سپوږمۍ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سپوږمۍ (سمبول: ) د ځمکې یوازېنۍ طبیعي سپوږمکۍ ده. سپوږمۍ د ځمکې شاوخوا یو پر څلورمه برخه قطر لري (چې د استرالیا له عرض یا پلنوالي سره د پرتلې وړ ده). دا سپوږمۍ د خپلې اړوندې سیارې د اندازې په پرتلنه په شمسي نظام کې ترټولو لویه طبیعي سپوږمکۍ ده، په ټول شمسي نظام کې پنځمه لویه سپوږمکۍ راځي، او له ټولو پېژندل شوو کوچنیو سیارو څخه لویه ده. سپوږمۍ یوه کروي یا سیاروي کتله ده چې یو متفاوت ډبرین جسم یې رامنځته کړی او له جیو فزيکي تعریفونو سره سم یوه سپوږمیزه سیاره جوړوي. سپوږمۍ هېڅ کوم پاموړ اتموسفیر، هایدروسفیر، یا مقناطیسي ساحه نه لري. د سطحې جاذبه یې د ځمکې د جاذبې قوې شاوخوا یو پر شپږمه (۰.۱۶۵۴ جي فورسه g-force) ده. د مشتري سپوږمۍ آیو (Io) بیا په شمسي نظام کې یوازېنۍ سپوږمکۍ ده چې په لوړه کچه جاذبه او کثافت لري.[1][2]
سپوږمۍ په اوسط ډول د ۳۸۴۴۰۰ کیلومتره (۲۳۸۹۰۰ میل) په فاصله کې یا د ځمکې د قطر شاوخوا ۳۰ ځله په اندازه د ځمکې په مدار ګرځي او جاذبوي اغېزه یې د ځمکې ورځ یو څه اوږدوي او د ځمکې د نوساناتو اصلي محرک هم بلل کېږي. د ځمکې په شاوخوا کې د سپوږمۍ مدار یوه ۲۷.۳ ورځنۍ نجومي یا ستوریزه دوره (sidereal period) ده. په هره ۲۹.۵ ورځنۍ هلالي دوره (synodic period) کې یې بیا د لمر په وسیله د روښانه شوې سطحې اندازه له هېڅ څخه تر ۱۰۰٪ پورې توپیر لري، کوم چې د قمري پړاوونو لامل کېږي او د قمري تقویم یا سپوږمیزې جنترۍ د میاشتو بنسټ جوړوي. سپوږمۍ په ټولیزه توګه له ځمکې سره تړل شوې ده، یعني دا چې پر خپل محور د سپوږمۍ د بشپړ گردش اوږدوالی د دې لامل کېږي چې هماغه اړخ (نږدې اړخ) یې تل له ځمکې سره مخ شي، او یو څه اوږده قمري ورځ د هلالي دورې (synodic period) په څېر ده. په دې توګه، د سپوږمۍ د ټولې سطحې ۵۹٪ برخه د اهتزاز یا خوځېدنې له امله په لید کې د بدلون له لارې له ځمکې څخه لیدل کېدای شي.[3][4]
د ځمکې په اسمان کې د سپوږمۍ برجستګي یا څرګندوالی او د هغې د پړاوونو منظمه څرخه د تاریخ په اوږدو کې د بشري ټولنو لپاره د کلتوري سرچینو او اغېزو رامنځته کولو لامل شوې. دا ډول اغېزې د ژبې په برخه کې، د جنتریو په سیسټمونو، هنرونو او افسانو کې موندل کېدای شي. سپوږمۍ ته رسېدلی لومړی مصنوعي څيز په ۱۹۵۹ کې د شوروي اتحاد لونا ۲ (Luna 2) فضايي بېړۍ وه چې کومه عمله یا انساني ډله پکې نه وه. وروسته بیا په ۱۹۶۶ کال کې لونا-۹ فضايي بېړۍ هم د سپوږمۍ پر سطحه لومړۍ نرمه ناسته وکړه. تر اوسه پورې یوازېنی بشري سپوږمیز ماموریت د متحده ایالاتو د اپولو پروګرام و، چې د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۲ کلونو ترمنځ یې د سپوږمۍ پر سطحه ۱۲ انسانان ځای پرځای کړل. له سپوږمۍ څخه بېرته راګرځېدلي همدغه او وروسته نورو له انساني حضور پرته ماموریتونو د سپوږمۍ د سطحې ډبرې ځمکې ته راوړې، چې د سپوږمې د اصلیت، داخلي جوړښت او ورپسې تاریخ پوهېدو جیولوجیکي تفصیلاتو د ودې او پراختیا لپاره کارول شوې دي.