راجيه سبها (د هندوستان پارلمان)
From Wikipedia, the free encyclopedia
راجیه سبا د هند د پارلمان مشرانو جرګه ده او لوک سبھا بيا د ولسي جرګې په نوم یادیږي. راجیه سبا ټولټال 250 څوکۍ لري په داسې حال کې چې اوسنی قانون یوازې 245 غړو ته اجازه ورکوي. 12 غړي د هند د ولسمشر له خوا نومول کیږي. د دوی هر یو نومول شوی غړی بلل کیږي. د ایالتونو او د مرکزي سیمو نور غړي د یوې انتقالي رایې له لارې ټاکل کیږي. د راجیه سبا هر غړی د 6 کلونو لپاره ټاکل کیږي، د غړو درېيمه برخه په هرو 2 کلونو کې تقاعد کیږي. [1]
راجیه سبا په دوامداره توګه غونډه کوي او د لوک سبا برعکس، راجیه سبا هیڅکله نه منحل کیږي. راجیه سبا د لوک سبا په پرتله لږ ځواکمنه ده ځکه چې د لوک سبا د غړو شمېر ډېر دی مګر د واکونو له مخې دواړه یو شان دي مګر د اکمالاتو په برخه کې د لوک سبھا واکونه ډېر شوي. که د دواړو قانونو ترمينځ په يو بل باندې اختلاف موجود وي نو ګډه غونډه رابلل کيږي خو دا کار په وقفه يي ډول ترسره کيږي، تر دې مهاله يوازې درې ځله ګډه غونډه ترسره شوې ده.
مرستیال ولسمشر د هند د راجیه سبا مشري کوي . او هغه د ټولو غونډو مشري کوي.د راجیه سبھا مرستیال د موجوده غړو څخه ټاکل کیږي او د هغه په نه شتون کې د رییس کار څاري. د راجیه سبا لومړۍ غونډه د ۱۹۵۲ کال د می په ۱۳ نیټه ترسره شوه. [2] د 2018 اکتوبر 18 پورې، د راجیه سبا غړي کولی شي په 22 ژبو څخه په هرې يوې خبرې وکړي ترڅو د هند د 22 رسمي ژبو استازیتوب وکړي. [3]