عدن
From Wikipedia, the free encyclopedia
عدن (په انګلیسي: Aden چې په برتانوي لهجه:/ˈeɪdən/ AY-dən او په امریکایي لهجه کې: : /ˈɑːdɛn/ AH-den تلفظ کېږي؛ په عربي کې: عَدَن، په یمني لهجه کې:. [ˈʕæden, ˈʕædæn]تلفظ کېږي) د یمن یو ښار، او له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د یمن موقته پلازمېنه ده، چې د سرې بحیرې د ختیځ لوري بندر ته نږدې، د باب المندب آبنا په ختیځ کې شاوخوا د ۱۷۰ کیلومترو (۱۱۰ مایلو) په واټن سره پرته ده. د دې ښار نفوس تقریباً ۸۰۰۰۰۰ وګړي دي. د عدن طبیعی بندر د یو غیر فعال اورغورځوونکي غره په شېله کې پروت دی، کوم چې اوس د یوې کوچینۍ خاکنا (خاوروتړانګې) په واسطه له اصلي خاورې سره نښتې یوه ټاپووزمه جوړوي، دا بندر چې وړاندې خلیج (Front Bay) بلل کېږي، د لومړي ځل لپاره د اوومې او پنځمې مخزېږدې پېړۍ تر منځ د اوسان د ټولواکۍ له لوري کارول شوی و. اوسنی بندر د ټاپووزمې په بله غاړه کې پروت دی. د عدن خلیج خپل نوم د دې ښار له نامه څخه اخیستی دی.
عدن | |
---|---|
وي عەرەبی: عدن | |
رسمي نښه | عَدَن |
رسمي ژبه | عربي ژبه |
هېواد | يمن |
پلازمېنه د | يمن |
ځای د هېواد په برخه کې | 'Adan Governorate |
وختزون موقعيت | یوټیسی ۳:۰۰+ |
کوارډينېټي موقعيت | ۱۲°۴۸′۰″N ۴۵°۲′۰″E |
د وگړو شمېر | ۵۰۷٬۳۵۵ |
د سمندر له سطحې جګوالی | ۶ متر |
خورلڼې ښارونه | Djibouti، Latakia، شانګهای، جده |
Significant event | Siege of Aden |
سيمه | ۷۶۰٫۰ کیلومتره مربع |
Local dialing code | 967 |
عدن د یو شمېر جلا فرعي مرکزونو څخه جوړ شوی دی چې له: کرېتر یا صیرې څخه چې اصلي بندري ښار دی؛ معلا (ٱلْمُعَلَّا) چې اوسنی بندر دی؛ تواهي (التواهي) چې د استعمار په دوره کې د بخار په نقطه مشهور وو؛ ګولډ موهور تفریحی هوټل څخه عبارت دي. خور مکسر چې په هغه خاکنا یا تنګې کې واقع دی چې عدن له اصلي خاورې سره نښلوي، د ښار دیپلوماتیکو ماموریتونو، د عدن د پوهنتون مرکزي دفترونو، او دعدن نړیوال هوایي ډګر ته یې (چې مخکې د برتانوي سلطنتي هوایي ځواک ستېشن یا RAF Khormaksar و) چې د یمن دویم تر ټولو لوی هوایي ډګر دی، ځای ورکړی دی. په اصلي خاوره کې لاندې فرعي مرکزونه شامل دي: د شیخ عثمان، چې یوه پخوانۍ واحه سیمه ده، المنصوره، چې د عربي سویل اتحاد (اتحاد الجنوب العربي) پلازمېنه او اوس د برښنا/ اوبو خوږولو د یوې لویې فابریکې او د عدن د پوهنتون د نورو تاسیساتو لپاره کور دی.
عدن په ختیځه خوا کې یو پراخ بندر لري په کوم کې چې عصري بندر شامل دی. ډېر په پخوا وخت کې دې موقعیت د عدن د اوبو زېرمو، د طویله مخزنونو موجودیت ته اړتیا په ګوته کړې وه. لکه څرنګه یې چې په اړه د ۱۴مې زېږدیزې پېړۍ د پوه ابن بطوطه له خوا توضېحات ورکړل شوي دي، " یادې زېرمې د باران اوبه د دې ښار د اوسېدونکو د څښاک د یوازینۍ موخې لپاره ذخیره کوي. ښار د دلته مېشتو شتمنو سوداګرو او له هند څخه په راتلونکو بېړیو سره ښکلا موندلې ده. "د کوچیني عدن[وضاحت ته اړتیا لري] ولکانیکه (اور غورځوونکې) ټاپووزمه په لوېدیځ لوري کې د لنګرځای او بندر په شاملولو سره د ختځې خوا سره د آینې تناظر رامنځته کوي. کوچینی عدن د نفتو د تصفیې په ساحې او د نفتو د لېږدوونکو بېړیو په بندر باندې بدل شوی دی. یاده ساحه او بندر دواړه د برېتش پترولیم (British Petroleum) شرکت په واسطه رامنځته شوي وو او ورنه د همدې شرکت په واسطه ګټه اخیستنه کېده، تر هغې چې په ۱۹۷۸ز کال کې د یمن د حکومت ادارې ته وسپارل شول. [1]
عدن تر ۱۹۹۰ز کال پورې مخکې له هغې چې د یمن د عربي جمهوریت سره یو ځای شي، د یمن د خلق جمهوریت پلازمېنه وه، او د حوثیانو له خوا د یمن د نیول کېدو په پایله کې د صنعا له سقوط وروسته د عبد الربه منصور هادي له خوا په رسمي ډول یو ځل بیا د یمن د لنډ مهاله پلازمېنې په توګه ونومول شو. د ۲۰۱۵ز کال له مارچ څخه تر جولای میاشتې پورې د حوثیانو او ولسمشر هادي تر منځ د عدن جګړې زور واخیست. چې ورسره په یاد ښار کې د اوبو، خوړو، او طبي لوازمو کمښت رامنځته شو. د جولای په ۱۴مه نېټه، د سعودي پوځ د یمني حکومت لپاره د عدن د بیا نیولو په موخه عملیات ترسره کړل. چې د دریو ورځو په ترڅ کې حوثیان له عدن څخه وایستل شول. د ۲۰۱۸ز کال له فبروري څخه راهیسې، عدن د سویلي انتقالي شورا (Southern Transitional Council) له خوا ونیول شو، د کومې چې د متحده عربي اماراتو له خوا ملاتړ کېږي، سوېلي انتقالي شورا د عدن د پخواني ښاروال عیدروس الزبیدي وروسته له هغې چې د عبدالربه منصور هادي له خوا له خپلې دندې منفک شو او د کابینې د پخواني منفک شوي وزیر هانی بن بُرَیک له خوا چې سلفي مسلکی دیني رهبر و، جوړه شوه[2][3][4]