سورن کی یرکګارډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سورن ابي کی یرکیګارډ (/ˈsɒrən ˈkɪərkəɡɑːrd/ SORR-ən KEER-kə-gard, همدارنګه په امریکايي انګلیسي ژبه /-ɡɔːr/ ګور، په دنمارکي ژبه: [ˈsɶːɐn ˈɔˀˌpyˀ ˈkʰiɐ̯kəˌkɒˀ] (اورېدل )؛ زوکړه د ۱۸۱۳ کال د مې میاشتې ۵مه- مړینه د ۱۸۵۵ کال د نوامبر ۱۱مه) یو ډنمارکی د دینپوهنې پوهاند، فلیسوف، شاعر، ټولنیز کرهکتونکی او مذهبي لیکوال و، چې په پراخه توګه د لومړني هستيپال (اګزیستانسیالیست) فلیسوف په توګه پېژندل کېږي. هغه د منظم مذهب، عیسویت، اخلاقو، چلند، ارواپوهنې او دیني فلسفې په اړه تنقیدي لیکنې وکړې او له استعارې، کنايې او تمثیل سره يې خپل انس څرګند کړ. د هغه ډېری فلسفي کارونه د یو «مجرد فرد» په توګه د ژوند په څرنګوالي بحث کړي او د انسان عیني واقعیت ته تر اجمالي تفکر لومړیتوب ورکوي او د شخصي ژمنتیا او انتخاب ارزښت په نښه کوي. نوموړی د هغه ادبي منتقدانو مخالف و چې د خپل وخت اېډیالیست روښانفکران او فلیسوفان يې ستایل او داسې فکر یې کاوه چې سویډبورګ، هګل، فیشته، شلینګ، شګل او هانس کریسټین انډرسون «پوهانو» په ډېرې چټکۍ پېژندلي وو. [1][2][3][4][5][6][7][8][9]
د کی یرکیګارډ د دینپوهنې کار د عیسویت پر اخلاقو، د کلیسا پر بنسټ، د عیسویت د خالصو معقولو شواهدو تر منځ توپیر، د خدای او انسان تر منځ لایتناهي کیفي توپير او له ګاډ-من (العیاذبالله، هغه انسان چې هم د خدای او هم د یو انسان ځانګړنې ولري، ژباړن) عیسی(ع) سره د فرد ذهني اړیکه چې له ایمان څخه ترلاسه کېږي تمرکز لري. د هغه ډېری کارونه په عیسویت کې پر خدايي مینه راڅرخیږي. هغه د ډنمارک کلیسا په څېر د دولت تر کنترول لاندې (سیزارو پاپیزم [د ټولنیز واک او سیاسي سیکولار حکومت د ترکیب اېډیالوژي، ژباړن]) د یو دین په توګه د عیسویت پر اوصولو او کړنو سخته نیوکه لرله. د اروا پوهنې په برخه کې د هغه کار د انسانانو عواطف او احساسات د فرد په ژوند کې د هغه د ژوند له انتخابونو سره ارزوي. [10][11][12][13]
په پېچلو خبرو کې د ټاکلو لیدلورو د وړاندې کولو لپاره د کی یرکیګارډ لومړنی کار په مستعار نوم ولیکل شو. هغه پېچلي مسائل په بېلابېلو لیدلورو کې وارزول چې هر یو یې له بېل مستعار نوم سره وړاندې کړ. هغه د جوړوونکې خبرې په نوم اثر پهخپل اصلي نوم ولیکه او هغه یې یو «مجرد فرد» ته اهدا کړ چې ښايي د هغه د اثارو د کشف غوښتونکی و. هغه ولیکل: «پوهه او ساینس غواړي دا تدریس کړي چې عیني واقعیت ته رسېدل یوه لار ده. عیسویت دا تدریسوي چې د واقعیت عینیت ته د رسېدو لار تابع کېدل دي.» په داسې حال کې چې پوهان د نړۍ په اړه د مشاهداتو/کتنو پهواسطه زدهکړه کوي، کی یرکیګارډ په غوڅ ډول دا رد کړه چې کتنې په يوازې ډول د روح د نړۍ داخلي کارونه څرګندولی شي. [14][15][16][17]
د کی یرکیګارډ ځینې کلیدي نظريې دا دي: «ذهني او عیني حقایق»، د عقیدې سمونه، د یادولو او تکرار غبرګولي، ډار، لایتناهي کیفي توپیر، ایمان د یوې تلوسې په توګه او د ژوند په لار کې درې پړاوونه. کی یرکیګارډ په ډنمارکي ژبه لیکل کول او په لومړیو کې یوازې په سکاټلنډي ژبه د هغه د اثارو هرکلی کېده، خو د شلمې پېړۍ په پیل کې د هغه لیکنې په فرانسوي، الماني او نورو اصلي اروپايي ژبو وژباړل شوې. د شلمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د هغه فکر پر فلسفه، دینپوهنې او په ټوله کې د لویدیځ په فرهنګ د پاموړ اغېز وکړ. [18][19][20]