د هندوستان ولسمشر
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هندوستان ولسمشر چې په رسمي ډول د هندوستان جمهوريت د ولسمشر په نوم پېژندل کېږي، د هندوستان جمهوريت د دولت مشر دی. ولسمشر د اجرائيه قوې تشريفاتي مشر، تر څنګ يې د هندوستان د وسله والو ځواکونو اعلی سر قوماندان دی.
د ولسمشر دفتر هغه مهال جوړ شو، کله چې د ۱۹۵۰ز کال د جنورۍ په ۲۶مه نېټه دا هېواد په جمهوريت بدل او اساسي قانون يې نافذ شو. ولسمشر په غیر مستقيم ډول د ټاکنيز پلاوي (اليکټورل کالج/چې د خلکو استازي ولسمشر وټاکي، نه دا چې خلک نېغ په نېغه ولسمشر ته رايه ورکړي) له خوا ټاکل کېږي چې د هندوستان د پارلمان د دواړو جرګو او د هندوستان د هر ايالت يا سيمې د مقننه اسامبليو څخه جوړ وي چې هغوی بیا خپله د نېغ په نېغه ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.
که څه هم د هندوستان د اساسي قانون ۵۳ مه ماده وايي چې: ولسمشر کولای شي خپل واکونه له څو استثنائاتو پرته، په مستقيم يا تر لاس لاندې مسئولينو له خوا عملي کړي، د ولسمشر ټول اجرائيوي اختيارات په عملي ډول د لومړی وزير (د لاس لاندې مسئول په توګه) په مټ، د وزيرانو شورا په مرسته تر سره کېږی. د قانون له مخې ولسمشر اړ دی چې تر هغه وخته د لومړي وزير او کابينې په مشوره عمل وکړي، تر کومه چې دا مشوره له اساسي قانون څخه سرغړونه نه و.[1]
«رام نات کويند» څوارلسم او اوسنی ولسمشر دی چې د ۲۰۱۷ز کال د جولای له ۲۵مې په دې چوکۍ کار کوي