د سعودي عربستان فیصل
From Wikipedia, the free encyclopedia
فیصل بن عبدالعزیز السعود (په عربي ژبه فیصل بن عبدالعزیز آل سعود په لاتیني Fayṣal ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Suʿūd، د عربي ژبې په النجدیة لهجه یې تلفظ:[fajsˤal ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd]؛ د ۱۹۰۶ ز کال د اپرېل په ۱۴ مه زېږېدلی او د ۱۹۷۵ ز کال د مارچ په ۲۵ مړ شوی. د سعودي عربستان یو واکمن او دیپلومات و چې د ۱۹۶۴ز کال د نومبر له دویمې نېټې څخه تر خپلې مړينې (۱۹۷۵ ز کال) پورې د سعودي عربستان پاچا و. هغه تر رسم ګذشت مخکې د ۱۹۵۳ ز د نوامبر له نهمې نېتې څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د سعودي عربستان ولیعهد و. هغه په ۱۹۶۴ ز کال کې د خپل ناسکه ورور پاچا سعود نایب السطنه و. هغه د مدرن سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز درېیم زوی او د هغه له شپږو زامنو څخه دویم و چې پاچایان وو.
د سعودي عربستان فیصل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۴ اپرېل ۱۹۰۵[1] رياض [2] |
مړینه | 25 مارچ 1975 (70 کاله)[3][4][5][6][7][8] رياض |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم [9] |
تابعیت | سعودي عربستان |
اولاد | سعود الفیصل |
پلار | عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | پاچا ، سياستوال ، پوځي ځواک |
مورنۍ ژبه | عربي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | عربي ژبه |
پوځي خدمت | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
فیصل د عبدالعزیز او طرفه بنت عبدالله الشیخ زوی و. پلار یې د هغه تر زېږېدلو د مخه لا د نجد د امیر په توګه سلطنت کاوه او مور یې د الشیخ له کورنۍ څخه وه چې د سعودي ډېری نومیالي مذهبي مشران یې روزلي. فیصل د خپل پلار د واکمنۍ پر مهال د یوه اغېزمن سلطنتي سیاستوال په توګه راڅرګند شو. هغه له ۱۹۲۶ز کال څخه تر ۱۹۳۲ز کال پورې د حجاز د وایسرای (په مستعمره کې د واکمن هېواد استازی) په توګه خدمت وکړ. هغه له ۱۹۳۰ ز کال څخه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر او له ۱۹۵۴ ز کال څخه تر خپلې مړینې پورې لومړی وزیر و (په دواړو موقفونو کې له ۱۹۶۰ ز څخه تر ۱۹۶۲ ز پورې له یوې دوه کلنې دمې پرته) وروسته له دې چې په ۱۹۵۳ز کال کې د هغه پلار مړ شو او د هغه ناسکه ورور سعود پاچا شو، فیصل ولیعهد شو او په یاد موقف کې يې په سعودي عربستان کې غلامي ناقانونه اعلام کړه. هغه په ۱۹۶۴ ز کال کې د سلطنتي کورنۍ د نورو غړو او د هغه د تره د لومړي زوی د سعودي د لوی مفتي محمد ابن ابراهیم الاش- شیخ په مرسته سعود قانع کړ چې د هغه په ګټه له واک څخه لرې شي.[10]
فیصل د مدرن کولو او سموونې پالیسي پلې کړه. د هغه بنسټيزه بهرنۍ پالیسي د کمونیزم پر ضد پان اسلامیزم او د فلسطین پلوي وه. هغه هڅه وکړه چې د اسلامي مذهبي چارواکو ځواک محدود کړي. هغه له اسرائیلو څخه د لوېديځ د پلوۍ په غبرګون کې د تېلو د تحریم مشري وکړه چې د ۱۹۷۳ ز کال د تېلو د کړکېچ لامل شو. فیصل په بریالیتوب سره د پاچهۍ بوروکراسي تثبیت کړه او د هغه واکمنۍ په سعودي عربستان کې د پام وړ شهرت درلود. له دې سره سره چې سمونې یې د نظر له اختلاف سره مخامخ وې. هغه په ۱۹۷۵ ز کال کې د خپل وراره فیصل بن مسید له خوا ووژل شو. د فیصل ناسکه ورور خالد بن عبدالعزیز د هغه ځایناستی شو.[11][12]