د لوګزامبورګ ښار
From Wikipedia, the free encyclopedia
Lua error in Module:Databox at line 434: attempt to index a nil value.
لوګزامبورګ (په لوګزامبورګي ژبه: Lëtzebuerg؛ فرانسوي کې: Luxembourg؛ آلماني کې: Luxemburg)، همدارنګه د لوګزامبورګ ښار (لوګزامبورګي کې: Stad Lëtzebuerg یا d'Stad؛ فرانسوي کې: Ville de Luxembourg؛ آلماني کې: Stadt Luxemburg یا Luxemburg-Stadt) په توګه پېژندل کېږي، د لوی ډوچي ګزامبورګ پلازمېنه او د هېواد ترټولو بانفوسه ښار دی. دا ښار چې د لوګزامبورګ سوېل کې د آلزټ او پټروس سیندونو یوخای کېدو سیمه کې پروت دی، د لوېدیځې اروپا په زړه کې قرار لري او د سړک له لارې د بروکسل څخه ۲۱۳ کیلومټره (۱۳۲ مایله)، پاریس څخه ۳۷۲ کیلومټره (۲۳۱ مایله)، او له کولن څخه ۲۰۹ کیلومټره (۱۳۰ مایله) لرې پروت دی. دې ښار کې د لوګزامبورګ قلعه شامله ده چې د منځنیو پېړیو په لومړیو کې د فرانکانو لخوا تاسیس شوه او د هغې شاوخوا ته مېشت ځایونه جوړ شول.[1]
د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر ۳۱مه کې، د لوګزامبورګ ښار ۱۲۸۵۱۴ کسه نفوس درلود چې د هېواد دوهم بانفوسه ولایت (Esch-sur-Alzette) څخه درې برابره ډېر دی. د دې ښار نفوس له ۱۶۰ ملیتونو څخه جوړ شوی دی. بهرنیان د دې ښار ۷۰ سلنه نفوس جوړوي، په داسې حال کې چې لوګزامبورګیان یوازې ۳۰ سلنه نفوس جوړوي. د بهرنیو استوګنو زېږېدونکو تعداد په ښار کې د هرکال په تېرېدو سره په دوامداره توګه ډېرېږي.[2][3]
په ۲۰۲۲م کال کې، لوګزامبورګ له ۱۳۷۹۵۰ ډالرو (PPP) سره په نړۍ کې د ترټولو لوړ ناخالص کورني تولید لرونکی وو او دا ښار په یوه بانکي او اداري مرکز بدل شو. په ۲۰۱۹م کال کې له ۲۳۱ ښارونو څخه د مرسر نړیوالې سروې له مخې، لوګزامبورګ د شخصي خوندیتوب له اړخه لومړی ځای خپل کړ، په داسې حال کې چې د ژوند کیفیت له اړخه یې اته لسم ځای خپل کړ.[4][5]
لوګزامبورګ د (بروکسل، فرانکفورټ او سټراسبورګ) په څنګ کې د اروپایي ټولنې یو له فعاله پلازمېنو څخه دی، ځکه د ګڼو نهادونو، آژانسونو او جسدونو مرکزونه په کې شتون لري، له هغې جملې څخه د اروپایي ټولنې د عدالت محکمه، د اروپا د محاسباتو محکمه، د اروپایي پارلمان سکرټریت، د اروپا عمومي څارنوالۍ دفتر، د اروپا پانګه اچونې بانک، د اروپا پانګه اچونې صندوق، د اروپا ثبات میکانیزم، او همدارنګه د نورو له منځه د اروپایي کمیسیون ډیپارټمنټونه او خدمات، یوروسټاټ، یادولی شو. د اروپایي ټولنې شورا هرکال د درې میاشتو لپاره په دې ښار کې جلسه نیسي.[6]