يو ډول هېواد From Wikipedia, the free encyclopedia
د کندهار واکمني یا د کندهار د شهزادهګانو واکمني یا بیا د کندهار د شهزادهګانو حکومت یا هم د کندهار سلطنت [1] یو سیمه ییز حکومت وو چي په سوېلي آسیا کي یې شتون درلود. دا دولت د افغانستان او برتانوي هند سره پوله لرله. د کندهار د واکمنۍ سیمه د اوسني افغانستان د کندهار ولایت سیمه وه، نوموړي دولت له ۱۸۱۸ څخه تر ۱۸۵۵ پوري شتون درلود.
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ځای |
د ړنګېدو وخت | |
---|---|
مهمې پېښې |
یاد سیمه ییز دولت د بارکزو د کورنۍ د یو شمېر غړو لخوا د یو کنفدراسیون په توګه واک مخته وړی.[2] په ۱۸۵۵ کال کي دغه دولت د کابل میشته افغان واکمن [3] دوست محمد خان له خوا فتح او د پای ټکئ ورته کښېښودل سو.[4] [2] [5]
په ۱۸۱۸ زیږدیز کي بارکزیو وروڼو کندهار او شاوخوا سیمي لاندي او له کابل څخه یې خپلواکي اعلان کړه. د یادي خپلواکۍ په پایله کي شېردل خان د کندهار ولایت د امنیت مسوول وټاکل سو، خو په ۱۸۲۶ کال کي د هغه له مړیني سره سم بارکزیو وروڼو له یو بل سره جګړه وکړه چي په ترڅ کي یې د ښار دېوالونه ویجاړ سوه. [6]
په ۱۸۴۲ کال کي کهندل خان، مهر دل خان او رحیم دل خان په کرمان کي تر اوږدې جلاوطنۍ وروسته کندهار ته ولاړه. هلته له رسېدو سره سم یې کندهار فتحه او خپله واکمني یې رامنځ ته کړه. [7] د افغان-انګلیس د لمړۍ جګړې په پایله کي د کهندل خان موخه دا وه ترڅو خپل نفوذ په سیستان کي هم پراخه کړي او د دې اقدام د ترسره کولو لپاره یې د رودبر تر ولسوالۍ چي د سنجرانی بلوڅانو تر واک لاندي وه، پوري خپل نفوذ وغځوی. [8] په ورته وخت کي د هرات یارمحمد خان الکوزي هم د سیستان پر خاوره د برید پلان درلود او د کهندل خان یاد اقدام ددوی ترمنځ د دښمنۍ تخم وشیندی.
په 1855 کې، کهندل خان مړ، او دده او رحیم دل خان د زامنو ترمنځ د واک پر سر کړکیچ رامینځته سو. افغان واکمن دوست محمد له دې حالت څخه په ګټي اخیستني په 1855 کال کي کندهار د یو برید په ترڅ کي بیرته سقوط او په افغان واکمنۍ پوري ونښلاوه.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.