د مغولو واکمني
From Wikipedia, the free encyclopedia
مغولي سترواکي (په فارسي: هندي مغولان، په اردو: مغلیه سلطنت) په لومړۍ معاصره دوره کې په سویلي آسیا کې یوه متمدنه سترواکي وه. دغه سترواکي شاوخوا دوې پېړۍ په لوېديځ کې د سیند حوضې له بهرنیو څنډو، په شماللوېديځ کې د افغانستان له شمالي سیمو او په شمال کې له کشمیرڅخه نیولې په ختیځ کې د اوسني اسام او بنګلهدېش تر لوړو سیمو او په سویلي هند کې د دکن تر لوړو سیمو پورې غځېدلې وه.[1][2]
ګورکانیان د مغولو پاچايي | ||||
| ||||
پلازمینه | آگره | |||
ژبه(ی) | فارسي ژبه | |||
دین | اسلام | |||
دولت | ټولواکمني | |||
پاچا | (لومړی) ظهير الدين محمد بابر ) | |||
دویم بهادرشاه (آخرې) | ||||
تاریخ | ||||
- پیل | 1526 زېږديز | |||
- پای | 1857 زېږديز | |||
پيسی | روپۍ | |||
نن برخه د | پاکستان ، انډيا ،افغانستان |
ویل کېږي چې، د مغولي سترواکي بنسټ، په ۱۵۲۶ ز کال کې د بابر لهخوا اېښودل شوی ؛ بابر د اوسني ازبیکستان یو جنګي قومندان و، چې د عثماني سترواکۍ د ماشهيي ټوپکو او توپونو پوځي مرستې، خپله غوره ستراتیژي او سپاره پوځیان یې د دې لپاره کارول، چې د پاني پت په لومړۍ جګړه کې د ډیلي سلطان ابراهیم لودي مات کړي، د برني هند دښتې لاندې کړي او راجپوټان او افغانان رام کړي. له دې سره سره، د مغولي سترواکي نظام، کله ناکله په ۱۶۰۰ ز کال کې د بابر د لمسي «اکبر» له حکومت سره تړلی بلل کېږي. د سترواکي دغه نظام تر ۱۷۲۰ زکال پورې د وروستي لوی سترواک «اورنګزیب» له مړینې وروسته تر لنډې مودې پورې دوام درلود، چې د هغه د سلطنت په دوران کې دغه سترواکي له جغرافیايي پلوه، په کافي اندازه پراخه شوه. دغه سترواکي چې وروسته په ځانګړي ډول په هند کې د ختیځ هند کمپنۍ د واک په دوران کې په ډیلي او شاوخوا کې یوې سیمې ته را کمه شوه، په ۱۸۵۷ ز کال کې، د هند تر پاڅون وروسته د بریتانوي هند لهخوا په رسمي ډول منحل شوه.[3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13]
که څه هم مغولي سترواکي، د پوځي جګړو له لارې رامنځته او وساتل شوه، خو د نوو اداري تګلارو په جوړولو او د بېلابېلو حاکمو مخکښانو په ترکیب سره واک ته راغله، چې پایله یې یو مؤثر، متمرکز او سټنډرډ حکومت و. د سترواکي د جمعي شتمنۍ تکیه د کرنې پر هغو مالیاتو وه ،چې د مغولو درېیم سترواک «اکبر» وضع کړې وه. دغه مالیات چې د یوه کروندګر تر نیمايي زیات تولید یې جوړاوه، د منظمو نقرهيي پیسو په ډول تحویلېدل او پایله یې دا شوه، چې کروندګر او صنعتګران لویو بازارونو ته دننه شي.[14][15][16][17][18][19][20][21][22][23]
هغه نسبي سوله چې دغې سترواکي د ۱۷مې پېړۍ په لړ کې ټینګه کړه، د هند په اقتصادي پراختیا کې یې رول درلود. د هند په سمندر کې د اروپا مخ پر وده حضور او د هند خامو او نهايي محصولاتو ته ډېرېدونکې غوښتنه، په مغولي دربارونو کې د لا ډېرې شتمنۍ لامل شوه. د مغولي سترواکانو تر منځ، په ځانګړي ډول د شاه جهان په دوره کې د پام وړ لګښتونه موجود وو، چې په پایله کې یې انځورګري، ادبي فورمونه، نساجي او معماري تر ډېره وغوړېدل. په سويلي آسیا کې د مغولو ځینې آثار، لکه : د اګرې کلا، فاتح پور سیکري، لال کلا، د همایون مقبره، لاهور کلا او تاج محل، چې "په هند کې د مسلمانانو د هنر جوهر او د نړیوالو میراثونو په ډله کې په نړیواله کچه ستایل شوی شهکار بلل کېږي"، د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل دي.[24][25][26][27][28]