From Wikipedia, the free encyclopedia
د کابل–کندهار لويه لاره يوه ۴۸۳ کيلومتره لاره ده، چي د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه کابل او کندهار د ميدان ښار، سيداباد، غزني، او قلات له لارې د يو بل سره نښلوي. دا لویه لار د افغانستان د ملي تجارتي سیسټم یوه مهمه برخه ده یا رينګ روډ دي. د کابل او کندهار تر منځ غزيدلې دا لویه لاره هيڅ د هيڅ لويو غرونو څخه نه تيريږي. د افغانستان شاوخوا ٣۵ سلنه وګړي د کابل او کندهار تر منځ ددي لويي لارې په ۵۰ کیلومتري کې ژوند کوي.
د کابل-کندهار لويه لاره | |
---|---|
د افغان پاچا تيمورشاه د تګ راتګ لاره | |
د سړک معلومات | |
پيل او پاي : | ۱۶ December ۲۰۰۲[1] – December ۲۰۰۳[2] |
د کابل-کندهار لويه لاره د دوو لسیزو جګړو او غفلت له کبله په ډير بد حالت کې وه. د لسیزو جنګ او غفلت وروسته امریکا ددي لارې د ٣٨٩ کیلو متره سړک ترمیمولو او بیارغونه پيل کړه، په داسې حال کې چې جاپان د سړک د ۵۰ کيلومتره جوړولو مرسته وکړه، يادونه دي وي چي د لارې ۳۴ کیلوميتره برخه د کار وړ وه. خو په هر صورت پروژه دلويس بيرګير ګروپ ته وسپارل سو، چي پکښي ترکي او هندي انجينرانو ګډون درلود. د دې مرحلې یو پړاو د ٢٠٠٣م کال د ډسمبر په میاشت کې بشپړ سو او لویه لاره ترافيکو د ښاغلي حامد کرزي په امر د ترافیکو پر مخ پرانستل سوه.[3] د کندهار څخه تر کابل پورې سفر عموما ١٢-١٣ ساعته وخت نيوي، مګر له دې چې د بیارغونې کارونه ترسره سول سفر نږدې ۶ ساعتو ته راکم سوي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.