سکيزم
From Wikipedia, the free encyclopedia
سیکیزم یا سکېزم (/ˈsɪkɪzəm/) یا سیکې (په پنجابي ژبه: ਸਿੱਖੀ سیکي، [ˈsɪkhiː]، د پنجابي له ਸਿੱਖ څخه چې د سیک، لټونکي يا زدهکوونکي په معنا دی اخیستل شوی، یو هندي مذهب دی چې شاوخوا د پنځلسمې پېړۍ په پای کې يې د هند شبه قارې د پنجاب له سیمې څخه سرچینه اخیستې. دا په دې وروستیو کې له نویو تاسیس شویو سازمان شویو عقیدو څخه ده. او د ۲۱ پېړۍ په پيل کې د ۲۵-۳۰ میلیونه پیروانو په لرلو سره چې سیکانو په نوم پېژندل کېږي په نړۍ کې پنځم لوی ځای لري. [1][2][3][4][5][6][7][8][9]
د سکیزم مذهب د ګوروناناک (۱۴۶۹-۱۵۳۹)، لومړني عقیدوي لارښود / ګورو چې د هندوییزم مذهب زدکړې او اېډیولوژي يې رد کړې او د هغه د ځای ناستي ناین سیک له معنوي زدکړو څخه رامنځته شوی. لسم ګورو ګوبېنډ سېنګ (۱۶۶۶-۱۷۰۸)، د سیکانو د سپېڅلي کتاب څښتن ګورو ګرانټ خپل ځای ناستی ونوماوه او د انساني لارښوونکو کرښې يې سره نږدې کړې او سپېڅلی کتاب یې د وروستي لارښود په توګه د تل لپاره ژوندی وساته چې د سیکانو لپاره د روحاني او مذهبي ژوند لارښود و. ګورو ناناک داسې تعلیم ورکړ چې «فعال، خلاق او عملي ژوند» له « حقیقت، وفادارۍ، پاکۍ او پر ځان کنترول» سره ژوند کول له میتافزیکي حقیقت څخه پورته دی او اېډیال انسان له خدای سره اتحاد کوي او د هغه اراده پېژني او هغه اراده پلي کوي. ګوروهارګوبېنډ (۱۶۴۴-۱۶۰۶)، د سیکانو شپږم لارښود چې د میري/ miri (سیاسي/ مهالني) او پيري (معنوي) د متقابلې همغږۍ/همزیستۍ مفهوم يې رامنځته کړ. [10][11][12][13][14][15]
د سیکانو سپېڅلی کتاب د اېک اونکار/ik onkar (واحد خدای ੴ,) په اړه د مول منتر(ਮੂਲ ਮੰਤਰ) له بنسټيزې دعا سره پيلیږي. د سیکانو اصلي باورونه په ګروګرانټ صاحب کې تشرېح شوي، چې پر واحد خدای عقیده او تفکر، اللهي وحدت او د ټول بشریت برابري؛ په سېوا/ seva (بې خوده خدمت/له کومې تمې پرته) کې ښکېلېدل؛ د ټولو په ګټه د عدالت او نېکمرغۍ لپاره هڅه او په ګډ ژوند کې صادقانه چلند او معیشت په کې شامل دي. د سیک مذهب له دغو معیارونو څخه په پيروۍ دا ادعاګانې ردوي چې د دوی هر ځانګړی مذهبي دود د مطلق حقیقت په انحصار کې دی. [16][17][18][19][20][21]
سیکیزم په سېمرن (ਸਿਮਰਨ، د لارښود/ګورو د زدهکړو په یاد راوړل او تفکر) ټینګار کوي، چې کولی شي د کېترن له لارې د موسیقۍ په ډول څرګند شي، یا په داخلي توګه د نام جاپنا/ naam japna (د هغه پر نوم تفکر) له لارې، د خدای د حضور د احساس لپاره د يوې وسیلې په توګه تشرېح شي. خپلو پیروانو ته دا ورښيي چې «پنځوغلو» (لکه شهوت، غوسې، تمې، تړاو او نفس) ته بدلون ورکړي.[22][23]
یاد دین د مذهبي ځورونې پر مهال پراختیا او تکامل وموند چې د دواړو اسلام او هندوییزم له اړولو څخه رامنځته شو. په هند کې مغلو واکمنانو دوه ډلې سیکان – ګروارجن (۱۵۶۳-۱۶۰۵) او ګرو تېغ بهادر (۱۶۲۱-۱۶۷۵) وروسته له دې چې د اسلام له منلو څخه یې انکار وکړ شکنجه او اعدام کړل. د سیکانو شکنجه او ځورول په ۱۹۶۶ کال کې د خپلواکۍ، وجدان او مذهب څخه د خوندیتوب لپاره د ګورو ګوبېنډ او د هغو غړو له خوا چې د سانت سېپاهي/ (سپېڅلي سرتېري) ځانګړتیاوې يې لرلې، د خلسا (Khalsa ) د رامنځته کولو لامل شول. [24][25][26][27][28][29][30][31][32][33]