سیستان
From Wikipedia, the free encyclopedia
سیستان چې په لرغونې دوره کې د سکاستان («د سکا ملک») په نامه یادېده، د معاصر ایران په ختیځ (سیستان او بلوچستان ولایتونه) او د افغانستان په سویلي برخه (نیمروز، هلمند، کندهار) کې تاریخي او جغرافیايي سیمه ده. دغه سیمه چې تر ډېره پورې صحرايي جوښت لري د افغانستان د هلمند د لوی سیند په واسطه چې د هامون په جهیل کې تشیږي، په دوه برخو وېشل شوې او پرمټ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله هم مشخصه کېږي. [1]