رسول پولس
From Wikipedia, the free encyclopedia
پولس یا پل (پخوا شائول طرسوسي بلل کېده؛ زوکړه: احتمالا له میلاد وړاندې یا وروسته ۵ کال – مړینه: له میلاد وروسته ۶۴/۶۵ کال) چې تر ډېره د رسول پولس او سېنټ پولس په نومونو هم پېژندل کېږي، د عیسويانو پر باور هغه رسول دی چې د عیسویت د لومړۍ پېړۍ پر مهال یې د عیسی(ع) لارښوونې ترویج کړې دي. نوموړی چې د حواریانو د دورې یو له مهمو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي، په کوچنۍ آسیا او اروپا کې یې له ۴۰ مې لسیزې څخه تر ۵۰مې لسیزې پورې ګڼ شمېر عیسوي ټولنې رامنځته کړې دي. [1][2][3][4][1][5]
د پولس د ژوندانه او اثارو اړوند د اطلاعاتو اصلي منبع نوي تړون ته اړوند د رسولانو د اعمالو کتاب (عیسویانو ته اړوند یو مذهبي کتاب) دی چې د دغه کتاب نږدې نیمه محتوا د هغه ژوند مستند کړی. د دغه کتاب پر بنسټ پولس د یو فریسي په توګه ژوند کړی او د عیسی د لومړنیو هغو زده کوونکو په ځورونه کې یې لاس لرلی چې په ډېر احتمال هغه هیلنېستي تښتېدلي یهودیان و چې له عیسویت منلو وړاندې په اورشلیم کې استوګن و. د سټیفان د اعدام له تائید لږ وروسته، پولس دمشق ته پر لار و چې هلته عیسویان ونیسي او هغوی لاس تړلي اورشلیم ته راولي. د غرمې پر مهال د لمر له رڼا روښانه رڼا د هغه او د هغه د ملګرو په چاپېر پرېوته چې له امله یې دوی پر ځمکه را پرېوتل او ګویا عروج کړي عیسی په شفاهي ډول هغه ته د خپلو پیروانو د ځورونې یادونه وکړه. له دې وروسته هغه ړوند شو او ښار ته د ننوتو په قوماندې سره د هغه د سترګو لید بېرته د دمشقي حنانیه له خوا جوړ شو. د دغو پېښو وروسته پولس د تعمید غسل وکړ او له ځنډ پرته یې اعلان وکړ چې عیسی د یهودیت مسیح او د خدای زوی دی (العیاذ بالله). هغه درې تبلیغي سفرونه وکړل څو د عیسویت پیغام په کوچنۍ آسیا، یونان، مقدونیې، قبرس، یهودیه او سوریه کې غیریهودي ټولنو ته ورسوي. [6][7][8][9][10][11][12]
د نوي تړون له ۲۷ کتابونو څخه ۱۴ یې پولس ته اړوند بلل کېږي. د پولس اووه رسالې د نورو په پرتله د محققینو له خوا په مختلفو درجو د ډیر اعتبار لرلو له امله هېڅ تر بحث لاندې نه نیول کېږي. ورته مهال د پولس له خوا عبراني وګړو ته د رسالې تالیف خپله د پولس له خوا نه دی تائید شوی او له همدې امله په دویمه او دریمه پېړۍ کې دغه رساله له شک سره مخ شوې. ورته مهال له پنځمې پېړۍ څخه تر شپاړلسمې پېړۍ پورې دا بې له شکه منل شوې موضوع وه چې پولس د عبرانیانو د کتاب لیکوال دی، خو نن ورځ دغه لیدلوری په نږدې بشپړه توګه د څېړونکو له خوا رد شوی دی. یو شمېر څېړونکي باوري دي چې د هغه شپږ نورې رسالې د ده په نامه د ده څخه د پاتې شوو لیکونو او مطالبو څخه په ګټنې لیکل شوې هغه لیکنې چې اوس مهال شتون نه لري. دغه مستعار لیکوال د هغه د بحث سره مخ رسالو پر وړاندې ګڼ شمېر ستونزې رامنځته کړي. [13][1][4][14][15][13][16]
نن ورځ د پولس رسالې د لویدیځ د لاتیني او پروتستانت سنتونو او همدارنګه د ختیځ د ختیځو کاتولیک او ارتدوکس سنتونو په الهیاتو، عباداتو او نورو چارو کې حیاتي ریښه لري. [4][17]