From Wikipedia, the free encyclopedia
د ولز شاهزاده، ویلیام (ویلیام آرتور فیلېپ لوئیس – زوکړه: د ۱۹۸۲ زکال د جون ۲۱مه) د بریتانیا د تاج او تخت څرګند وارث دی. نوموړی د پاچا دریم چارلز او د ولز د شاهزادګۍ ډیانا مشر زوی دی.
ویلیام د خپلې پلرنۍ انۍ، ملکې دویمې الیزابت د واکمنۍ پر مهال وزیږېد. نوموړي په ویدربای ښوونځي (Wetherby School)، لوډګرو ښوونځي (Ludgrove School) او ایتون کالج کې زده کړې کړې دي. هغه د سنټ اندریوز له پوهنتون څخه د جغرافیا په برخه کې د ماسټرۍ سند لري، هغه پوهنتون چېرې چې ده له خپلې راتلونکې مېرمن کاترین میډلټون سره په کې ولیدل. په بلوز اېنډ رویالز (Blues and Royals) پوځي ډلګۍ کې له خدمت وړاندې یې د سنهارسټ په سلطنتي پوځي اکاډمۍ کې زده کړې کړې دي. د ۲۰۰۸ زکال په اپرېل میاشت کې د سلطنتي هوايي ځواک له کارنوېل کالج څخه فارغ او د ۲۰۰۹ زکال په لومړیو کې د همدغه ځواک د لټون او ژغورنې په برخه کې شامل شو. نوموړي د ۲۰۱۵ زکال له جولای وروسته په ایسټ انګلیان هوايي امبولانس کې د دوو کلونو لپاره د بشپړ مهالي پیلوټ په توګه دنده ترسره کړه.
ویلیام ته د پاچا له اړخه ګڼ شمېر رسمي دندې سپارل شوې دي. نوموړی د څه باندې ۳۰ مرستندویه او پوځي سازمانونو مشري کوي چې په دغو کې ټاسک ټرسټ، سنټرپوینټ، پاساژ، د ولز هوايي امبولانس او د لندن مرستندویه هوايي امبولانس هم شامل دی. همدارنګه سلطنتي بنسټ ته اړوندې یو لړ پروژې مخته وړي چې مرستندویه چارې یې د اروايي روغتیا، چاپېریال ساتنې، بې کوره توب او د بېرڼیو حالاتو د کارکوونکو د ستونزو موضوعات په ځان کې رانغاړي. د ۲۰۱۴ زکال په ډسمبر میاشت هغه «د وحشي حیواناتو د ژوند اړوند متحده طرحه» جوړه کړه چې موخه یې په ټوله نړۍ کې د وحشي حیواناتو د ناقانونه سوداګرۍ کمښت دی. د ۲۰۱۶ زکال په اپرېل میاشت کې ویلیام له خپلې مېرمنې کاترین او د هغې له ورور هري سر د «هېډز ټوګېدر؛ په انګریزي: Heads Together» تر عنوان لاندې د اروايي روغتیا اړوند د آګاهۍ یو پروګرام پیل کړ څو خلک دې ته وهڅوي چې د خپلو اروايي ستونزو اړوند خبرې وکړي. د ۲۰۲۰ زکال په اکتوبر میاشت کې ویلیام د اېرت شاټ (Earthshot) په نامه ۵۰ میلیون پونډي جایزه په راتلونکې لسیزه کې د انګېزوي چاپېریالي حل لارو لپاره اعلان کړه.
