تړون چي سوالبرد د ناروې د نه بېلېدونکې برخې په توګه پېژني From Wikipedia, the free encyclopedia
د سوالبرد تړون د ١٩٢٠ کال د فبروري پر ٩مه لاسلیک سو، او د اګست په ١۴مه په ١٩۲۵ کې په ملي کچه پلي سو. په همدغه ورځ باندې سوالبرد د ناروې نه بېلېدونکې او د ناروې د بادشاهت حتمي برخه هم وټاکل سوه. دا تړون يو څو اړخیزه حکومتي تړون دی، چې په سوالبرد کي د افغانستان په شمول د تړون و ټولو ۴۶ هيوادونو ته د ناروې د اساسي قانون تر سيوري لاندي يو برابر حقوق وربخښي.
د تړون پر اساس به په سوالبرد کې د ناروې اساسي قانون پلي کېږي، خو تر څنګ يې ناروې بايد د تړون د هيوادونو د ښاروندانو سره د خپل هيواد د ښاروندانو په څېر سلوک وکړي، او هيڅ ډول تبعیض یا توپیري چلند به د منلو وړ نه وي. نو د ١٩٢٠ کال د همدغه تړون پر اساس افغانستان د نړۍ دهغه ۴۶ هيوادونو څخه دی چي ښاروندان يې په سوالبرد کې پرته د کوم بنديزه خپل کاروبار کولای سي، او پرته له کومې ستونزې خپل بېرغ رپولای سي.
[سرلیک.]
په پاریس کې د سپټسبرګن په اړه
د ناروې، د امریکا متحده ایالاتو، ډنمارک، فرانسې، اټاليا، جاپان،
هالنډ، د بریتانیا او آیرلینډ متحده ایالت او د د بریتانیا امپراتورۍ سیمې او سويډن
تر منځ تړون د فبروري پر ٩مه په کال ١٩٢٠ کي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر; د بریتانیا او آیرلینډ متحده ایالت اعليحضرت پاچا، او د بریتانیا امپراتورۍ تر سمندر هاخوا سيمي د هند امپراتور; د ډنمارک اعليحضرت پاچا; د فرانسې جمهوریت ولسمشر; د اټاليا اعليحضرت پاچا; د جاپان اعليحضرت پاچا; د ناروې اعليحضرت پاچا; د هالنډ علیا حضرت ملکه; د سويډن اعليحضرت پاچا،
موږ لېواله يو، پداسې حال کې چې د سپټزبرګن پر ټاپوډلو په ګډون د ېږ ټاپو د ناروې حاکمیت تسليمېږي، او سترګې په لاره و يو عادلانه او مناسب رژیم ته، او ددې لپاره چې رژیم خپله دنده په ايماندارۍ سره ترسره کړې، او د سيمې د پرمختیا او سوله ایزې ګټې اخیستنې او د تړون د پلي کولو لپاره لاندې اشخاص ټاکل کېږي:
د متحده ایالاتو د متحده ایالاتو ولسمشر:
په پاريس کې د امریکا د متحده ایالاتو ځآنګړي ډپلومات او د بشپړ واک خاوند استازی;
د بریتانیا او آیرلینډ متحده ایالت اعليحضرت پاچا، او د بریتانیا امپراتورۍ تر سمندر هاخوا سيمي د هند امپراتور:
او
د کاناډا د واکمني لپاره:
د آسټرلیا کامن ویلت لپاره:
د نيوزيلنډ واکمنۍ لپاره:
د سویلي افریقا اتحادیې لپاره:
د هند لپاره:
د اټاليا اعليحضرت پاچا:
د جاپان اعليحضرت پاچا:
د ناروې اعليحضرت پاچا:
د هالنډ علیا حضرت ملکه:
د سويډن اعليحضرت پاچا:
دغو مشرانو، خپل بشپړ واکونه په ښه او مناسبو خبرو اترو کې وکارول، او تر دې وروسته يې په لاندې ډول هوکړه کړې:
د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونه ددې تړون له لارې ناروې ته د سپيتسبرګین ټاپوډلو سيمي او يږ ټاپو چي Beeren-Eiland هم نومېږي سره سره، د ټولو هغو سيمو چې د Greenwich د ختيځ 10° او 35° عرض البلد تر منځ او د 74° او 81° عرض البلد و شمال ته وي، په خاصه توګه لویدیځ سپيتسبرګین، North-East Land، Barents Island، Edge Island، Wiche Islands، Hope Island يا Hopen-Eiland، او Prince Charles Foreland، او نور ټول ټاپوګان چي هلته موجود هغه که کوشني وي که لوي په رسمي ډول د ناروې هيواد د خاورې د برخې په توګه پېژني (ضمیمه شوې نقشه وګورئ).
