شمزۍ لرونکي ژوي
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ملا تیر لرونکو کې ټول ژوي او د ملا تير لرونکو ژويو فرعي څانګې (سب فيلم) شامل دي (Vertebrata معنا د ميلا هډوکي او کورډيکس «کورډيکس د ملا په تير کې خانګړې رېښکۍ ډوله برخه ده»)، ټول تی لرونکي، مرغان، خزنده ګان، امفیبیان (اوبو او وچه دواړو کې ژوند کوونکي) او کبان په کې شامل دي. فقرات (د ملا مهرې) د کورډاټا د ډلې د ډېری ژويو استازیتوب کوي، چې اوس مهال یې شاوخوا ۶۹۹۶۳ ډولونه پېژندل شوي. فقرات په لاندې په لاندې ډلو کې وېشل شوي دي:[1]
- د هګ فيش او ليمپري په ګډون بې ژامې کبان.
- ژامې لرونکي فقرات په لاندې ډول دي:
- غضروف (کرپندونکی هډوکي، لکه په پوزه کې) لرونکي کبان (شارک، ریز او راټ ماهی).
- هډوکي لرونکي فقرات دا دي:
- ری فینز (ډېری ژوندي هډوکوي لرونکي کبان).
- کرپندوکی ته ورته وزر لرونکي کبان او هغه دا دي:
- کوایلاکانتس او سږی لرونکی کب.
- ټیرټروپاډونه (اندامونه لرونکی فقرات).
د ملا تير لرونکو موجودو ژويو له منځه د چنګښې له ډول نه تر «پایډوفراین امیونیسیس» پورې اندازه لري، لږ تر لږه اووه اعشاريه اووه ملي متره (۰.۳۰ انچه) او تر ټولو زیات يې شين نهنګ دی چې تر درې دېرش متره (۱۰۸ فوټه) پورې اوږدوالی لري. د ملا تير لرونکي د ټولو پېژندل شویو ژويو له پنځې سلنې نه کم دي، پاتې نور غیر شمزۍ لرونکي (بې ملا تيره) دي، چې د فقرې کالمونه نه لري.
په دوديز ډول، ملا تير لروونکو ژويو کې «هاګ کب» شامل دي، کوم چې په تکامل کې د ضایع کیدو له امله مناسب فقرات (د ملا دتير مهرې) نه لري، که څه هم د دوی نږدې ژوندي اړوند ژوي، که: لیمپریان، د فقرات لرونکي دي. په هرحالت، هاګ فش یو «کرینیم» (جمجمه) لري. له همدې امله، کله ناکله د مورفولوژي په اړه بحث کولو پر مهال، د «سب فایلم» (فرعي ډلبنديو) د ملا تیر لرونکي ځینې غړي د «کرانیټیا» په نامه یادیږي. د ۱۹۹۲ز کال راهیسې حجروي شننې (تحليل) وړانديز کړی چې، هاګ فش د لیمپری سره خورا نږدې تړاو لري او په «مونوفیلیټیک» (تر يو اصل او نسل پورې تړلي) معنا کې د ملا تير لرونکي ژوي دي. ځينې نور بیا دوی د «کرانيټا» په عامه ډلبندۍ کې د ملا تير لرونکو ژويو «خور ډله» بولي.[2][3][4][5]
په تېرو پنځوسو کلونو کې د ملا تير لرونکو ژويو شمېر کم شوی دی.[6]