کاپیسا ولایت د افغانستان د مركزي ولايتونو په لړۍ كې راځي. په تاريخي كتابونو كې د كاپيسا يادونه همدې ته ورته نومونو شوې ده. د كاپيسا مركز محمودراقي دى، ولسوالۍ يې په دې ډول دي: اوله حصه، نجراب، تګاب. كاپيسا دوه علاقه دارۍ لري: يوه كوه بند او بله آله سای. د كاپيسا ولايت ټول مساحت ۱۸۷ كيلو متره دى. چې په ۱۳۵۹ كال كې يې د خلكو شمېره ۲۵۶۲۳۲ تنه ثبت شوي او په ۱۳۷۹ كې ۳۷۴۰۹۸ اټكل شوى.
چټک مالومات پلازمېنه, عمومي معلومات ...
عامه معلوماتعمومي معلومات | |
---|
وګړو شمېر | |
---|
پکي شاملې اداري سیمې | |
---|
رسمي ژبه | |
---|
ځايي ژبې | |
---|
د حکومت مشر | |
---|
اداري سیمه | |
---|
هېواد | |
---|
کچه او لوړوالید ځای کچه |
۱٬۸۴۲ كيلومتر مربع |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
تړل
كاپيسا ډېره ښه هوا لري، واوره په كې اوري. اوړى يې تود او ژمى يې سوړ دى. پخوانيو پاچاهانو به د محمود راقي او نجراب له غونډيو څخه د اوړي په موسم كې د تفريح ځايونو په توگه كار اخيست. له همدغو غونډيو څخه تاريخي اثار هم لاس ته راغلي دي. د كاپيسا زيات وگړي په مالداري، كرنه او بڼوالۍ بوخت دي. پخوا وختونو كې د نساجي فابريكې په دغه ولايت كې زياتو خلكو ته كار موندلى وو او هلته په دندو بوخت وو. د كاپيسا د تگاب انار ډېر مشهور دى، هلته د انارو ښايسته او گڼ باغونو دي، چې سودا گر يې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته پر لېږلو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم صادروي. د نجراب ستوان (تلخان) او پنېر ډېر مشهور دي او خلك يې ډېر زيات خوښوي. د دغه ولايت د اوبو سرچينې د تگاب، پنجشېر او نجراب سيندونه دي. په تگاب او نجراب درو كې يو شمېر كارېزونه هم شته چې د ځمكو په خړوبولو كې ترې كار اخيستل كېږي. د كاپيسا ولايت خلك پوهه پالونكي اوعلم دوسته خلك دي. په ډېرو ولسواليو اوعلاقه داريو كې ښه د حساب وړ شمېر ښوونځي لري، په تېره بيا په دې وروستيو دوو كلونوكې هلته د لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى.