سانسور
From Wikipedia, the free encyclopedia
سانسور د وینا، عامه اړیکو، او نورو معلوماتو منع کولو یا حذف کولو ته ويل کېږي. دا ممکن له دې امله ترسره شي چې دا ډول معلومات کېدای شي تر نیوکې لاندې، مضر، حساس یا "ځوروونکي" وي. سانسور کېدای شي د حکومت، خصوصي بنسټونو، یا نورو کنترول کوونکو اشخاصو له خوا په لار واچول شي. [1][2][3][4]
کېدای شي حکومتونه او خصوصي بنسټونه سانسور وکړي. نورې ډلې یا بنسټونه کولای شي د سانسور لپاره وړاندیز او غوښتنې وکړي. کله چې یو فرد یا لیکوال خپل کارونه یا ویناوې سانسور کړي، دې ته خپل-سانسور وایي. عمومي سانسور لکه د وینا، کتاب، موسیقي، فلمونو او نورو هنري کارونو، مطبوعاتو، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ په بېلابېلو رسنیو کې واقع کېږي، لکه ملي امنیت، د فحشا کنترول، د ماشومانو د فحشا کنترول، او د کرکې وینا، څو د ماشومانو یا نورې زیان منوونکې ډلي خوندي، سیاسي یا دیني نظریاتو رواجولو یا محدودلو، او له تهمت او سپکاوي څخه مخنیوی وکړي. [5]
مستقیم سانسور ممکن قانوني بڼه ولري یا نه، خو دا په دا ډول، موقعیت او منځپانګه پورې اړه لري. ډېری هېوادونه د قانون پر بنسټ د سانسور پروړاندې پراخ خوندیتوب منځ ته راوړي، خو دغه خوندیتوبونه هېڅ یو په مطلق ډول نه پلی کېږي او په پرلپسې ډول د اړتیا په صورت کې د متضادو حقوقو تر منځ انډول لپاره غوښتل کېږي، څو معلومه شي چې کوم شی باید سانسور او کوم نشي. د خپل-سانسور پروړاندې هېڅ قانون نشته.