د ۱۸۱۲م کال جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ۱۸۱۲م کال جګړه (پیل د ۱۸۱۲م کال د جون په ۱۸مه – پای د ۱۸۱۵م کال د فبروري په ۱۷مه) د امریکا متحده ایالتونو او د هغوی ځایي متحدینو لخوا د بریټانیا او متحدینو په ضد، په فلوریډا کې د اسپانیا محدود ګډون سره ترسره شو. دا کار هغه وخت پیل شو چې متحده ایالتونو د ۱۸۱۲م کال د جون په ۱۸مه د جګړې اعلان وکړ او که څه هم د ۱۸۱۴م کال په آګسټ کې د ګنټ په تړون کې د سولې شرایط ومنل شول، خو تر هغو چې د ۱۸۱۵م کال د فبرورۍ په ۱۷مه د کانګرس لخوا د سولې تړون په رسمي توګه تصویب شو، پای یې ونه موند.[1][2]
دا شخړې د اوږدمهاله اختلافونو، چې په شمالي امریکا کې د سیمې پراخولو پر سر او د امریکا ځایي قبیلو څخه د بریټانیا ملاتړ چې په شمال لوېدیځو سیمو کې د متحده ایالتونو د استعماري مېشت ځایونو مخالف وو، څخه سرچینه اخلي. دا محدودیتونه په ۱۸۰۷م کال کې پس له هغه چې شاهي سمندري ځواکونو له فرانسې سره د امریکا پر سوداګرۍ لا شدید محدودیتونه پیل کړل، شدت ونیوه، چې د هغو کسانو پر سر چې د بریټانیا وګړي وو، ان هغه کسان چې د امریکا تابعیت یې درلود، لا ډېر شو. هغه ته د ځواب ویلو چلند په هکله نظرونه دوه ګوني وو، او که څه هم اکثریت د استازو او سنا په مجلس کې جګړې ته رایه ورکړه، هغوی په کلکو ګوندي کرښو له ډیموکراټ – جمهوري غوښتونکي ګوند سره په موافقو او له فډرالیسټ ګوند سره په مخالفو ډلو ووېشل شول. له جګړې څخه د مخنیوي لپاره د بریټانیا امتیازاتو په هکله خبرونه د جولای تر وروستیو پورې متحده ایالتونو ته ونرسېدل او په هغه وخت کې لا د مخه جګړه پیل شوې وه.[3][4]
په سمندر کې، ډېر لوی شاهي سمندري ځواک، د متحده ایالتونو پر سمندري سوداګرۍ اغېزناکه محاصره ولګوله، په داسې حال کې چې د ۱۸۱۲ تر ۱۸۱۴م کلونو ترمنځ، د بریټانیا منظمو پوځیانو او استعماري ملېشو پر کاناډا باندې د امریکا د بریدونو یوې ټولګې ته ماته ورکړه. دا کار په ۱۸۱۳م کال کې پر شمال لوېدیځې سیمې باندې د امریکا کنټرول او د ایرې او ټیمز په جهیل کې د امریکا په بریاوو سره متعادل شو. د ۱۸۱۴م کال په لومړیو کې د ناپولیون استعفا بریټانیا ته اجازه ورکړه ترڅو لا دېر ځواکونه شمالي امریکا ته او سمندري شاهي ځواک واستوي ترڅو خپله محاصره لا پیاوړې کړي او د امریکا اقتصاد فلج کړي. د ۱۸۱۴م کال په آګسټ کې، په ګنټ کې خبرې پیل شوې او دواړه خواوې د سولې غوښتونکي وو. د بریټانیا اقتصاد په ژوره د سوداګریز تحریم تر اغېز لاندې راغلی وو، په داسې حال کې چې فډرالیسټانو په ډسمبر کې د هارټفورډ کنوانسیون ترسره کړ ترڅو له جګړې سره خپل مخالفت رسمي کړي.[5][6]
د ۱۸۱۴م کال په آګسټ کې، بریټانوي ځواکونو واشنګټن وسوځاوه، مخکې له دې چې په سپټمبر کې په بالټیمور او پلاټزبورګ کې د امریکا بریاوو په شمال کې جګړې ته پای ورکړ. د متحده ایالتونو په سوېل ختیځ کې یې دوام وموند، چېرته چې د ۱۸۱۳م کال په وروستیو کې د اسپانیایي او بریټانیایي سوداګرو تر ملاتړ لاندې یوه کریک ډلې او هغو کسانو ترمنځ چې د متحده ایالتونو لخوا ملاتړ کېدل، کورنۍ جګړې اور واخیست. د جنرال انډرو جکسون تر مشرۍ لاندې د امریکایي ملېشو په ملاتړ، هغوی یو لړ بریاوې لاس ته راوړې چې د ۱۸۱۴م کال په نومبر کې د پنساکولا په اشغال سره پای ته ورسېدې. د ۱۸۱۵م کال په اپرېل کې، جکسون په نوي اورلیان باندې د بریټانیا برید مات کړ او له دې کار سره هغه ملي شهرت ته ورسېد او وروسته په ۱۸۲۸م کال کې د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریا ته ورسېد. د دې بریا خبر د ګنټ تړون لاسلیک سره سم واشنګټن ته ورسېد چې په اساسي توګه یې موقعیت له جګړې څخه مخکې حالت ته بېرته وګرځاوه. په داسې حال کې چې بریټانیا ټینګار درلود چې دا شاملې سیمې له ۱۸۱۱م کال څخه مخکې د امریکا ځایي متحدینو پورې تړاو لري، کانګرس هغه سیمې د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت نه پېژندلې او له دواړو اړخونو څخه هیڅ یو یې هم د دې اړتیا د پوره کولو هڅه ونکړه.[7][8]