ویلیام د ۲۰۱۱ زکال په اپرېل میاشت کې له کاترین مېډلټون سره له واده وړاندې د کمبرېج دوک وټاکل شو. دوی دواړه درې ماشومان لري: شاهزاده جورج، شهزادګۍ شارلوټ او شاهزاده لوئیس. نوموړی د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په اتمه نېټه د خپل پلار له پاچا کېدو وروسته د کورنوال او روتسي دوک شو. راتلونکې ورځ نوموړی د ولز شاهزاده وټاکل شو، دا هغه دودیز لقب دی چې د بریتانیا د پاچاهۍ څرګند وارث ته ورکول کېږي. [1]
شاهزاده ویلیام د ۱۹۸۲ زکال د جون په ۲۱مه د لندن په سنټ ماري روغتون کې د ولز د شاهزاده چارلز (پاچا دریم چارلز) او د هغې د لومړۍ مېرمنې ډیانا د مشر زوی په توګه د خپلې پلرنۍ انۍ، ملکې دویمې الیزابت د واکمنۍ پر مهال وزیږېد. د باکېنګهام ماڼۍ د جون په ۲۸مه د ده نوم، ویلیام آرتور فیلیپ لوئیس اعلان کړ. ده ته د اګست په ۴مه نېټه د خپلې انۍ ملکې الیزابت د زوکړې د ۸۲مې کلیزې په ورځ د باکېنګهام ماڼۍ د موسیقۍ په خونه کې د کانټربري د لوی سقف، رابرټ رانسي له خوا د تعمید غسل ورکړل شو. [2][3][4][5][6]
ویلیام د لومړي ځل لپاره هغه مهال په عامه چاپېریال کې ورګډ شو چې په ۱۹۹۱ زکال کې یې د سنټ ډېوېډ په ورځ لالنډاف ته د خپلو والدینو ملتیا وکړه. هغه او ورور یې هري په ۱۹۹۱ زکال کې له خپلو والدینو سره په رسمي سفر کاناډا ته ولاړل او بیاځلي یې په ۱۹۹۸ زکال له خپل پلار شاهزاده چارلز سره کاناډا ته سفر وکړ. د ویلیام والدین په ۱۹۹۶ زکال کې له یو بل جلا شول. ډیانا د ۱۹۹۷ زکال د اګست په ۳۱مه سهار وختي د موټر د ټکر په یوه حادثه کې مړه شوه. دغه مهال ویلیام ۱۵ کلن و او له خپل ۱۲ کلن کوچني ورور او پلار سره په بالمورال قلا کې اوسېدل. سبا سهار شاهزاده چارلز، ویلیام او هري ته د خپلې مور د مړینې خبر ورکړ. د راپورونو له مخې ویلیام ډاډمن نه و چې آیا د جنازې په مراسمو کې د خپلې مور د تابوت تر شا ولاړ شي او که نه. نیکه یې شهزاده فیلیپ چې د اډینبورګ دوک و، ورته یې وویل: «که چېرې ته د هغې له تابوت سره ولاړ نه شې، زه فکر کوم وروسته به پښېمانه وې. که زه ولاړ شم، ایا ته له ماسره ځې؟». د جنازې په مراسمو کې ویلیام او هري د خپل پلار، نیکه او ماما چارلز سپنسر، نهم ارل سپنسر په خوا کې د هغې د تابوت تر شا روان وو چې د کنزینګټون ماڼۍ څخه یې تر وسټ مېنسټر کلیسا پورې یې یووړ.[7][8][9][10][11][12]
د مور له مړینې وروسته ویلیام څرګنده کړه چې دی د «څو کلونو لپاره د شاک په حالت کې و». ویلیام او ورور ته یې ۱۲.۹ میلیون پونډه شتمني له خپلې مور په میراث پاتې شوه چې په ۲۰۱۴ زکال کې د هر یوه برخه ۱۰ میلیون پونډه ته زیاته شوه. په ۲۰۱۴ زکال کې دغو وروڼو د خپلې مور د واده کالي، د الماسو تاج، جواهرات، لیکونه او نقاشۍ په میراث کې واخیستې. [13][14][15][16][17][18][19][20][21][22][23]
