زورواکي
From Wikipedia, the free encyclopedia
دیکتاتوري هغه ډول حکومت دی چې د یوه مشر (دیکتاتور) یا د مشرانو د یوې ډلې له خوا جوړیږي کوم چې د حکومت واک چې خلکو ته یې ژمنه شوې وي، په لاس کې لري او د سیاسي کثرت ګرايي (پلورالیزم) یا ازادو رسنیو په وړاندې هېڅ زغم نه لري. په زیاترو دیکتاتوري نظامونو کې، د هېواد اساسي قانون خپلو اتباعو ته حقونه او د ازادو او دیموکراتیکو ټولټاکنو ژمنه ورکړې وي او وايي چې اتباع به یې له دې ټولو حقونو څخه برخمن وي، خو په حقیقت کې داسې نه وي. لکه څرنګه چې دیموکراسۍ د حکومت کولو داسې یو ډول دی چې پکې «هغه کسان چې حکومت کوي هغوی د یوې دورې لپاره د ټولټاکنو له لارې ټاکل کېږي»، خو په دیکتاتوري نظامونه کې بیا داسې څه نشته . [1]
په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې، دیکتاتوري نظامونه او مشروطه دیموکراسۍ د نړۍ په کچه د حکومت کولو د دوو اصلي بڼو په څیر رامنځته شوې او په تدریج سره یې ځواکمن شاهي نظامونه وپرځول. په معمول ډول په دیکتاتوري رژیم کې، د هېواد مشر د دیکتاتور په نوم سره پیژندل کېږي؛ که څه هم د هغه رسمي نوم ښايي مشر یا رهبر ته ورته یو نوم وي. د دیکتاتورانو یوه ځانګړنه دا ده چې هغوی د خپل پیاوړي شخصیت نه ډېره ګټه اخلي او نه پریږدي چې خلک ازادو رسنیو ته لاسرسی ولري، تر څو وکولای شي خپله برتري او خپلواک سیاسي او ټولنیز ثبات خوندي وساتي. دیکتاتور او توتالیتر ټولنې په معمول ډول د ځایناستي حکومتي سیستم د پلویانو د اغېز د کمولو لپاره له سیاسي تبلیغاتو څخه کار اخلي.[2][3]