د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونو کښتۍ او ښاريانو ته په خپلو سيمو او هغه سيمو کې چې په (١. ماده کې نومول شوي دي) د کب نیولو او ښکار کولو لپاره مساوي حقوق ورکول کېږي.
که ډير مهم څه وي نو ناروې به د مناسب اقداماتو نيولو ، سيمي ساتلو يا پریکړه کولو واک ولري، تر څو مناسب تدابیر فرمان کړئ. د یادو شویو سیمو د څارویو او نباتاتو اړوند کړنې هم د ناروې تر بشپړ واک لاندې دي. ; دې خبرې ته پاملرنه سوې ده چي چي د تړون و ټولو لويو لوړه کچه لاسليک کونکو هيوادونو ته به يو برابر حقوق وربخښل کېږي، پرته له دې چي د چا لحاظ وکړي، يا امتیازات ورکړي پکښې به هيڅ بدلون او توپيري چلند ونه منل شي.
هغه کسان چې خپله پېژندل سوې ځمکه لري، او پرې بشپړ قابض وي همدارنګه د ځمکي قانوني صلاحیت يې د (د 6مې او 7مې مادې) پر اساس منل شوي وي، به وکولای شي چې دوی په خپله ځمکه کې د ښکار د ځانګړي حق څخه خوند واخلي:
د تړون د لوي درجې ټول لاسليک کونکي هيوادونه به و هغه سيمو ته چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده د ننوتلو يو شان اجازه ولري، دوی به وکولای شي چې پرته د کوم خاص دليل د وړاندې و سيمي ورننوځي؛ دليل هر څه کيدلای شي، هغه لکه؛ د سيمي و سمندري اوبو ته ورتګ، د درې (fjords) ليدنه، و بندرګاه ته ورتګ او يا بل څه;د ځایی قوانینو او مقرراتو و پابندۍ ته په پاملرنې سره به دوی ممکنن پرته له کومه خنډه ټولي کړنې لکه صنعتکاري، کان کیندنې او سوداګریز عملیات د بشپړې ورورولۍ او پرته له کوم توپیري چلنده تر سره کړي. .
ددې سره سره که د سواحلو تجارت اړوند هر ډول قانون چې ممکنه ده په ناروې کې پرې عمل کېږي، به د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونو بېړۍ به و هغه سيمو ته چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده ته د تلو راتلو په حال کې د ناروې د سمندري بندرونو څخه ګټه پورته کړای شي، د تلو راتلو موخې که د درېدنې، د مسافرو کښته کولو، را پورته کولو او يا بله هره موخه وي هيڅ ستونزه نه لري. دا حقوق يواځي د مسافر وړونکي بېړۍ لپاره نه، بلکې د کارګو بېړۍ (cargo) د تګ راتګ لپاره هم دي.
ټول عام بې سیم تلګراف سټیشنونه چي د ناروې د حکومت په اجازه د ١. مادې په دننه سيمو کې جوړ شوي يا بيا شايد جوړ شي، بايد تل د لوي درجې ټولو لاسليک کونکو هيوادونو د غړو او د هغو د بیرغ تر سيوري لاندې بېړيو لپاره پرته له کوم توپیري چلنده د ګټې اخیستنې لپاره خلاص وي. د کال ۱۹۱۲ د جولای د ۵مې د راډیوټلګراف نړیوال کنوانسیون او يا بيا تر هغه وروسته د نړیوال کنوانسیون و شرایطو ته په پاملرنه، کوم چې ممکن د دې ځای پرځای کولو پایله ولري. د جګړې د حالت څخه د راپورته کیدونکو نړیوالو مکلفیتونه تابع؛ د ځمکې ملکیت مالکین باید تل د خپلو موخو لپاره د بېسیم مخابراتي شرکتونو تاسیساتو جوړولو او کارولو لپاره ازادي ولري، کوم چې به په خصوصي سوداګرۍ باندې د ټاکل شوی او يا ګرځنده بې سیمه سټیشنونو (moving wireless stations) سره د خبرو کولو لپاره وړیا وي، پدغه کي د الوتکو او بېړيو بورډ هم شامل دي.