ویلیام په خصوصي ښوونځیو کې زده کړې وکړې چې د جین ماینورس له وړکتون او د ویدربای ابتدایي ښوونځي څخه یې را پیل کړې؛ دغو دواړو په لندن کې موقعیت درلود. له دې وروسته نوموړی د برکشر، ووکینګهام ته څېرمه لوډګرو ښوونځي ته ولاړ او د اوړي پر مهال به یې له روري سټیوارټ سره په خصوصي بڼه زده کړې کولې. په لوډګرو کې د زدکړو پر مهال هغه د فوټبال، لامبو، باسکټبال، نښې ویشتنې او د صحرانوردۍ په لوبو کې ګډون کاوه. له دې وروسته ایتون کالج ته ولاړ او هلته یې د جغرافیې، ژوندپوهنې او د هنر د تاریخ په برخو کې په عالي کچه زده کړې پیل کړې. ده په جغرافیه کې د «اې»، په ژوند پوهنه کې د «سي» او د هنرونو په تاریخ کې د «بي» نمرې ترلاسه کړې. ویلیام په ایتون کې د لامبو او فوټبال لوبډلو کېپتان و او همدارنګه یې واټرپلو لوبه هم کوله. [24][25][26][27][28][29][30]
ایتون کالج ته د ویلیام د تلو پرېکړه د هغوی د کورني دود پر خلاف وه ځکه چې د سلطنتي کورنۍ ماشومان به ګورډنسټون ته لېږل کېدل او د هغه نیکه او پلار هم دلته زده کړې وې. خو د ډیانا پلار او ورور بیا په ایتون کې زده کړې کړې وې. سلطنتي کورنۍ او تابلوید مطبوعاتو هوکړه وکړه چې ویلیام د خپل ژوندانه اړوند په منظم ډول د معلوماتو په ورکړې سره اجازه لري له کومې مداخلې پرته هر چېرې چې زده کړې کوي، کولای یې شي. د رسنیزو شکایاتو د کمیسیون مشر جان ویکهام څرګنده کړه چې «شهزاده ویلیام نه کوم بنسټ دی، نه کوم فلمي ستوری او نه هم د فوټبال اتل. هغه یو هلک دی: په راتلونکو څو کلونو کې چې کیدای شي یا د هغه د ژوند مهم یا او هم دردونکی کلونه وي را لوی شي او یو سړی ترې جوړ شي». هغه مهال چې په ایتون کې یې زده کړې کولې، تر ډېره به د اونۍ په وروستیو کې وینزر قلا ته راتله او له خپلې انۍ سره به یې چای څښه؛ دغه مهال به هغې د دولتي محرمو صندوقونو او د اساسي قانون پر بنسټ مسئولیتونو اړوند له هغه سره خبرې کولې څو «په راتلونکي کې یې پاچاهۍ ته چمتو کړي».[31][32][33]
په ایتون کالج کې د زده کړو له بشپړولو وروسته هغه په زده کړو کې یو کال وقفه راوړه او د دغې وقفې پر مهال یې په بلېز کې د بریتانیا د پوځ په تمریناتي پروګرامونو کې ګډون وکړ، د انګلیسي لبنیاتو په فارمونو کې یې کار وکړ او افریقا ته یې سفر وکړ. د سویلي چلي په تورتل ښار کې د رالي انټرنشنل (Raleigh International) پروګرام د برخې په توګه نوموړي ۱۰ اونۍ په سیمه ییزو ساختماني پروژو کې کار وکړ او د انګلیسي تدریس یې وکړ. دلته دی له نورو ځوانو داوطلبه کارکوونکو سره اوسېده او د کور په چارو کې یې ورسره ونډه لرله. له افریقايي کلتور سره د هغه لېوالتیا لامل وګرځېده څو سواحلي ژبه زده کړي. [34]
ویلیام په ۲۰۰۱ زکال کې د سکاټلنډ په سنټ اندریوز پوهنتون کې نوم ثبت کړ. هغه دلته خپلې زده کړې د هنر د تاریخ په څانګه کې پیل کړې، خو وروسته یې خپل اصلي مضمون جغرافیې ته بدل کړ. ده د خپلې ماسټرۍ پای لیک په هند سمندر کې د روډریګز مرجاني ډبرو اړوند ولیکه او په ۲۰۰۵ زکال کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. [35]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.