځی معلم وټاکل شو ،چه څو کاله وروسته د لالپوری دهاتی مکتب (۱۳۴۲ لمریز کال) کښی ابتدایه ښوونځی ته لوړ کړی شو چه (زه لیکونکی ئی د لمړنی شاگردانو څخه یم) د شیر آباد د ابتدائیه ښوونځی په نوم یاد شوه او د قاضی جماعت ته نقل مکان شو ، چه زرجان «صیاد» ئی لمړنی سر معلم ،عصمت الله خان ،مولوی عبدالودود ،فضل اکبر خان او ناظم استاد د قاضی شکرالله زوم ئی يی لمړنی معلیمان او استادان ؤ، بیا یوکال وروسته د څو میاشتو لپاره د سر بند کلی د شیر آباد کلا ته انتقال شو، په هغی وخت کښی د شیر آباد کلا کی کوټی او برنډی وی چه شاگردان به د لمر او باران څخه پناه ؤ ،خو د دووعلتونو له مخی دا ښوونځی بیرته د لالپوری د قاضی جماعت (مسجد) ته انتقال شو،یو دا چه زیات شاگردان د لالپوری ؤ د سربند او ډکی د کلو د شاگردانو شمیر د گوتو په شمار ؤ او دوهم دا چه په دی کال د سیند د اوبو سطحه دومر جگه شوی وه چه لالپوروالو ورته(نیز) وایه ، چه نیز راغلی د سیند د اوبو سطحه دومره لوړه شوی وه چه د سیند څپی د کلی په کوڅو کښی تر خوړ جماعته رسیدی ، ددی (دهاتی ښوونځی) د مخه د لالپوری خلکو د کورنی استادانو څخه په خصوصی توگه زده کړی کولی چه د یو شمیر استادانو نومونه دا دی :- دا استادان چه د کلی متنفیذین ،عالم او فاضل شخصیتونه ؤ،خدای بخښلی هر یو فضل احمد خان د قاضی سید کمال خان پلار او د وکیل سعدالله خان «کمالی » نیکه، محمد ولی خان د حاجی میزرا تاج محمد خان او والی عبدالمالک خان «لالپوروال» پلار، قاضی سیدکمال خان،وکیل حسین جان د ملک امین الله خان او مامور محمد سرور خان پلار، سناتور مولوی محمد عمر خان «بلبل افغان» ،محمد ناصر خان«لالپوری» د محمد ظفرخان ځوی او د محمد اکبر خان لمسی سیاسی شخصیت د افغانستان د ویښ ځلمیانو د نهضت غړی ، قاضی شکورالله جان، دوست محمد خان د حاکم غلام حسین خان پلار او د لطف جان جان نیکه،بزرگ استاد د کجوری د جماعت ملا امام کوت اولدار استاد او نور ؤ.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.