د تړون د لوي درجې لاسليک کونکي هيوادونه په هغو سيمو کې چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده، د نړیوال هوا پیژندنې سټیشن رامینځته کولو ګټورتیا په پام کې لري. د دې سټیشن تنظیم کول به د يو راتلونکې تړون موضوع وي.
د موجوده مادې د بدلولو په حال کې، باید د تړون د لويې درجې د ټولو لاسليک کونکو هيوادونو د وګړو و ټولو هغه حقوق چې هغوی يې لري پاملرنه وشي.
د قبضې له ليارې شوي ادعاوې یا د موجوده تړون د لاسلیک کولو ترمخه شوو قبضو سره به دلته د Annex پر اساس چلند وشي، او دا به د اوسني تړون په شان ورته ځواک او اغیز ولري.
د استملاک کړنلارې، او د ملکيت د لرنې د قانون څخه ګټه پورته کولو، په خاوره کې د معدني حقونو په ګډون ډېر نور څه يا ټول هغه څه چې په هغه سيمو کې وي چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده ته په درناوی سره؛
د ناروې حکومت دا وعده کړې چې د تړون د لويې درجې د ټولو لاسليک کونکو هيوادونو د وګړو سره يو شان چلند وکړي، چلند بايد د بشپړ يو ډول چلند، او د اوسني تړون له شرایطو سره پر اساس وي.
او تخصیص ممکن ترسره شي، خو البته يوازې د عامه ګټورتیا پر سيمو باندې، او د مناسبې خسارې په ورکولو سره.
ناروې حکومت دا وعده کړې، چې د هغه سيمو لپاره چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده کي د کان کیندنې لپاره يو منظمه تګلاره رامینځته کړي، خو تګلاره به د تړون د لوي درجې د ټول لاسليک کونکو هيوادونو د وګړو لپاره يو شان وي [......]
د ناروې حکومت پر معدنياتو باندې د مالیې لګولو واک لري، خو ماليه به د ١٠٠ ټنو تر يو سلنې برخي لوړه نه وي. که تر دې زيات معدنيات وي نو ماليه کمېږي. [......]
د ناروې د حقونو او وظایفو د تابعیت پایله دا وه چې نوموړی هيواد د ملتونو لیګ غړيتوب ترلاسه کړ، ناروې ژمنه کوي چې په هغه سيمو کي چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې به هيڅ سمندري فوځي اډې نکړي جوړي او نه به یې بل هيواد ته د جوړولو اجازه ورکړي.
ناروې به و نورو هېوادونو ته په هغه سيمو کې چې په ١. مادې کې ورته اشاره شوې ده د کلاوو (جنګي کلاوو) د جوړولو اجازه ورنکړي، داسې کلاوې چي شايد د جنګي موخو لپاره وکارول شي.
تر هغه چې د تړون د لويې درجې ټولو لاسليک کونکي هيوادونه د روسیې حکومت په رسمي توګه پېژني، روسیه باید اوسنی تړون ته غاړه کیږدي. روسيان او د روس شرکتونه باید د تړون د لوي درجې د لاسليک کونکو هيوادونه د وګړو په څېر حقوقو څخه خوند واخلي. [....]
اوسنی تړون، چې پکښې فرانسوي او انګلیسي متن دواړه کره دي، باید تایید شوی.
تصويب شوي سندونه (Ratification) باید ژر تر ژره په پاریس کې وسپارل شي. [.....]
د لوړو نومول سوو چارواکو په شاهدۍ سره هغوی دا اوسنی تړون لاسليک کړ.
تړون د ۱۹۲۰ کال د فبرورۍ پر ۹همه ورځ په فاريس کي ترسره سو، د تړون د نقل يو کاپي به د ناروې د اعليحضرت پاچا و حکومت ته ورواستول سي او يوه بله کاپي يې بيا د فرانسې جمهوریت په آرشیفونو کې زیرمه سوه؛ تصدیق سوي کاپۍ به و نورو لاسلیک کونکو واکونو ته ور ولېږدول سي.
ډېر ژور...
ډېر ژور...
