سټیون سپیلبرګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سټیون آلن سپیلبرګ (زوکړه: د ۱۹۴۶ زکال د ډسمبر ۱۸مه) یو امریکايي فلم جوړونکی دی. نوموړی د هالیوډ د نوې معاصرې دورې له مهمو څېرو او د معاصرو ډېرو پلورل شوو فلمونو مخکښ دی چې له سوداګریز پلوه په تاریخي کچه تر ټولو بریالی فلم جوړونکی (ډایرکټر) بلل کېږي. نوموړي د دریو اوسکار جایزو، دوه بفتا جایزو او د امریکايي فلم جوړونکو د څلورو جایزو په ګډون ګڼ شمېر جوایز ترلاسه کړي. له دې سربېره یې په ۱۹۹۵ زکال کې د امریکایي فلمونو د بنسټ د یو عمر لاسته راوړنو جایزه، په ۲۰۰۶ زکال کې د کنډې مرکز جایزه، په ۲۰۰۹ زکال کې د سیسیل بي. ډمیل ګولډن ګلوب جایزه او په ۲۰۱۵ زکال کې یې د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د آزادۍ مډال ترلاسه کړی. د هغه اووه فلمونه د کانګرس د کتابتون له خوا د «مهمو کلتوري، تاریخي او ښکلا پېژندونکو» اثارو په توګه د فلمونو په ملي نوملړ کې ثبت شوي دي. [1][2][3][4]
سپیلبرګ د اوهایو په سینسیناتي کې وزېږېد او د اریزونا په فینیکس کې را لوی شو. هغه کالیفورنیا ته کډه شو او هلته یې د فلم په برخه کې زده کړې وکړې. نوموړي د نایټ ګالري (Night Gallery) او کولمبو (Columbo) تلویزیوني سریالونو د یو شمېر برخو له ډایرکټري وروسته په ۱۹۷۱ زکال کې د دوئل (Duel) په نامه خپل تلویزیوني فلم جوړ کړ چې وروسته یې د تیاتر نړیوالو صحنو ته لار ومونده. هغه خپل لومړنی سینمايي فلم د شوګر لنډ اکسپرس (۱۹۷۴ زکال) په نامه جوړ کړ او په ۱۹۷۵ زکال کې یې د جاوز (Jaws) په نامه فلم جوړولو وروسته د کورنیو تر منځ شهرت وموند. نوموړي له دې وروسته په بریالۍ توګه خپل لوی باکس آفیس فلمونه د دریم ډول نږدې ټکر (Close Encounters of the Third Kind؛ ۱۹۷۷ زکال)، اي ټي. فراځمکنی موجود(E.T. the Extra-Terrestrial؛ ۱۹۸۲ زکال) او انډیانا جونز (۱۹۸۱زکال) په نومونو جوړ کړل. ټول دغه فلمونه په ۷۰مه او ۸۰مه لسیزه کې له لسو ډېرو پلورل شوو فلمونو څخه و؛ د اي. ټي فراځمکنی موجود او جاوز په نومونو د هغه فلمونه په خپل وخت کې تر ټولو ډیر ګټه کوونکي فلمونه وو. له دې وروسته هغه د بنفش رنګ (The Color Purple؛ ۱۹۸۵ زکال) او د لمر د سترواکۍ (Empire of the Sun؛ ۱۹۸۷ زکال) په نومونو ډرامې وړاندې کړې. [5]
په ۱۹۹۳ زکال کې سپیلبرګ د باکس آفیس پرله پسې بریالي فلمونه ډایرکټ کړل؛ هغه ته اړوند د ژوراسیک پارک (Jurassic Park) په نامه د علمي تخیلي ټریلر لرونکي فلم په خپرېدو سره دغه فلم د فلمونو په تاریخ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی فلم وګرځېد؛ همدارنګه د شنایډر لېست (Schindler's List) په نامه هلوکاسټ ته اړونده ډارمه یې د تاریخ په اوږدو کې یو له بهترینو فلمونو وبلل شو. نوموړي په ۱۹۹۸ زکال کې دویمې نړیوالې جګړې ته اړوند د رایان سرتېري د ژغورنې (Saving Private Ryan) په نوم فلم او نورو فلمونو له امله د غوره ډایرکټرۍ په برخه کې د اوسکار جایزه ترلاسه کړه. سپیلبرګ په ۲۰۰۰مه لسیزه کې د اې. آی مصنوعي ځیرکتیا (A.I. Artificial Intelligence؛ ۲۰۰۱ زکال)، اقلیت راپور (Minority Report؛ ۲۰۰۲ زکال)او د نړیو د جګړې (War of the Worlds؛ ۲۰۰۵ زکال) په نومونو د علمي تخیلي فلمونو جوړولو ته دوام ورکړ. نوموړي د تینتین د کړکېچ (The Adventures of Tintin؛ ۲۰۱۱ زکال)، لومړۍ شمېره لوبغاړی چمتو (Ready Player One؛ ۲۰۱۸ زکال) په نومونو ماجرایي ژانر ته اړوند فلمونه، د امیسټاډ (Amistad؛ ۱۹۹۷ زکال)، مونیخ (Munich؛ ۲۰۰۵)، جنګي آس (War Horse؛ ۲۰۱۱ زکال)، لینکولن (Lincoln؛ ۲۰۱۲)، د جاسوسانو قلا (Bridge of Spies؛ ۲۰۱۵) او پسټ (The Post؛ ۲۰۱۷ زکال) په نامه تاریخي ژانر لرونکې ډارمې؛ د وسټ سایډ کیسې (West Side Story؛ ۲۰۲۱ زکال) په نامه عاشقانه او د فیبلمن کورنۍ (The Fabelmans؛ ۲۰۲۲ زکال) په نامه نیمه اټوبیوګرافیکي فلمونه؛ ډایرکټ کړي دي.
سپیلبرګ د امبلین انټرټینمېنټ او ډریم ورکس په نومونو د فلم جوړونکو شرکتونو یو له بنسټګرانو څخه و چې ګڼ شمېر بریالي فلمونه او تلویزیوني سریالونه یې تولید کړل. هغه له سندره جوړونکي جان ویلیامز سره اوږد مهاله همکاري لرله او یوازې له پنځو سینمايي فلمونو پرته یې ورسره په ټولو فلمو کې کار کړی. د سپیلبرګ یو شمېر آثار د فلمونو د تاریخ تر ټولو غوره فلمونه بلل کېږي او آن یو شمېر یې د تاریخ په اوږدو کې له هغو فلمونو څخه دي چې له نورو ټولو یې ډېره ګټه لرلې. د پریمیر (Premiere) په نامه فلم یې لامل وګرځېد چې نوموړی په ۲۰۰۳ زکال کې د فلمونو د نړۍ د مخکښو سلو کسانو په کتار کې شامل شي. په ۲۰۱۳ زکال کې د ټایمز مجلې نوموړی د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو په ډله کې یاد کړ او همدارنګه په ۲۰۲۳ زکال کې د نړۍ لومړۍ کس شو چې په متحده ایالاتو کې یې د ټایمز د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو جایزه ترلاسه کړه. [6][7][8][9][10]