سلطنتي شهزادګۍ، آن
From Wikipedia, the free encyclopedia
سلطنتي شهزادګۍ، آن (آن الیزابت الیس لوئیس؛ زوکړه: د ۱۹۵۰ زکال د اګست ۱۵مه) د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ غړې ده. نوموړې د ملکې الیزابت او د اډینبورګ د دوک شهزاده فیلېپ دویمه ماشومه او یوازنۍ لور او همدارنګه د پاچا دریم چارلز خور ده. د چارلز له پاچاهۍ وړاندې یې د بریتانیا د تاج او تخت د وارثینو په کتار کې دریم ځایګی درلود چې اوس مهال ۱۷م ځایګی لري؛ همدارنګه په ۱۹۸۷ زکال کې ورته د عمر تر پایه د سلطنتي شهزادګۍ لقب ورکړل شو. [1][2][3][4]
آن په کلارنس هاوس نومي سلطنتي استوګنځای کې وزیږېده او وړاندې له دې چې بالغه شي او سلطنتي دندې پر غاړه واخلي په بننډن ښوونځي کې یې زدکړې وکړې. هغه غښتلې اسپ زغلونکې شوه چې د اروپا د اتلولۍ له سیالیو څخه یې په ۱۹۷۱ زکال کې د سرو زرو مډال او په ۱۹۷۵ زکال کې یې دوه د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل. په ۱۹۷۶ زکال کې نوموړې د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ لومړنۍ غړې وه چې په المپیک لوبو کې یې سیالي وکړه. دغې سلطنتي شهزادګۍ په ۱۹۸۸ زکال کې د المپیک د نړیوالې کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ. [5][6][7]
آن د ملکې په استازولۍ یو شمېر رسمي دندې او مسئولیتونه مخته وړي. نوموړې د وایز (WISE)، رایډرز فار هېلت (Riders for Health) او کریرز ټرسټ (Carers Trust) مرستندویه بنسټونو په ګډون د ۳۰۰ بنسټونو مشره او ملاتړ کوونکې ده. د هغې مرستندویه چارې د لوبو، علومو، د معلولو وګړو سره د مرستې او همدارنګه په مخ پر ودې هېوادونو کې روغتیايي خدمتونه په ځان کې رانغاړي. نوموړې له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې د ماشوم ژغورنې (Save the Children) له بنسټ سره ښکېل ده او د هغو له ګڼ شمېر پروژو یې لیدنه کړې ده. [8]
آن په ۱۹۷۳ زکال کې له کېپتان مارک فیلېپس سره واده وکړ: دوی دواړه په ۱۹۸۹ زکال کې له یوبل جلا او په ۱۹۹۲ زکال کې طلاق شول. دوی د پیټر فیلېپس او زارا ټېنډال په نامه دوه ماشومان او پنځه لمسیان لري. له طلاق څو میاشتې وروسته هغې له قومندان (وروسته مرستیال اډمیرال) تیموتي لاورنس سره واده وکړ؛ لاورنس له ۱۹۸۶ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې د هغې د مور په دربار کې مامور و او دغه مهال یې له یو بل سره لیدلي و.