کله چې په ١٩٢٠ کال کې دغه تړون بشپړ سو، نو نړیوال قانون د سوالبرد لپاره پرته د سيمييز بحر بله هيڅ سمندری حد/سمندري زون ونه ټاکئ؛ او پر دې سربېره يې ځينې خاص قانوني مفهومونه لکه ځانګړي اقتصادي علاقې په پام کې نه وې نيولي. د سوالبرد په تړون کې د سيمييزو اوبو پلنوالی نه وو مشخص سوئ، وروسته ناروې د خپل ځمکني بحر پوله د خپل تر ټولو دباندې ټاپو د هغې سيمې څخه چي په سمندري اوبو نه وي لنده، د دودیز سمندري واټن ميل (چي ۴ سمندري میله) کېږي په ورغځولو په ډاګه کړه.
په سوالبرد کې د ناروې د حاکمیت او د سوالبرد تړون د ګوندونو د حقوقو اړوند اختلافات هغه وخت رامنځته سول چي د ملګرو ملتونو کنوانسیون د سمندر د قوانینو په لړ کې نوي سمندري ساحې، لکه کانټینټل شیلف، د کب نیولو سيمه او ځانګړی اقتصادي زون (EEZ) و هغو سيمو ته ورګډ کړل چې د ساحلي ايالتونو تر قضايي صلاحیت لاندې وي. د اختلاف اصلي لامل د لاندې پوښتنو په پوښتلو سره تشکيل کولای سو؛
(مولنار آيت ال.، ٢٠٠٨: ١٢; پيدرسن او هنريکسن، ٢٠٠٩:۱۴۱-۱۴۲)؟
د ناروې له نظره، د تړون حکم یوازې د تړون پر ځمکه او شاوخوا سيمييز سمندري بحر کي پلي کیږي. د همدې لپاره، د ناروې په وینا، دا هیواد حق لري چي د يو بحري هيواد په توګه تر دودیز سمندري واټن ميل (چي ۴ سمندري میله) کېږي ورهاخوا هم په خپله سيمه پوځي فعاليت ترسره کړي. په تیرو کې دا نظر د کاناډا لخوا ملاتړ شوی و، او د فنلنډ د ولسمشر کیکونن (۱۹۷۷) لخوا هم د ملاتړ ځینې نظریاتو شتون درلود، که څه هم هیڅکله يې په رسمي ډول د دولت دریځ ددې ملاتړ تصدیق نه وو کړی. شوروي اتحاد / روس به د ناروې سره بحث کاوه چې ناروې دلته د هیڅ سمندري زون د جوړولو حق نه لري او نه هم د ځمکنۍ سمندر ورهاخوا سمندري پوځي تمرينات ترسره کولاي سي. اوس مهال، د تړون ګوندونو د غبرګونونو څخه داسې بریښي چې هغوی دا منلې وي چي د تړون پر اساس دا ټاپو د خپل سمندري زونونو پوري محدود دئ. په هرصورت ، هيوادونه لکه؛ آیسلینډ ، روسیه ، هسپانیه ، او انګلستان وس هم پر دې خبره قايم ولاړ دي او ډاډ ترلاسه کوي چې د تړون کونکو ګوندونو حقونه او مکلفیتونه پر خپل اصل شکل وساتي؛ دوي د ټاپو د شاوخوا د کب نیولو زون او کانټینینټال شیلف دواړه د ټاپو او تړون برخه ګڼي.
(پېدﺭسن، ۲۰۰۶: ۳۳۹؛ ۲۰۰۸: ۶-۷؛ اوستويک، ۲۰۰۷: ۱۹؛ اندﺭسن، ۲۰۰۹: ۳۷۴).
ايسلنډ، هسپانیه، او روسيه په دې خبره سره اتفاق دي چې ناروې نسي کولای چې پر هغو کښتيو چې ددې هيواد څخه نه دي د سوالبرد د کب نیولو ساتنې زون (FPZ) کي ددې هېواد د قانون څخه په ګټه اخيستو سره توپيري چلند وکړي.
سربیره پر دې، ځینې قراردادي ډلې (پشمول د فرانسهې، جرمني او متحده ایالات) په ښکاره ډول ټول هغه حقونو د خونديتوب ته اشاره کړې چې ممکن د تړون کې يې يادونه شوې وي. [....][2] (پېډرسن؛ ۲۰۰۶: ۳۴۵).
