سایکلون عملیات
From Wikipedia, the free encyclopedia
د سایکلون یا طوفان عملیات د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې (CIA) د هغه پروګرام مستعار نوم و چې له مخې یې له ۱۹۷۹ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې افغان مجاهدینو ته وسلې او مالي امکانات برابرېدل؛ دغو مرستو د افغانستان د دیموکراتیک جمهوري دولت په ملاتړ افغانستان ته د شوروي اتحاد د ځواکونو له راتلو وړاندې او د هغو له وتلو وروسته هم دوام درلود. د مجاهدینو له ډلو سره د بریتانیا استخباراتي ادارې (MI6) هم مرسته کوله او له نورو څخه یې جلا او په پټه خپلې چارې مخته وړې. د دغه پروګرام پرمټ ډیری مرستې له هغو اسلام پاله جهادي ډلو سره کېدلې چې په ګاونډي پاکستان کې د محمد ضیا الحق د خوښې وړ وې او هغو ته ترې ډېره کمه برخه رسېده چې افغانستان ته یې د شوروي د ځواکونو له راتلو وړاندې د افغانستان د شوروي پلوه دیموکراتیک جمهوریت پر وړاندې ایډیالوژیکه جګړه کوله. [1]
د سایکلون عملیات تر نن ورځې پورې د سي آی اې تر ټولو اوږد مهاله او لګښتمن نفوذي عملیات ګڼل کېږي. دغه عملیات د ۱۹۷۹ زکال په نیمايي کې د ۶۹۵ زره امریکايي ډالرو رسمي بودیجې په لرلو پیل شول چې تر ۱۹۸۰ زکال پورې یې کلنۍ لګښت په پام وړ توګه له ۲۰ میلیون ډالرو څخه تر ۳۰ میلیون ډالرو ورسېده او په ۱۹۸۷ زکال کې یې کلنی لګښت ۶۳۰ میلیون ډالرو ته لوړ شو چې «د دریمې نړۍ د جګړو لپاره د تر ټولو لویې کچې لګښت لرونکو» عملیاتو په توګه توصیف شوي. سي آی اې د ۱۹۷۹ زکال په ډسمبر میاشت کې افغان مجاهدینو ته لومړی لرغوني بریتانوي لي - انفیلډ ټوپک ورکړل؛ خو د ۱۹۸۶ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې مرسته کېدونکې وسلې د متحده ایالاتو د پرمختللو وسلو تر کچې ورسېدې چې په کې له ځمکې څخه هوا ته اف آی ام-۹۲ سټېنګر توغندي هم شامل و او شاوخوا ۲۳۰۰ دغه توغندي افغانستان ته ولېږل شول. په ۱۹۸۹ زکال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته هم دغو مرستو له دې امله دوام وکړ (خو کمې شوې)، چې مجاهدینو د ولسمشر محمد نجیب الله له دولت سره جګړې (د افغانستان کورنۍ جګړه؛ ۱۹۸۹- ۱۹۹۲ زکال) ته دوام ورکړ.[2][3][4][5][6][7][8]