د ھيوادونو د لاسيک نېټه د کاغذونو د سپارلو د نېټې سره سمون خوري.[1][3]
هيواد | د تصویب نیټه | يادښت |
---|---|---|
افغانستان | ۲۳ نومبر ۱۹۲۹ | |
البانیا | ۲۹ اپرېل ۱۹۳۰ | |
ارجنټاین | ۶ مې ۱۹۲۷ | |
اسټرالیا | ۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ | غځول د برطانيې لخوا. |
اتريش | ۱۲ مارچ ۱۹۳۰ | |
بلجيم | ۲۷ مې ۱۹۲۵ | |
بلغاریا | ۲۰ اکتوبر ۱۹۲۵ | |
کاناډا | ۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ | غځول د برطانيې لخوا. |
چیلي | ۱۷ ډيسمبر ۱۹۲۸ | |
چين | ۱ جولای ۱۹۲۵ | د چین جمهوریت په توګه منل شوی. دواړه د چین د خلکو جمهوریت يا تایوان ادعا کوي چې د بریالي یا دوامداره دولت حیثیت لري، خو د ٢٠١٨م کال څخه د تړون نورې خواوې یوازې د چین د خلکو جمهوریت پیژني. |
چک جمهوريت | ۲۱ جون ۲۰۰۶ | غځول د چکسلواکيا لخوا |
ډنمارک | ۲۴ جنوري ۱۹۲۴ | و ټولو ته غزول د ډنمارک هيواد لخوا. |
ډومینیکن جمهوریت | ۳ فبروري ۱۹۲۷ | |
مصر | ۱۳ سپټمبر ۱۹۲۵ | |
ايسټونیا | ۷ اپرېل ۱۹۳۰ | |
فینلینډ | ۱۲ اگسټ ۱۹۲۵ | |
فرانسه | ۶ سپټمبر ۱۹۲۴ | |
جرمني | ۱۶ نومبر ۱۹۲۵ | |
یونان | ۲۱ اکتوبر ۱۹۲۵ | |
هنګري | ۲۹ اکتوبر ۱۹۲۷ | |
آيسلنډ | ۳۱ مې ۱۹۹۴ | |
هند | ۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ | غځول د برطانيې لخوا. |
آیرلینډ | ۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ | غځول د برطانيې لخوا. |
اټاليا | ۶ اگسټ ۱۹۲۴ | |
جاپان | ۲ اپرېل ۱۹۲۵ | |
لاتويا | ۱۳ جون ۲۰۱۶ | |
لیتوانیا | ۲۲ جنوري ۲۰۱۳ | |
موناکو | ۲۲ جون ۱۹۲۵ | |
هالنډ | ۳ سپټمبر ۱۹۲۰ | غځول د د هالنډ پاچاهۍ لخوا. |
نيوزيلنډ | ۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ | غځول د برطانيې لخوا. |
شمالی کوریا | ۱۶ مارچ ۲۰۱۶ | |
ناروې | ۸ اکتوبر ۱۹۲۴ | |
پولنډ | ۲ سپټمبر ۱۹۳۱ | |
پورتغال | ۲۴ اکتوبر ۱۹۲۷ | |
رومانيا | ۱۰ جولای ۱۹۲۵ | |
روس | ۷ مې ۱۹۳۵ | غځول د شوروي لخوا،
په ۲۷ جنوري ۱۹۹۲ کي روسیې اعلان وکړ چې دوی د هغو تړونونو پلي کولو ته ادامه ورکوي چې د شوروي اتحاد له لورې شوي دي. |
سعودي عربستان | ۲ سپټمبر ۱۹۲۵ | غځول د حجاز پاچاهۍ لخوا. |
سلواکيا | ۲۱ فبروري ۲۰۱۷ | غځول د چکسلواکيا لخوا |
سويلي افريقا | ۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ | غځول د برطانيې لخوا. |
سويلي کوريا | ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲ | |
اسپانيا | ۱۲ نومبر ۱۹۲۵ | |
سويډن | ۱۵ سپټمبر ۱۹۲۴ | |
سویزرلینډ | ۳۰ جون ۱۹۲۵ | |
برطانيه | ۲۹ ډيسمبر ۱۹۲۳ | و لاندې سيمو ته غځول د برطانيې لخوا؛اسټرالیا، کاناډا، هند، نيوزيلنډ.... او نور |
د امریکا متحده ایالات | ۲ اپرېل ۱۹۲۴ | |
وینزویلا | ۸ فبروري ۱۹۲۸ |
لاندې هيوادونو ته د سوالبرد تړون د انګرېزانو ميراث ورپاته دی، ځکه ټوله د لاسيک پر وخت د برطانيې هيواد تر لاس لاندې وه؛
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.